برېمن (ايالت)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بریمن
رونالد بریمن

برېمن (الماني: Freie Hansestadt Bremen، انگرېزي: Bremen) د المان یو ايالت دی.[۱]

پداسي حال کي چي د بندري ښار، برېمن د اوسېدونکو شمېر ۶۶۰۰۰۰ دی، دغه د المان تر ټولو کوچنی ولايت دی. د بندري ښارونو د غړي ښارپه توگه د برېمن تجاران ډېر بډايه سوي وه. د ښار د خپلواکۍ سمبول هغه مجسمې ته ويل کيږي چي لس متره جگه ده او د ډبريز رولانډ نوم لري. د برېمن دغه نخښه تر اوسه پوري لا د ښار په مينځ کي ولاړه ده.

دوه ښارونه برېمن او برېمرهافن[سمول]

د برېمن په ايالت کي د برېمن تر څنگ د برېمر هافن ښار هم شامل دی، کوم چي د برېمن په شمال کي په ۶۰ کلومترۍ واقع دی او په شمالي بحيره يو بندر لري. د ښارونو گډه ښاروالي په برېمن کي ده. برېمر هافن د هامبورگ وروسته د المان تر ټولو مهم بندري ښار او پدې توگه د هيواد د اقتصاد لپاره دويم مهم ښار دی.

د اقتصاد لپاره اهم بندر[سمول]

په برېمن کي هر څلورم وگړی د بندر په برکت روزگار لري. د دغه ايالت د اقتصاد لپاره پخوا د کښتۍ جوړونې او اوسپنې صنعت ډېر مهم و خو اوس دغو څانگو خپل اهميت د لاسه ورکړی دی. د اروپا په کچه د ډايملر تر ټولو دويمه ستره نمايندگي په برېمن کي ده. په برېمن کي د کافې جوړولو او د يخی غذاو جوړولو صنعت هم ډېر اهم رول لوبوي.

سرچينې[سمول]