بنسټپالنه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

د نولسمې عيسوی پيړۍ په آخرو او د شلمې عيسوی پيړۍ په اوايلو کې د فانډمنتاليسم اصطلاح د امريکا د متحدو ايالتونو د عيسوی دین د پروتستانو د مذهب د پيروانو ترمنځ په عيسويت کې د آزادۍ او تمدن دميلان د پرمختگ پر ضد د يوه پرشاتلونکی (عقبگرا)، محافظه کار او ارتجاعی جنبش له پاره استعمال شوه. د پروتستانتانو دا جنبش په عيسوی دين کې د تمدن، آزادۍ او د علمی اکتشافاتو په اړه د دين د تحمل او بردبارۍ د ميلان او رواج په وړاندې را پیدا شو. دا جنبش د هغه وخت د نورمال او معمول عيسويت په وړاندې ، چې په خلکو کې خپور ؤ، راپورته شو. په معمول او رواجی عيسويت یې داسې حملې شروع کړې، چې ځينو فکر کاوه، چې دا د عيسوی دين څانگه نه، بلکې بيخی يو نوی دين دی. دوی يوه خپله ډيره مهمه نشريه چې مصارف يې کوم سرمايدار ورکړی ؤ او په میليونونو کاپۍ يې په وړيا توگه په روحانيونو اومحصلينو وويشلې دFundamentals: A Testimony to the Truth (د حقيقت د بيان بنسټونه) تر نامه لاندې خپره کړه. همدا ليکنه په لنډه توگه د Fundamentalsد (بنسټونه) په نامه مشهوره شوه او د هغې پر اساس همدې حرکت د fundamentalists فانډمنټاليست يا بنسټپالونکی نوم واخيست او تيوری يې په fundamentalism فانډمنټاليسم يا بنسټپالنه مشهوره شوه.

په دې ډول د فانډمنتاليسم هغه لغوی معنی چې د اصولويا بنسټونه پالل کيدای شوای، نوره له همدې ځايه په نويې اصطلاح واوښته او ځان ته يې نوی محتوا او تعريف وموند. د وخت په تيرېدو ، د اوضاع له نوی انکشاف او نويو اجتماعی- سياسی حوادثو سره يوځای د فانډمنتاليسم د اصطلاح منځپانگه نويې، غنی او تکميله شوه، تر څو چې دې اوسنی حالت ته راورسيده.[1] [2] [3]

هغه عيسوی پروټسټانتی ريفورميستی نهضت چې خپل اساسی تیزسونه يې «د حقيقت د بيان د بنسټونو» په نامه ياد کړل او وروسته يې د خپلو طرفدارو ژورنالستانو او ليکوالو له خوا په لنډه توگه د بنسټونو نوم ونيو او له همدې نامه څخه بيا دا جنبش د فاندمنټاليسم يا بنسټپال په نامه ياد شو، په نشر شوو مشهورو «بنسټونو» کې يې څلورو شيونو ته زيات پام ورگرځولی ؤ، یا په بل عبارت سره ، دې ارتجاعی ريفورميستی نهضت څلور مهم بنسټونه درلودل.

اول : د انجيل د مقدس کتاب په تحت اللفظی او ټکی په ټکی (نه په استنتاجی) صحت او رښتينوالی يې ټينگار کاوه او په دې عقيده ؤ چې ددې کتاب هر حرف او جمله په همغه ډول چې ليکل شوې، کلمه په کلمه د تطبيق وړ او له هر ډول سهوې او خطا خالی دی.

دویم: د ټولو هغو موجودوعصری دينی علومو محو او له منځه وړل چې تر اوسه پورې يې رواج درلود او د دوی په نظر د انجيل شريف سره يې ټکی په ټکی انطباق نه درلود.

دریم: دوی په دې عقيده ؤ چې هر هغه څوک چې د دوی د نظر نه يوې او يابلې خواته ميلان لری او د دوی په مستقيم خط روان نه دی، نو عيسويان هم نه دی او دين ته خاينان دی.

څلورم : دوی د دولت او کليسا ترمنځ د بيلوالی او مدنی ژوندانه دحقوقی نظم سره مخالف ؤ او په دې يې ټينگار کاوه چې کليسا او دولت د سره يو شی او یا دا چې دولت بايد د کليسا تر کنترول او لاس لاندې وی.

