بروس لي

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
Bruce Lee
Chinese name 李小龍 (Traditional)
Chinese name 李小龙 (Simplified)
Birth name Lee Jun-Fan (李振藩)
Spouse(s) Linda Emery (1964-1973)
Children Brandon Lee (1965-1993)
Shannon Lee (b.1969)
Official Website Bruce Lee Foundation

د سپورت او سينما په نړۍكې ترټولو بروس ليBruce Lee زيات شهرت وموند، بروس لي د سپورت په نړۍ كې خپل تخنيكونه نوي اسلوب د جيټ كونډو "Jeet kondo " ترنامه لاندې وضع كړل، (د لاس د غځولو طريقه- چې همداراز د سړك د غاړي د جنګ په فن هم شهرت لري)، چې تراوسه هم په نړۍ كې نوموړى تمرين پرمخ بېول كېږي، په ځانګړې توګه په ځوانانو كې زيات شمېر مينه وال لري، او د سينما په ډګركې د نوموړي فلمونه د يادولو وړ دي، هاليوډ پدې اړيستل شو چې د نوموړي د وروستي Enter the Dragon تر سرليك لاندې فلم لپاره يې ستورى وټاكي، خو سمدلاسه د نوموړي فلم لوبغاړى يو بل چينايى وټاكل شو، چې همېشه چينايان په فلمونوكې شريره يا دوهمه څېره لري، خو بروس لي نوموړى فلم ونه ليد او په سينماوو كې د نوموړي فلم پر پرده ښودلو څخه درې اوونۍ مخكې بروس لي ومړ، پداسې حال كې چې بروس لي خپل نړيوال شهرت ترلاسه كړ او د ژوند د پاى شيبې يې شمېرلې خو تر خپل مرګ وروسته يې يوه اسطوره هم پرېښوده.


نيوليک

بروس لي او لويديځه نړۍ

تر نړيوال جنګ 25 كاله وروسته د بروس لي فلمونه په لويديځه نړۍ كې پداسې حال كې راڅرګند شول، چې د عربو او اسرائيلو شخړې په ځانګړي ډول د روژې مباركې په لسمه لانورې هم زياتې وې، ځكه نو د عنف او قوت ډكو فلمونو د ځوان نسل زړونو ته لار ومونده، او هغه مهال سينما يو ځانګړى شهرت او برم ترلاسه كړى و، ځكه چې فضائي چينلونو او انټرنټ هېڅ وجود نه درلود، سربېره پردې چې د Kung Fu او كراتې Carate فلمونونه يوه نوې پديده وه چې د قوت او حركت خوښونكو ځوانانو زوړنو ته يې خپله لار ومونده.

- آن تر اوسه هم د بروس لي په اړه خبرې كېږي، ايا دا يوه اسطوره وه او كه سينما د نوموړې څېرې په شهرت كې غټ رول لوبولى؟


بروس لي څوك دى؟

د 1940ز كال د نومبر په 27 چې د 1359هـ كال د شوال د مياشتې له 27 سره سمون خوري، "لي جون فان"Lee Jun Fan د اژهار يا ښامار په كال د Jackson St د جاكسن په كوڅه كې د امريكا د سان فرانسيسكو په ايالت كې په يو چينايي روغتون كې سترګې دې دنيا ته وغړولې، چې نوموړى روغتون بيا وروسته د Bruce Lee بروس لي په نامه سره شهرت وموند. - او په كال 1941ز-1360هـ كې د بروس لي پلار خپل اصلي ټاټوبي (كولون) Kowloon ته (چې د چين په هانګ كانګ كې يې موقعيت درلود) راستون شو. - او په چين كې بروس لي له ماشومتوب څخه وسينما ته لاره ومونده، خپل ړومبى فلم يې په شپږ كلنۍ كې پيل كړ، او همداشان د سويلي ختيځې اسيا د سيمو په 20 فلمونو كې راڅرګند شو، چې مشهورترين فلم يې د (يتيم) The Orphan په نامه د بېلګې په ډول يادولى شو، پدې وخت كې بروس لي 18 كلن و، چې د بې كوره يتيم رول يې لوبولى و. او د خپل ځان لپاره يې د (لي سي لونګ Li Siu lung) نوم غوره كړ چې د كوچني اژدهار يا ښـامار معنا وركوي.

بروس په كال 1935ز كې د Wing Chun Kung fu د ښوونځي له ښوونكي Sifu Yip Man سره يوځاى شو او د كونفو يا د جنګي هنرونو Martial Arts په تمرينونو يې پيل وكړ، چې په هانګ كانګ كې له دوديزه لوبو څخه ګڼل كېدل، د بروس لي په اړه داسې ويل كېږي چې ګواكي نوموړى په زيات شمېرو شخړو كې ښكېل و خو دى پخپله د ځان په اړه وايې چې "نوموړى عنف او زور زياتى نه خوښوي".

