بهلول لودي

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
د سلطان بهلول لودي سکې

سلطان بهلول لودي[1] د ملک کالا زوی په خټه شاهوخېل لودي، د لودي پښتنو شاهانو د کهاله خورا نوميالی او ستر سلطان و، دده مور هم شاهوخېله لودي پښتنه او د ملک کالا خپله ترله وه چې په ۸۱۴ هجري سپوږميز کال چې بهلول يې په نس و، او لنګواله ته نژدې وه خونه پر ونړېدله او مړه شوه، خو بهلول يې له نسه ژوندی راويسته شو. په دغه وخت کې د ملک کالا کور د ملتان د ښار په «کمانګران» نومې سيمه کې و، او سلطان بهلول هلته په دغه توګه وزېږېد.

مخينه

کله چې په ۸۲۱ هـ سپوږميز کال کې د سلطان بهلول اکا «سلطان شاه اسلام خان» د سرهند حاکم شو، نو نور ټول وروڼه ورسره ولاړل، يوازې د سلطان بهلول پلار ملک کالا چې د ملتان د «دوروالې» د سيمې حاکم و په ملتان کې پاتې شو څو چې د نيازيو پښتنو سره په يوه جګړه کې ووژل شو او بې مور بهلول په کوچنيوالي کې بې پلاره هم شو. هغه و چې سلطان شاه اسلام خان بهلول اکا سمدستي د خپل ورور کهول سرهند ته وروغوښت، بهلول او د هغه دوه نور وروڼه «محمد» او «فېروز» او خور يې د خپل خواخوږي اکا تر سيوري لاندې په خورا ناز لويېدل.

پوهاند رشاد ليکي چې: «شوخ، ذکي، اوبڼوکی بلو (بهلول) که څه هم پر ټولو ګران و خو د مشر خان (اسلام خان) زړه ورسره ډوبېده، د سترګو تور او د زړه سر يې و، خپل ځامن يې تر ده پورې هېڅ نه بلل؛ دده هره شوخي او بې ادبي خو به يې دده د راتلونکي عروج پايلامه ګڼله نکل کا چې يوه ورځ شوخ نازولی «بلو» د موچنو سره د اکا پر مسله (جای نماز) وخوت او هغه هم بيا د مشر خان په مسله، مينځو او ساهوګانو په يوه پلا پر راوترپل، لټه پېر جوړ شو چا واهه چا تراټه او څوک ورته خښمېدل! اسلام خان چې دا لټه پېر وليد نو د وراره خوا يې ونيوله، دوی يې وترټل او ويې وييل : (نازولی بلو کمکی دی که زما پر ککره پښه هم کېږدي پروا نه لري)»

د کور مېرمنې او مينځې چې انتظار يې درلود پره «بلو» به خان څه ناورين ورژوي، د خان دې خبرې ته هېښې پاتې شوې، خان چې د دوی هېښتيا وليدله نو ويې فرماييل: «تاسې مه هېښېږۍ زه په دغه وراره کې هغه رشې او ښېګڼې وينم چې د هغو له امله به يوه ورځ دی خورا نامتو مېړه شي او زموږ د کهاله سترګې به پرې لوړې وي.»

د اسلام خان دا خبره آخر وختله کمکی بلو (بلو خان) سو، ملک بهلول، ملک بهلول فتح خان او ورپسې د ډهلي ټولواک (سلطان بهلول) شو چې په نياو (عدل) تدبير او رعيت پالنه کې يې نوم يووړ او له نومياليو پاچاهانو څخه وګاڼه شو. بهلول چې زلمی و نو لومړی يې د آسو په سوداګرۍ لاس پورې کړ، له پښتونخوا څخه به يې اسان هندوستان ته وروستل او خرڅول به يې، په دې کار کې يې ښې روپۍ وګټلې، سوداګري يې پر مخ ولاړه او ورسره وبرسره تجربه يې هم پيدا کړه خلک پرې راغونډ شوه او د کاروان مشر شو. پوهاند رشاد ليکي: «نکل کا چې يو وخت بلوخان (بهلول خان) له پښتونخوا څخه د راستنېدلو په لاره کې د حسين خان پښتانه ځوی قطب خان (چې بيا د بهلول په پاچايي کې لوی امير شو) او د بهلول خان خپل اکا ملک فېروز هم ورسره مله وو «سامانی» ته راغی او پر يوه باوله ستانه چې سيد انام يا سيد ابن انام نومېده پېښ شو، باوله ستانه ورته ووييل: (په تاسو کې داسې څوک شته چې د ډهلي پاچايي په دوو زرو چلندو تنګو رانيسي) قطب خان او فيروز خان څه و نه وييل خو بلوخان خپله هميانۍ چې يو زرو شپږ سوه ټنګې پکې وې د ستانه سيد مخې ته کېښوولې او په خورا ادب يې ورته ووييل چې: (تر دې زياتې نه لرم) مجذوب سيد هميانۍ راواخيستله او ويې فرمايل: (د ډهلي پاچايي دې مبارکه شه! دا دوه مله به دې هغه وخت نوکران وي!).

بلو خان د ډهلي پاچايي په ۱۶۰۰ ټنګې رانيوله، او د مجذوب سيد له مخې راپاڅېد پر لارې ملګرو ډېر پر وخندل او ناخوالي يې ورته وکړلې بلو خان ځواب ورکړ:

پايڅوړ

  1. د سلطان بهلول د ژوند دا پېښې د محترم محقق استاد پوهاند عبدالشکور رشاد د «لودي پښتانه» له کتابه راخيستل شوي دي.