سره له دې چې دوی خپل تيوريکی «بنسټونه» په احتياط سره په ملايم ډول فورمولبندی کړی ؤ ، خو بيا هم د هغو له جملو او محتوی څخه د هغوتر شا پټ اهداف او عملی نتيجی ليدل کېدلای شوای. ددې بنسټپالو اصلی څيرې د هغوی د «بنسټونو» نه زياتې بيا د دوی د اعمالو په نتيجه کې ولسونو ته څرگندې شوې. دوی د هرې مدنی پديدې سره ضديت کاوه او په ټولنه کې يې تشنج، ناآرامی، بې اتفاقی او وهم او ترس را پیدا کاوه. دوی داسې تبليغ کاوه چې وخت آخر دی، قيامت ډير رانږدی دی او د عيسويت دين د امحاء او نابودۍ په خطر کې دی. له دې کبله بايد رښتينی عيسويان هر هغې سوله ايز يا قهری عمل ته لاس واچوی، چې د عيسويت دين له نابودۍ او امحاء څخه وژغوری.

دوی له يوې خوا خپلو پیروانو ته داسې روحيه ورکوله چې مطلق حق د دوی په خوا دی او له بلې خوا يې ورته تبليغ کاوه چې عيسوی دين ، دا دنړۍ یوازينی د خدای له خوا را ليږل شوی او ثابت شوی حق او حقيقت، د ورکوالی او له منځه تلو په خطر کې واقع دی، چې ساتنه يې د موږ عيسويانو دینی وجيبه او عبادتی ثوابی کار دی. دې روحيې او دې ډول تبليغاتو د فانډمنتاليسم طرفدار عيسويان له عصبی تشنج او روحی ناقراريو سره مخامخ کول. دوی يې د دوی په نظر د عيسوی دين د مطلق او يوازينی حق او رښتينتيا په منطق د نورو اديانو او باورونو په وړاندې متعصب او فناتيک روزل، له ټولو نورو عقيدو او اديانو څخه يې کرکه او نفرت لاره، دهغو سره منطقی بحث او د هغوی د خبرو اوريدو ته نه ؤ چمتو او له هغوی سره يوځای ناسته او ولاړه يې حرام او ناروا بلل. له يوې خوا به ډار اخيستی ؤ، چې دين یې د امحاء په خطر کې قرار لری او له بلې خوا يې فکر کاوه چې ټول هغه انسانان چې ددوی له باورونو سره سل په سلو کې جوړ نه ؤ، منحرف، بې دينه کافر او له لارې وتلی دی او بديې ترې راتلل، نو ځکه یې د هغو په وړاندې کينه لرله او د حلم او زغم لرلو توان يې ترې اخيستی ؤ. دوی عصبی مزاجه، فناتيک، ورانکاره او زورزياتی ته تيار ؤ. د خپلې عقيدې د نجات او خپرولو له پاره يې له هرډول ترور او وحشت څخه مخه نه اړوله. د نوروعقيدو د څښتنانو وژل او ځورول يې د خدای په لارکې عبادت او پر ځان لازم عمل گاڼه. هر چا او هر بل عيسوی به چې د دوی په زړه او نظر جوړه خبره او عمل نه کاوه، هغه یې دين ته خاين، منحرف او کافر باله. دوی داسې غير واقعی او توهمی افکار خپرول چې د نورو عقيدود څښتنانو په وړاندې زغم او تحمل ناروا دی. د دولت او کليسا (د دين او سياست) جدايی او متمدن ټولنيز سيستم يې د عيسويت زوال باله. مدنيت يې د خپلې عقيدې سره په ټکر کې باله او داسې فکر او باور يې لاره چې د نورو په وړاندې تحمل او بردباری د دوی عقيدې ته د خيانت او له خپلو دينی او عقيدوی «بنسټونو» څخه لری والی او پردی کيدلو ته زمينه جوړوی.

په دې ډول د کلونو په اوږدو کې په سياسی، اجتماعی او دينی علومو کې فانډمنتاليسم په اصطلاحی لحاظ ځان ته نوی تعريف وموند او په علمی، سياسی او دينی مؤسسو، محافلو او کړيو کې په امريکا، اروپا، آسيا ، افريقا او استرالياکی قبول او ومنل شو او خپل ځای يې ونيو.