امريكا ته د اژهار راستنېدل

بروس لي له خپل زوى سره

د بروس لي پلار دا پرېكړه وكړه چې په كال 1959ز بېرته امريكا ته راستون شي، ځكه چې په هانګ كانګ كې داخلي شخړو تر پزې راوستى و.

د امريكا په متحده ايالاتو كې د مېشتېدو په پيل كې بروس لي د خپل پلار له يو پخواني ملګري سره استوګنه غوره كړه، تر هغه چې د خوږو په يو دوكان كې يې د مزدوركار دنده ومونده، وروسته بيا د نوموړي دوكان په دوهم پوړ كې استوګن شو، او دEdison Technical School په ښوونځي كې شامل شو ترڅو ديپلوم ترلاسه كړي، هغه مهال يې په يو سالون كې د كونفو د تمرين د زده كوونكي په حيث دنده هم پرمخ بيوله، ترڅو د خپل معيشت او زده كړې پيسې وګټي.

او په كال 1967ز كې بروس لي د (سياټل) د واشنګټن په پوهنتون كې شامل شو او د فلسفې Philosophy زده كړه يې پيل كړه، ددې ترڅنګ يې پوهنتون محصلينو ته د كونفو تمرينونه هم وركول، بلكې د پوهنتون د حرم ترڅنګ يې د كونفو د تمرين يو ښوونځى هم پرانيست، وروسته بيا يې د اوكلانډ په ايالت كې په كال 1964ز كې ثانوي مدرسه هم جوړه كړه، او دخپل نيابت لپاره يې خپل ملګرى ټاكي كيمارا Taky Kimura د پوهنتون د حرم ترڅنګ ښوونځي مشر وټاكه.

- د اوكلانډا د ښوونځي د مشرۍ پرمهال بروس لي د چين هېواد لخوا وګواښل شو- پداسې حال كې چې د چين هېواد او ټولنې دا نه منله له چينايانو پرته دې نورو ته هم د جنګ چلونه وښيي- نوموړى د چينايانو په اند يو امريكايى و، ځكه چې ده د امريكا تابعيت اخيستى و... د نوموړو ګواښنونو له كبله بروس لي ته بل څه نه و پاتې پرته له دې چې خپله ښوونځي وتړي.

بروس لي نوموړي ګواښونه ومنل، سره له دې چې خپل رقيب ته په دوو دقيقو كې ماته وركړي، خو نوموړى پدې اند و چې دا ډېر وخت ته اړتيا لري چې له دې ډول ګواښونو څخه ځان خلاص كړي. له دې سياليو وروسته د بروس لي د جيټ كوندو Jeet Kune Do (JKD) تخنيكونه لانور هم پرمخ لاړل چې (د سړكونو پرسر جنګ) يې شهرت درلود. - بروس لي د 1964ز كال د اګست په مياشت كې سياټل ته راستون شو ترڅو له لنيډا ايمرز Linda Emery's سره چې په كال 1959ز كال كې يې ملاقات سره شوي وو، واده وكړي.

د كاليفورنيا په ساحل كې په كال 1964ز كې بروس لي ته د كاراتې د اتلولۍ په لوبه كې د ګډون بلنه وركړل شوه، چې د ګډونوالو له جملې څخه د سينما پروډيوسر William Dozier هم حاضر و، چې د بروس لي حركات يې ډېر خوښ شول او دا غوښتنه يې ترې وكړه چې لانس انجلېس ته ورسره لاړ شي او د تلويزون د سينما لپاره تمهيدي آزموينه وركړي.


اژدهار او سينما

بروس لي په كال 1966ز كې د امريكا د تلويزون پر پرده د كاټوKato د شنې غومبسې Green hornet په مسلسل(سريال) كې راڅرګند شو، او همدا مهال يې د لاس انجلېس په ايالت كې درېيمه ښوونځي هم پرانېسته. - له (1387 هـ - 1391هـ = 1967 – 1971ز)كلونو راهيسې بروس لي په يو لړ فلمونو او مسلسلاتو كې راڅرګند شو، او زيات شمېر نامتو خلكو ته يې تمرين وركړ لكه: ماكوين Steve McQueen، لي ماروين Lee Marvin، جيمس جارنرJames Garner، او د باسكټبال لوبې نامتو لوبغاړى كريم عبدالجبار Kareem Abdul Jabbar.

