بهلول څوک وو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د بهلول په اړه

بهلول د ب په پيښ په مانا دې خلا ص لاسي او د ښکلي بدن څيښتن او د جمامع الخیرات پورې یې هم اطلاق کیبږي. دا نوم د ټوکي او په عین حال کې حق ویونکي او حاضر ځواب ته هم په کاریږي.

په دې نوم نوم نور هم ډير کسان شته دي خو دا بهلول هغه کس ده چې د هارون الرشید په وخت کې یې ژوند کاوو او د امام جعفرصادق د خاصو شاګردانو څخه وو او د اهل بیت د دوستانو څخه ګڼل کیده او په بل روایت د هارون الرشید مورنی ورور او په بل روایت د عباسي هارون له نیژدې دوستانو څخه وو.لکه چې په مجال المومنین کې نواله فرمايي د هارون الرشید د وخت د عاقلانو او فضلاوو د جملې څخه وو او د مصلحت له مخې یې ځان په لیونتوب ویلی وو.

د ده د پيدایښټ ځای د کرفه ښار او اصلي نوم یې وهب بن عمرو وو.

د بهلول د ژوند بیان

بهلول مخکې تر دې چې ځان د لیوني په توګه را څرګند کړي نو ډير معتبر ژوند یې لاره څنګه چې د امام جعفر صادق لخوا په لیونتوب وګومارل شو نو د دنیا د ټولو ښکلاوو څخه لاس په سر شو او په حقیقت کې د حق لیونی او خرقه اغوستونکی شو او خرابې یې د هارون تر قصرونو غوره ووبللې او خپل دا حال یې د خلیفه او نورو دولتي ارکانو د کارونو څخه غوره باله.

د بهلول شخصیت

بهلول په اصل کې یو عارف سړی وو .

یو بشپړ عالم او فاضل وو .

د ډير لوی عقل او پوهې خاوند وو.

د دین د حاکمیت لپاره یې ځان په لیونتوب وواهه تر څو وکولای شي د وینې تویدنې څخه ځان وساتلی شي.

هارون درصدد قتل هشام برآمد و چون هشام از آن واقعه خبردار شد به کوفه فرار کرد و در خانه یکی از

دوستان پنهان شد و طولی نکشید که از خوف هارون وفات نمود .

د بهـــــــــــــــــــــــــــلول کیســــــــــــــــــــــــې او خـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوږې خبــــــــــــــــــــرې:

بهلول او د خلیفه ډوډۍ

وايي چې هارون الرشید یوه ورځ بهلول ته ډوډۍ را ولیږله.

خادم هم ډوډۍ بهلول ته راوړه او د ده مخې ته یې کیښوده او ورته یې وویل چې دا ډوډۍ یوازې د خلیفه وي خو هغه تاته را واستوله ترڅو ته یې وخورې.

بهلول ډوډۍ هغه سپې ته چې په خرابه کې پروت وو ور واچوله.

خادم په هغه چیغې وکړې چې ولې دی دې د خلیف ډوډۍ سپي ته ور واچوله؟

بهلول وویل چې ډيرې چیغې مه وهه چې که چیرې دا سپی ستا دا چیغې واوري چې دا ډوډۍ د خلیفه ده هغه به یې هم وو نه خوري.

بهلول او سوداګر

یوه ورځ په بغداد کې یوه سوداګر د بهلول څخه پوښتنه وکړه چې څه واخلم ترڅوډيره ګټه وکړي؟

بهلول ځواب ورکړ چې اوسپنه او پنبه.

هغه کس لاړ یوه اندازه اوسپنه او پنبه یې واخیستله او انبار یې کړه.اتفاقا څو میاشتې وروسته یې خرڅه کړه او ډيره ګټه یې پکې وکوله.

بیا یوه ورځ د بهلول سره مخامخ شو او ورته یې وویل چې چې لیونیه څه واخلم ترڅو ډيره ګټه وکړم.

پياز او هندواڼې.

سوداګر هم دا ځلې لاړ او خپلې ټولې پیسې یې په پيازو او هندواڼو ور کړې او انبار یې کړې.یو څه موده وروسته ټول پياز او هندواڼې خرابې شوې او له منځه لاړې.

نو ډير ژر د بهلول په سی ورغی او د ده څخه یې پوښتنه وکړه د لومړي ځل لپاره مې چې ستا سره مشوره وکوله وو دې ویل چې اوسپنه او پنبه واخله او ډيره ګټه مې پکې وکوله . خو دوهم ځل مې چې ستا سره مشوره وکوله څه مشوره دې ماته راکړه؟ټوله دنیا مې له منځه لاړه.