فاندمنټاليسم يا بنسټپالنه لکه څنگه یې چې له نامه څخه ښکاری ، هغه نظر او عقيده ده، چې د خپل حقانيت د ثبوت له پاره د هغې په اولی مبداء ، په لومړنی بنسټ او لومړنی پيدا يښت تکيه کوی. د آسمانی اديانو او د بشر د مذهبونو سربيره ډيرې داسې نورې فلسفی نړۍ ليدونه او سياسی مفکورې هم په تاريخ کې منځته راغلې دی، چې هرې يوې ځان مطلقه حقيقت او رښتينتيا بللې او نورې ټولې يې غلطې بللې او رد کړی دی. په دې ډول يې د ټولې نړۍ بشريت په ايماندارو او بې ايمانه ، د سمې عقيدې او کږې عقيدې او په لنډه توگه په ښو او بدو ډلو او په دوست او دښمن باندې ويشلی دی. بنسټپالان داسې عقيده لری چې هغه څوک چې له موږ سره دی، بايد مطلق زموږ په څير و اوسی او هغه چې مطلق زموږ په څېر نه دی، نو زموږ دښمنان دی. فانډمنتاليسم پخوا د عيسويت په دين کې رامنځته شوی او بيا په نورو فلسفی او سياسی تيوريو او د اسلام په دين کې هم رواج شوی دی. دا بايد په یاد ولرو چې په ډيرو فلسفی نړۍ ليدونو او مذهبونو کې فانډمنتاليستان او فانډمنټاليسم شته، خو کله کله، په ځينې خاصو شرايطو کې په ځانگړو فلسفی نظريو، سياسی مفکورو او دينی عقيدو کې کثرت، شدت او تسلط مومی. د مثال په توگه په پخوا وختو کې همدې جريان په عيسويت کې[4] ډیر نفوذ موندلای ؤ. کله به چې کوم علمی کشف او يا کومه هنری او فنی اختراع وشوه او دينی عالمانو به هغو ته په انجيل شريف کې د توضيح لاره ونه موندله، نو کاشف او مخترع به یې کافر باله، جزا به يې ورکوله او واژه به يې. له همدې کبله عيسويت تر ډیره وخته د علم د پرمختگ مانع او دښمن ؤ. په شوروی اتحاد کې بيا ويلای شو چې مارکسيستی او لنينيستی بنسټپالنه را څرگنده شوه او هرې پيښې ته يې د مارکس او لنين په تاءليفاتو او کلياتو کې توضيح او د حل لاره کتله. هره بله نظريه او د اجتماعی پرابلمونو د حل بله لار يې مطلقه غلطه بلله او لرونکی ته یې د اظهار، تشريح او خپرولو اجازه نه ورکوله. دا ډول فانډمنتاليسم په شوروی کې د نويو اجتماعی- سياسی نظريو د راپيدا کېدو او د هغو د رشد او پخوالی د مخنيوی سبب ؤ. حتې تر دې چې پخپله د مارکس اولنين د نظرياتو تعبير او تفسير هم د حاکمې کړۍ په اختيار کې ولويد او له هغې څخه هم د حاکمې کړۍ د نظر پر خلاف بل چا بل ډول تعبير او تفسیر نه شوای کولای. عملا داسې شوه، چې مارکسيستی تيوری له خپل خلاقيته ولوېده او د يوې مړې نظريې په حيث يې د دولتی او گوندی واکمنانو په خدمت کې قرار ونيو. اوس بيا د ډيرو سياستوالو په نظر همدا مفکوره په اسلام او اسلامی هیوادو کې ډيره خپره او مسلطه ده[5]، چې يوازې د اسلام دين مقدس او نور ټول اديان، فلسفی او عقايد مردود، غلط، غير مقدس او د ځان دښمن بولی. د اوسنيو علمی، هنری او فنی کشفياتو او اختراعاتو له پاره د توضيح او تشريح منطق يوازې په قرآن شريف کې لټوی او که په هغو کې يې د کوم شی له پاره د توضيح استدلال ونه موند، ردوی يې او کفری پديده يې بولی.

بنسټپالنه هر څه ته د صحیح توضيح او هر سوال ته د سم حل د لارې موندل پخپله مبدا او اولی آثارو کې لټوی. د نمونې په توگه، هغه مارکسيستان چې دمعاصرو پروسو سمه توضيح او تفسیر د مارکس په آثارو کې لټوی او د مارکس خبرې مطلقې سمې او د نورو ټولو غلطې بولی، دا فانډمنټاليست مارکسيستان بلل کیدای شی. هغه عيسويان چې د معاصرو پرابلمونو حل د ۲۰۰۰ کلن پخوانی کتاب، انجيل شريف په پاڼو کې لټوی او د اوسنيو حوادثو په اړه د انجيل شريف احکام مطلق سم او د نورو ټولو هغه مطلق غلط بولی، د عيسوی بنسټپالانو په نوم نومول کېدای شی. همدا راز هغه مسلمانان چې د اوس زمانې د ټولو دنيايی پرابلمونو د حل سمې لارې او د ټولو اجتماعی او طبيعی حوادثو توضيح او تفسير یوازې په قرآن کريم کې لټوی او له هغو نه پخپل فکر را ايستل شوی تعبيرونه مطلق درست او نور ټول ورته په کامله توگه غلط ښکاری، د اسلامی فانډمنتاليستانو په نوم ياديږی.