- او په كال (1390هـ = 1970ز)كې بروس لي د تمرين پرمهال ټپي او روغتون ته انتقال كړاى شو، نوموړي د ناروغتيا او په روغتون كې د بستر پرمهال د خپلو اساليبو او د جيټ كوندو د تخنيكونو په اړه د (Way of the intercepting Fist ) ترسرليك لاندې مطالب وليكل چې د نوموړي شخصي ابتكار و او دده له مړينې وروسته يې مېرمنې نوموړي مطالب خپاره كړل.

- بروس لي په كال (1391هـ = 1971ز)كې بېرته هانګ كانګ ته راستون شو، ترڅو خپله كورنۍ امريكا ته بوزي، خو هلته په هانګ كانګ كې د نوموړي شهرت د Green Hornet له لارې د هرچا تر غوږونو رسېدلى و، هلته يو بل پروډيوسر ريموند شو Raymond Chow د (Big Boss لوى مشر) په فلم كې د اتلولۍ د رول لوبولو غوښتنه ترې وكړه، هماغه وو چې يو اسطوري برياليتوب يې په برخه شو، ان تردې چې داسې ويل كېدل چې په هرو لسو كسانو كې نهو كسانو نوموړى فلم ليدلى دى، او په نوموړي فلم كې د بروس لي ګټه يوازې 100 زره ډالره وه.

- نوموړي فلم د دريو اوونيو په بهير كې 3 مليونه ډالر وګټل چې هغه وخت يې د امريكا په ډېرو قوي فلمونوتفوق وموند. بيا بروس لي ته د (قهرجن سوكFist of fury) فلم وړانديز وشو، چې نوموړي فلم هم خيالي ګټې ترلاسه كړي. بيا وروسته په كال(1392هـ = 1972ز) كې د (د اژدهار لار The Dragon Way) فلم له شاك نوريس (Chuck Norris) سره چې نوموړى پكې د (Tang Soo Do) تخنيكونو د مدرب رول لوبولى. بروس لي نوموړى فلم په خپله وليكه او خپور كړ. بيا يې د مرګ لوبه Game of Death فلم د باسكټبال له نامتو لوبغاړي كريم عبدالجبار سره جوړ كړ، خو بروس لي د نوموړي فلم د صحنو په پاى ته رسېدو ونه توانيده. - او په كال (1393هـ = 1973ز)كې د هاليوډ او هانګ كانګ ترمنځ ړومبى ګډ انتاج (د اژدهار په دننه كې Enter the dragon) فلم كې راميدان ته شو، خو بروس لي په ډېر كراهيت سره دا رد كړه چې ګواكي نوموړى دې ددې فلم ړومبى چينايي اتل وي، بروس لي بېرته هانګ كانګ ته راستون شو ترڅو هلته د سينما له لارې لويې برياوې ترلاسه كړي، خو هاليوډ يوځل بيا د نيمګړي فلم د بشپړتيا په موخه بلنه وركړه ترڅو خپل د اتلولۍ رول ولوبوي، نوموړى فلم په كال (1393هـ = 1973ز) كې بشپړ كړاى شو.

د ناڅرګند ښامارمړينه:

د بروس لي قبر - ددې ټولو شهرتونو، قوت، بډاييتوب او د ځوانۍ د عمر 33 كلونو سره سره بروس لي په كال 1973ز) كې د جولاى په 20 نېټه د ماغزو په نزف اخته كېږي چې له امله يې ناڅاپه مري او ټول پرې خواشيني څرګندوي، ځينې شائعات داسې هم وايې چې نوموړي د كونفو د ځينو ماهرينو لخوا ووژل شو، په ځانګړي توګه دده زوي برانډون Brandon چې هماغه مهال تقريباً په كال (1413هـ = 1993ز) كې د فلم د ډكولو پرمهال مړ شو. - ځينې نور بيا وايې چې: د هاليوډ ځينو پروډيوسرانو نوموړى د شخصي كينې له كبله وواژه، ځكه چې نوموړي ډېر شهرت ترلاسه كړ او بل دا چې نوموړى يوازنى او ړومبى چين الاصل فلمي لوبغاړى و چې په فلمونو كې د اتلولۍ رول يې لوباوه، ځينې نور پدې اند دي چې دا ډول مړينې يو عادي كار دى چې د سپورت او رزمي ورزشكارانو ترمنځ پېښېږي، خو په هرحال، بروس لي خپل هممهال او راتلونكو نسلونو ته داسې ابتكارات پرېښودل چې اوس هم ځينې ځوانان ترې اغېزمن دي، او د نوموړي كيسې او تخنيكونه د كونفو او له ځان څخه ددفاع په لوبوكې اوس هم تبادله كېږي.

د نوموړي جنازه له مرګ څخه پينځه ورځې وروسته وشوه او د نوموړي نيږدې 25 زره ملګري او د (كوچني اژدهار) مينه وال دده جنازې ته راغلي وو.


  • سيف الدين لودين
شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې