بازار (ځای)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بازار (ځای) انګلیسي: Market place په ټوليز ډول بازار هغه ځای ته ويل کېږي چې خلک د توکو د اخيستلو او خرڅولو لپاره په کې سره يو ځای کېږي؛ د ساري په ډول لکه د غلو بازار، ترکاري بازار، ميوو بازار. خو د اقتصاد په علم کې بازار په پراخه توگه تر مطالعې لاندې نيول کېږي. د اقتصاد په علم کې بازار کوم ځانگړي ځای ته نه ويل کېږي چې توکي په کې خرڅول يا اخيستل کېږي بلکې په دې کې ټولې هغه سيمې دخيلې دي چې د اخيستونکي او خرڅونکي تر منځ په مخامخ ډول اړيکه نيول کېږي او د يو توکي قيمت په معين وخت کې ټاکل کېږي دا اړينه نه ده چې اخيستونکی او خرڅونکی دې له يو بل سره وگوري بلکې کولای شي د تيلفون، ليک او نورو لارو څخه اړيکه ونيسي.

تعریف[سمول]

  • فرانسوي عالم ښاغلي کرناټ بازار داسې تعريف کړی: له بازار څخه موخه هغه ځای نه دی چېرې چې اخيستونکي او خرڅوونکي سره يو ځای کېږي بلکې له بازار څخه موخه ټولې هغه سيمې دي چې اخيستونکي او خرڅوونکي په ازاده توگه يو له بل سره گوري د يو توکي قيمت ټاکي.
  • همدارنگه پروفيسور کلی(Clay) د بازار په اړه وايي : بازار يو داسې ځای دی چې ديو توکي قيمت ټاکل کېږي او دهغه د ليږد لگښتونه اضافه وي.

ددې تعريف وضاحت موږ داسې کوو د ساري په ډول که په لغمان ولايت کې د يو من وريجې بيه سل افغانۍ وي او په ننگرهار کې وريجې په يو سلو لس افغانۍ وي که له لغمان څخه ننگرهار ته د وريجو وړلو لپاره کرايه لس افغانۍ وي نو بيا په لغمان او ننگرهار کې د وریجو قيمت مساوي دی ځکه لس افغانۍ يې د لېږد لگښت دی.

د بازار اړتياوې[سمول]

  1. د توکي شتون: د بازار لپاره د توکي شتون اړين دی. توکي بايد شتون ولري، خيالي او فرضي نه وي.
  2. د اخيستونکي او خرڅوونکي ترمنځ اړيکه: د بازار لپاره دا هم اړينه ده چې بايد د اخيستونکي او خرڅوونکي ترمنځ اړيکه شتون ولري که اړيکه د تيلفون، ليک يا نورو له لارې وي د دوی ترمنځ د لېږد لگښت په نظر کې نيولو سره د توکي قيمت يو شان وټاکي.
  3. د اخيستونکي او خرڅوونکي شتون: د توکو داخيستلو او خرڅولو لپاره د اخيستونکي او خرڅوونکي شتون اړين دی د اخيستونکي او خرڅونکي لپاره اړينه نه ده چې دواړه يو ځای وي؛ کيدای شي چې يو په افغانستان او بل په هندوستان کې وي.
  4. د ځای شتون: د بازار لپاره د ځای شتون اړين دی که هغه کلی، بانډه، ښار که هر ځای وي.

انځورونه[سمول]

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]

  • انگریزی ویکيپېډیا «Market (place)»
  • محمد داوود نیازي د لیکنو څخه.