باربادوس

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

بارباډوس د کارېبين سمندرگي په ختيځ او د اطلس سمندر په لوېديځه سيمه کې يو ټاپويي هېواد دی. دا هېواد د لېسر انټاليس د ټاپوانو يوه برخه ده چې د همدغو ټاپوانو په لړۍ کې د سېنټ لوسيا او سېنټ وېنسېنټ او گرېنادينز د دغې ټاپويي هېواد نژدې گاونډي هېوادونه دي. دا ټاپو ۴۳۰ کيلومتره مربع ارتوالی لري. د دغه ټاپويي هېواد لوړې څوکې د همدې ټاپو مرکزي برخې دي. دا هېواد د استوا د کرښې سهېل کې په ۱۳° او د اصلي بين النهار په لوېديځ کې په ۵۹°، او د وېنزوېلا هېواد سهېل لوېديځې سيمې نه نژدې 434.5 کيلومتره ليرې پروت دی.