بهلول د دې کس په ځواب کې وویل لومړۍ ورځ دې ماته وویل چې ای شیخ بهلوله نو د دې له امله چې ماته دې د عاقل سړي خطاب وکړ نو ما د خپل عقل د مخې تاته مشوره در کړه.ولې دوهم ځل دې ماته لیونی وویل نو ما هم د خپل لیونتوب له مخې در ته مشوره درکړه، دا کس هم د خپلې دوهمې خبرې له امله خجالت شو او په مطلب پوه شو.

بهلول او د هارون الرشید د دربار طبیب

وايي چې هارون الرشید د خپل دربار لپاره د یونان څخه ځانګړی طبیب را وغوښت.کله چې هغه طبيب بغداد ته را داخل شو نو هارون الرشید هغه په ډير ځانګړي شان او شوکت سره درباره ته را ووست.ترڅو ورځو د بغداد دولتي چارواکي او نور کسان د طبیب لیدو ته ور تلل تر دې چې په دریمه ورځ بهلول هم د نورو په ګډون د طبیب لیدو ته ورغلل د خبرو اترو په ترڅ ناڅاپي بهلول د طبیب څخه و پوښتل چې دنده دې څه ده؟

طبیب چې لا د مخه د بهلول د لیونتوب په اړه اوریدلي وو او غوښتل یې چې دی ریشخند کړي.نو هغه ته یې ځواب ور کړ چې زه طبیب یم او مړي را ژوندي کوم.

بهلول په ځواب کې وویل چې ته ژوندي مه وژنه مړي ژوندي کونه دې پيشکش.

د بهلول دې ځواب ته هارون الرشید او نور مجلس ډير وخندل او طبیب سخت وشرمیده او بغداد یې پریښود.

د بهلول کیناستل د هارون الرشید په څوکۍ

یوه ورځ بهلول د هارون الرشید قصر ته ور د ننه شو کله چې یې د هارون الرشید څوکۍ خالي ولیده نو بې د ډاره د ده په ځای کیناست.کله چې د دربار ځانګړو غلامانو دا حال ولید نو ډير ژر یې پر بهلول په تازیانو وواهه او د څوکۍ څخه یې را ښکته کړ.

بهلول په ژړا پيل وکړ ، په همدې حال کې هارون الرشید را ورسید او ویې لیدل چې بهلول ژاړي.

د ساتونکو څخه یې د بهلول د ژړا لامل و پوښته.

غلامانو پيښه هارون الرشید ته عرض کړه. هارون الرشید دوی ملامت کړل او بهلول ته یې ډاډ ور کړ.

بهلول وویل چې زه ستا لپاره ژاړم نه پر خپل حال د دې لباره چې زه د څو ثانیو لپاره دلته پرې ناست ووم دومره وهل مې ووخوړل ته دا دومره عمر چې په دې څوکۍ ناست یې ته به یې څومره ځورولی یې او ته خپلې راتلونکې ته فکر نه کوې.

بهلول ته دې خلیفه ډالۍ

یوه ورځ هارون الرشید بهلول ته یوه اندازه پیسې ور کړې ترڅو په فقیرانو یې وویشي.

بهلول پیسې واخیستې او د څه ځنډ وروسته یې بیرته خلیفه ورکړې.

خلیفه د دې لامل وپوښته:

بهلول ځواب ورکړ چې ما هر څومره فکر وکړ د خلیفه څخه مې بل اړ کس وو نه موند نو د دې له امله مې ټولې پیسې بیرته خلیفه ته ور کړې، ځکه زه وینم چې ستا ټاکل شوي خلک د ورځې لخوا یې تازیانې په لاس کې وي په هټیو کې ولاړ دي او په زور د خلکو څخه خراج او باج اخلي او د خلیفه خزانې ته اچوي نو د دې له امله مې ولیدل چې ته تر ټولو اړ یې. نو د دې لپاره مې پیسې تاته در کړې.

بهلول او د کوفې امیر

اسحق بن محد بن صباح د کوفې امیر وو.د هغه ښځې لور وزیږوله. د دې له امله امیر سخت خفه شواو د ډوډۍ خوړلو او اوبو څښلو څخه یې ډډه وکوله.

کله چې بهلول دا مطلب واورید د ده خواته ورغی او ویې ویل:ای ایمره ژړا او غم د څه لپاره؟

ما د زوی هیله لرله خو ښځې مې لور وزیږوله.