د 'فانډمنتاليسم' بله مشخصه علامه داده چې د نورو عقايدو، اديانو او نظريو زغم نه لری[6].ان د هغو مفکورو په وړاندې هم زغم او طاقت او تحمل نه کوی، چې ډيرې ورته نږدی او شريکه مبداء ولری. يعنې دا چې بنسټپالنه د مبداء د تشريح او تفسير د رنگارنگوالی تحمل او برداشت هم نه لری. مثلا کله چې په عيسويت کې پروټسټانت را پیدا شول، نو د سختو جگړو او قتل او قتال وروسته يې په ټولنه کې ځان تثبيت کړ. داسې چې کاتوليکانو په عيسويت ، چې مبداء يې ورسره شريکه وه، بله طريقه نه شوای زغملای. خو په اوس زمانه کې دا کار بيا په عيسویت کې آسان شونی دی، هر څوک کولای شی، چې انجيل شريف پخپل فکر او پوهه تعبير او تفسير کړی. همدا ډول په شوروی کې هم د مارکسيسم تعبير د حاکمانو په زړه جوړ کېدای شوای، چې بل ډول تعبير او تفسير یې رويزيونيسم باله. په اسلامی فانډمنټاليسم کې بيا مثلا سنی مذهبه بنسټپالان حتی د شعيه گانو تحمل نه شی کولای، هغوی کافر او له دينه وتلی او د ځان دښمنان بولی. شعيه فاندمنتاليستان بيا د سنيانو په وړاندې همداسې فکر کوی او زغم او تحمل يې نه لری. د قرآن د آياتونو نوی تفسير او يا پخپله له قرآن عظيم الشان سره بل ډول چلند د سپکاوی او ابداع تر نامه لاندې ردوی او د مجازات وړ يې بولی. نور اديان او سياسی او فلسفی مفکوری خو واضحه خبره ده چې نه شی تحمل کولای، د کفر، بې دينۍ اوالحاد ترنامه لاندې يې د ځان دښمنان بولی، د مغلوبولو، ورکولو، له منځه وړلو او يا د ځانته تسليمولو له پاره یې هرې وسيلې ته لاس اچوی. اسلامی فانډمنټاليستان د اسلام ،قرآن شريف او احاديثو یوازې هغه ډول تفسير او تشريح سمه بولی چې د دوی په زړه برابره وی. د هغه څخه نور ډولونه يې نه منی.

د بنسټپالنې دريمه مشخصه علامه بيا افراط گری او راديکاليسم دی. بنسټپالان کله چې د خپلې عقيدې او نظر د دفاع او د هغو د خپرولو، نشرولو او په نورو باندې د منلو له پاره منطقی او سوله ايزې، انسانی معتدلې لارې او شرايط ونه مومی، نو بيا د زور، وسلې، چل، توطيې جگړی او فتنې له لارې دې کار ته اقدام کوی.

عيسوی فاندمنتاليستانو د خپلو مخالفينو او دښمنانو په وژلو کې ځنډ نه کاوه، هر ډول غير انسانی اعمال او دسيسې يې د خپل دين او عقيدې د ساتلو او بريالی کولو له پاره روا او جايزې بللې. مارکسيستی فاندمنتاليستانو هم همدا کار کاوه او اسلامی فانډمنتاليستان هم همداسی کوی. فانډمنتا ليسم له هرې روا او ناروا، انسانی او غير انسانی، سوله ايزې او جنگی، پټې او برملا وسيلې څخه د خپلې عقيدې او نظر د خپرولو او معمولا له دې لارې د خپلو گټو د ساتلو له پاره کار اخلی.

سرچينې

  1. George M. Marsden, "Fundamentalism and American Culture", (1980)pp 4-5
  2. Buescher, John. "A History of Fundamentalism," Teachinghistory.org, accessed August 15, 2011
  3. Nagata, Judith (Jun 2001). "Beyond Theology: Toward an Anthropology of "Fundamentalism"". American Anthropologist 103 (2). 
  4. Carpenter, Revive us Again (1997) p 200
  5. Esposito, Voices of Resurgent Islam ISBN 019503340X
  6. George M. Marsden, "Fundamentalism and American Culture", (1980) part III