بهلول ځواب ور کړ:ایا دادې خوښیده چې د داسې تام لاعضا او ښکلې لور په ځای درته خدای تعالی د ما په څير لیونی زوی در کړی وای؟

ایمر بیواکه وخندل او د ډوډۍ او اوبو غوښتنه یې وکړه او خلکو ته یې اجازه ور کړه ترڅو خلک د مبارکي لپاره ده ته راشي.


د بهلول:هارون الرشید او ښکاري کیسه

وايي چې خلیف هارونالرشید یوه ورځ د خپلې ښځې ملکې زبیدې سره ناست وو او د شطرنج لوبه یې سره کوله.بهلول په دوی راغی او هغه هم د دې لوبې په لیدو بوخت شو.په دغه حال کې ښکاري ادب پرځای کړ او ډير ښکلی ماهی یې خلیف ته راوړ.

هارون الرشید چې په دې ورځ ډير خوښ وو امر یې وکړ چې دې ښکاري ته ۴۰۰۰ درهم انعام ورکول شي.زبیدې د هارون په دې کړنه اعتراض وکړ او ویې ویل:دا پيسې د ښکاري لپاره ډيرې دي ته باید هره ورځ د هیواد لښکرو ته انعامونه ور کړې که چیرې ته د دې اندازې څخه دوی ته کمې پیسې ور کړې دویبه ووايي مونږ د ښ:ار په اندازه هم نه وو او که زیاتې ور کړې په يډره کمه موده کې به ستا خزانه ټوله تمامه شي.

هارون د زبیدې خبره وو منله او ویې ویل چې اوس څه وکړم؟

زبیدې وویل ښکاري ته غږ ور وکړه او د ده څخه پوښتنه وکړه چې دا ماهی نر ده او که ښځه؟

که چیرې یې وویل چې نر ده ور ته ووایه چې زمونږ نه ده خوښ او که یې وویل چې ښځه ده هم ورته ووایه چې زمونږ نه ده خوښ او دې به دې ته اړشي تر څو خپل ماهی یوسي او انعام به ترې پاتې شي.

بهلول هارون ته وویل:د ښځې فریب مخوره او د ښکاري مزاحم کیږه مه.

خو هارون الرشید د بهلول خبره وو نه منله.

ښکاري ته غږ ور وکړاو هغه ته یې وویل چې دا ماهی نر ده او که ښځه؟.

صیاد بیا ادب پر ځای کړاو ویې ویل چې دا ماهی نه نر ده او نه ښځه بلکه نر ښځی(خنثی) ده.

هارون الرشید د ښکارې دا خبره خوښه شوه او ویې ویل چې دې ښکاري ته ۴۰۰۰ درهم نور هم ورکړۍ.

ښکارې پیسې واخیستې او روان شو کله چې د قصر په زینو کې کوزیده یو درهم ترې لاندې پریوت. ښکاري ور ټيټ شو او روپۍ یې را واخیستې.

زبیدې هارون الرشید ته وویل

دا څومره بد سړی ده چې یو در هم هم نه پریږدي.

هارون ارشید هم د ښکاري دا عمل خوښ نه کړ او په هغه پسې یې غږ وکړ.

بیا هم بهلول ورته وویل:د هغه مزاحم کیږه مه.

او ښکارې ته غږ کړ او ویې ویل: چې ته څومره بد فطرته یې چې دې ته حاضر نه یې چې د دې پیسو څخه یو درهم یې هم زما د غلامانو نصیب نه شي.

ښکاري بیا ادب پرحای کړ او ویې ویل:زه پست فطرته نه یم.بلکه نمک شناس یم د دې لپاره مې روپۍ را ووچته کړه چې وو مې لیدل چې د دې روپۍ یوې خواته د قرآن عظیم الشان آیتونه دي او بل پلو یې د خلیفه نوم نو د دې لپاره که چیرې پر ځمکه پاتې شوې وای شاید چې چا پرې پوښه ایښې وای او دا دادب څخه لرې کار وو.

خلیفه باز از سخن صیاد خوشش آمد و امر نمود چهار هزار درهم دیگر هم به صیاد انعام دادند و هارون

گفت : من از تو دیوانه ترم به جهت اینکه سه دفعه مرا مانع شدي من حرف تو را قبول ننمودم و حرف

آن زن را به کار بستم و این همه متضرر شدم .

خلیفه ته بیا د ښکاري خبرې خوند ور کړ او ویې ویل چې دې سړي ته دې ۴۰۰۰ درهم نور هم ور کول شي.

هارون الرشید بهلول ته وویل چې زه د تا څخه ډير لیونی یم ځکه درې ځلې دې راته وویل ما ستا خبره وو نه منله او د ښځې خبره مې وو منله نو د دې له امله دومره تاواني شوم.

پای

د هارون الرشید او بهلول تګ حمام ته

یوه ورځ هارون الرشید او بهلول حمام ته لاړل.

خلیفه د ټوکې په توګه د بهلول څخه و پوښتل چې که چیرې زه غلام وای څومره ارزښت به مې در لود؟.

بهلول ځواب ور کړ پنځوس دیناره.

خلیفه په قهر شو او ویې ویل چې لیونیه ما چې کوم لنګ اغوستی دی هغه یوازې پنځوس دنیاره بیه لري.

بهلول ځواب ورکړ چې ما هم یوازې لنګ قیمت کړی.کنه خلیف خو کومه بیه نه لري.


د بهلول د جنت خرڅونې کیسه

یوه ورځ بهلول د یوه سیند سره نیژدې د یوې ویالې تر څنګ ناست وو نو د دې لپاره چې بیکاره وو نو یې لکه د وړ ماشومانو غوندې د خټو څخه یوه وړه باغچه جوړه کړې وه.

په دې وخت کې د هارون الرشید میرمن چې د دې ځای څخه تیریدله.

کله چې بهلول ته را نیژدې شوه پوښتنه یې ترې وکړه چې څه کوې؟

بهلول ځواب ور کړ چې جنت جوړوم.

د هارون الرشید ښځې ورته وویل:د دې جنت څخه چې جوړ کړي دي کوم یو خرڅوې؟.

بهلول وویل چې هو خرڅوم یې.

زبیدې ورته وویل په څو دیناره؟.

بهلول ځواب ور کړپه سل دیناره.

د هارون ارشید ښځې غوښتل چې د بهلول سره د کومې لارې مرسته وکړي نو یې خادم ته وویل چې سل دیناره بهلول ته ورکړه.

خادم هم ژر سل دیناره بهلول ته ورکړل.

بهلول وویل چې قباله نه غواړې؟.

زبیدې ورته وویل:ویې لیکه او رایې وړه.

دا یې وویل او خپله لار یې ونیوله.

د بلې خوا زبیدې په هم هغه شپه خوب ولید چې یو باغ چې هیڅکله یې نه ده لیدلی چې ټولې ودانۍ او قصرونه یې له جواهرو څخه جوړ دي او ډير ښکلي شوي دي د اوبو ویالې پکې روانې ديد ریحان ګلونه او ډيرې ښکلې ونې پکې دي او داسې خدمت ګارانې دي پکې له سپوږمۍ په خوب ویني چې د دې لپاره تیاره شوې ده او په سرو زرو لیکل شوې قباله دې ته ور کوي او ورته وايي چې دا هغه جنت ده کوم دې چې د بهلول څخه اخیستی وو.

زبیده چې کله د خوبه را ویښه شوه خوښه شوه او خپل خوب یې هارون الرشید ته ووایه.

په صبا یې هارون الرشید څوک په بهلول پسې ولیږل تر څو را یې ولي.

کله چې بهلول راغی ده ته یې وویل چې دا سل دیناره واخله او د هغو جنتونو څخه چې په زیبدې دې خرڅ کړی یو په ماهم خرڅ کړې؟.

بهلول وخندل او ویې ویل:چې زبیدې نا لیدلی اخیستی او تا او ریدلي او غواړې چې وایې خلې خو افسوس چې په تا به یې خرڅ نه کړم.




بهلول او د ده خرقه ، ډوډۍ، اوربشې او سرکه

وايي چې ډير وختونه به بهلول په قبرونو کې کیناست او یوه ورځ چې د عبادت لپاره هدیرې ته تللی وو او هارون الرشید د دې سمې څخه د ښکار په نیت د تیریدو په حال کې وو بهلول ته ور ورسید او ویې ویل:بهلوله دلته څه کوې؟

بهلول ځواب ورکړ چې دلته د هغو کسانو لیدو ته راغلی یم چې نه د خلکو غیبت کوي او نه د ما څخه کومه هیله لري او نه ما ځوروي.

هارون الرشید وویل:

ایا کولای شې چې د قیامت پل صراط او د هغې دنیا د سوال او ځواب څخه ما خبر کړې؟.

بهلول ځواب ور کړ چې خپلو خدمت ګارانو ته دې ووایه چې په دې ځای کې اوربل کړي او بیا د دې اور پر سر یوه تبۍ کیږدي ترڅو ښه ګرمه شي کله چې ښه ګرمه شوه لومړی زه په دې تبۍ خیژم او ټولو خلکو ته خپل ځان، څه مې چې خوړلي او اغوستي دي ور پيژنم او بیا به ته داسې کوې، اوبیا به ته خپل ځان لوڅوې او زما پشان به خلکو ته خپل ځان ور پيژنې.

هارون الرشید وومنله.

کله چې بهلول په تبۍ ودریده ډير ژر یې وویل:بهلول، خرقه، ډوډۍ،اوربشې او سرکه او ژر ترې را کوز شو او چې کله را کوز شو نو پښه یې هیڅ سوې هم نه وه.

کله چې نوبت هارون الرشید ته ورسید یوازې کله یې چې وغوښتل چې خپل ځان معرفي کړي وویې نه شو کولای پښه یې و سوځله او د لاندې را پریوت.

وروسته بهلول وویل:ای هارونه د قیامت د ورځې سوال او ځواب هم په همدې شان ده.هغه څوک چې درویشان دي او د دنیا د ښکلا وو څخه یې څه نه دي لیدلي سمه به پرې تیره شي او هغه څوک چې د دنیا په شیانو مین وي ستونزمنه به پرې تیره شي.


د بهلول او هارون الرشید تلل ښکار ته

یوه ورځ او د ده د دربار خلک ښکار ته تللي وو.

بهلول هم د دوی سره وو او د ښکار په ځای کې هوسۍ ښکاره شو.

خلیفه په هوسۍ د تیر ګذار وکړ خو پرې وو نه لږید.

بهلول وویل چې ډير ښه!!!!!!!!

خلیفه په غصه شو او ویې ویل چې په ما ریشخند وهې؟.

بهلول ځواب ور کړ چې زما نیکي د هوسۍ لپاره وه چې ستا د ګذار څخه یې ډيره ښه تیښته وکوله.

بهلول او ستوری پيژندونکی

وايي چې یوه ورځ یو کس خلیفه هارون الرشید ته راغی او د ستورې پیژندې پر علم د پوهیدنې ادعا یې وکوله.

بهلول هم په دې مجلس کې شتون در لود او اتفاقا دا ستوري پيژندونکی هم د بهلول څنګ ته ناست وو.

بهلول ترې پوښتنه وکوله چې ایا پوهیږې چې ستا په چنګ کې څوک ناست دي؟.

هغه کس وویل چې نه پوهیږم.

بهلول ورته وویل چې ته د خپل ګاونډی نه پيژنې نو د اسمان د ستورو څخه به څنګه خبر یې؟.

هغه کس د بهلول د خبرې په کولو سر خړ شو او مجلس یې پریښود.

بهلول او مکارسړی

وايي چې د بهلول سره د سپينو زرو یوه سکه وه او د دې سکې سره یې لوبې کولې.

مکار سړي چې اوریدلي وو چې بهلول لیونی ده راغی او د بهلول مخې ته کیناست.

ورته یې وویل چې که ته دا یوه سکه ماته راکړې زه به د دې سکې په رنګ لس سکې تاته در کړم.

بهلول چې کله د ده سکې ولیدلې پوه شو چې دا د مسو څخه دي او کوم بیه هم نه لري هغه کس ته یې وویل چې په یوه شرط یې در کوم هغه داچې درې ځلې د خره غوندې هونګارې ووهې!!!

مکار سړي هم وومنله او لکه د خره هونګارې یې وکړې.

بهلول ده ته وویل:ښه خره ته چې په دې خر توب په دې پوهیږې چې کومه سکه چې زما په لاس کې ده د سپینو زرو ده . زه نه پوهیږم چې ستا سکې د مسو دي.

هغه سړي چې کله د بهلول خبرې واوریدې د ده څخه یې تیښته وکوله.

د کلي مشر او بهلول

وايي چې بغداد یو مشر د خلکو په منځ کې ادعا وکوله چې زه تر دې دمه لا چا نه یم غوله ولی.

د دې خلکو په ډله کې بهلول هم وو ویل:چی ستا غلطول ډير اسانه دي خو په دومره زحمت نه ارزي.

مشر وویل د دې له امله چې داسې نه شې کولای نو داسې خبرې کوې.

بهلول وویل چې حیف یې چې اوس ډير ضرور کار لرم کینې همدا اوس مې ته غلطولې.

مشر ورته وویل چې حاضر یې چې لاړشې کار د وکړې او بیرته ژر راشې؟

بهلول وویل هو. او همدلته زما اتنظار کوه زه ژر بیرته راځم.

بهلول لاړ او بیرته رانه غی.

وروسته تر دوه ساعته په غر غر پيل وکړ او ویې ویل چې دا لومړی ځل ده چې زه دې لیوني غلط کړم او څو ساعته یې بې کومې موخې دلته معطل کړم.