اېګناز زېملوایس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اېګناز فليپ زېملوایس (په الماني: [ˈɪɡnaːts ˈzɛml̩vaɪs]؛ په هنګري: Semmelweis Ignác Fülöp [ˈsɛmmɛlvɛjs ˈiɡnaːts ˈfyløp]؛ زوکړه د ۱۸۱۸ کال د جولای ۱ – مړینه د ۱۸۶۵ د اګست ۱۳مه) یو الماني الاصله هنګری ډاکتر او ساینس پوه و، چې د ضد عفوني کولو د پروسیجر لومړنی مخکښ و او د «میندو د ژغورونکي» په توګه تشرېح شوی و. تر زېږون وروسته انتان/عفونت چې تر زېږون وروسته تبې یا د ماشوم تبې په نوم یادیږي او تر زېږون وروسته د تناسلي سیستم له لارې بدن ته دننه شوی هر ډول باکتریايي انتان په کې شاملیږي دا په ۱۹مه پېړۍ کې خورا عام او ډېر وژونکی انتان و. زېملوایس دا کشف کړه که چېرې په ښځینه کلینیکونو او زېږنتونونو کې د روغتیايي کارکوونکو د لاسونو ضدعفوني کول لازمي چاره شي نو کولی شو د انتان کچه په شدید ډول راټيټه کړو. هغه په ۱۸۴۷ کال کې د ویانا د عمومي روغتون په لومړي زېږوني کلینیک کې چې هلته د قابله ګانو د څانګې په پرتله د ډاکترانو په څانګه کې د مړینې کچه درې برابره وه د چونه لرونکي کلورني محلول په‌واسطه د لاسونو مینځلو وړاندیز وکړ. د میندو د مړینې کچه له ۱۸ سلنه څخه ۲ سلنه ته راټيټه شوه او هغه په ۱۸۶۱ کال کې «د ماشوم د بستري تبې علت، مفهوم اومخنیوي» په نوم د خپلو موندنو کتاب خپور کړ.  [۱][۲]

د زېملوایس مشاهدې د هغه له خپلو څېړنو سره سره د هغه مهال له معتبرو علمي او طبي څېړنو سره په ټکر کې وې او د هغه نظریې د طبي ټولنې له‌خوا رد شوې. هغه د لاسونو د مینځلو له امله د مړینې کچې د ټيټوالي اړوند د خپلو موندنو لپاره هېڅ ډول نظري تشرېح وړاندې نه شوی کړی او ځینې ډاکتران له دغې وړاندیز څخه چې دوی باید خپل لاسونه ومینځي ناراضه شول او هغه یې مسخره کړ. په زیاتېدونکې توګه او په زغرده خبرې کوونکی زېملوایس ظاهراً په ۱۸۶۵ کال کې له یوې عصبي حملې سره مخ شو او د خپلو همکارانو له‌خوا ورته په یوه رواني روغتون کې پناه ورکړل شوه. په رواني روغتون کې د ساتونکو له وهلو ټکولو سره مخ شو. هغه ۱۴ ورځې وروسته په‌خپل ښې لاس کې د یو ګانګریني/ناسور ټپ له امله چې په احتمالي توګه د وهلو ټکولو له امله رامنځته شوی وو، ومړ.  

کلونه وروسته د هغه د موندنو هرکلی وشو، کله چې لويي پاستور د میکروبونو نظریه تایید کړه او د زېملوایس مشاهداتو ته يې تيوري تشرېح ورکړه او جوزوف لیسټر چې د پاستور د څېړنو پر اساس عمل کاوه د حفظ الصحوي طریقو له کارولو سره ستره بریا ترلاسه کړه.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ايګناز زېملوایس د ۱۸۱۸ د جولای په لومړۍ نېټه د اتریش سترواکۍ د هنګري پاچاهي د بودا په تابان سیمه کې نړۍ ته راغی. هغه د خوراکي توکو د پلورنځي لرونکې کورنۍ جوزوف زېملوایس او ترېز مولر له لسو بچیانو څخه پنځم و. [۳]

اجداد یې الماني و، د هغه پلار یو قومي المانی (hienc,، چې ريښه يې له Heanzenland  څخه ده [de] یوه الماني اصطلاح چې د تاریخي لویدیځې هنګري لپاره کارول کېږي) د هنګري پاچاهۍ (چې اوس مهال د اتریش د ایزنشتات په نوم یادیږي) په کېسمارتون کې زېږېدلی او مور یې د بودا سیمې یوه قومي المانۍ وه. هغه په ۱۸۰۶ کال کې د بودا تابیعت ترلاسه کړ او په هم‌هغه کال یې د عمومي مصرفي توکو او درملو د پلورلو لپاره یوه عمده سوداګري پرانیسته. دغه شرکت یې Zum weißen Elefanten (په سپین فیل کې) ونوماوه چې د ماینډل هاوس (چې اوس مهال د زېملوایس د تاریخي موزیم په نوم یادیږي او د بوداپست د اپروډ په ۱-۳ سړک کې موقعیت لري) په سیمه کې پرانیستل شو. هغه په ۱۸۱۰ کال کې یو شتمن سړی و چې د کوچ جوړوونکي فولوپ مولر له لور ترز مولر سره یې واده وکړ. [۴][۵][۶]

اېګناز د ۱۸۳۷ کال په مني کې د وین پوهنتون د حقوقو په څانګه کې زده‌کړې پیل کړې، خو په ورپسې کال یې د نامشخصو لاملونو له امله طب ته مخه کړه. هغه په ۱۸۴۴ کال کې د معالج ډاکتر په توګه خپل سند ترلاسه کړ. زېملوایس د داخلې څانګې په یوه کلینیک کې د وخت په ترلاسه کولو کې تر ناکامۍ وروسته پرېکړه وکړه چې په زېږوني/نسايي برخه کې خپل تخصص وکړي. کارل وون روکیتانسکي، جوزف شکوډا او فردیناند وون هېبرا د هغه په ښوونکو کې شامل وو. [۷]

د ماشوم د تبې له امله د مړینې پر قضیو کار[سمول]

د ویانا په عمومي روغتون کې موقف[سمول]

زېملوایس د ۱۸۴۶ کال د جولای په لومړۍ نېټه د ویانا د عمومي روغتون په لومړني زېږنتوني کلینیک کې د پروفیسور یوهان کلاین دمعاون په توګه منصوب شو. دا هغه موقف و چې اوس مهال د متحده ایالاتو په یو روغتون کې «د ځايي ریئس» له موقف سره د پرتلې وړ دی. د هغه دنده هر سهار د پروفیسور د دورو لپاره د ناروغانو تیارول، پر ستونزمنو زېږونونو څار، زيږوني/ولادي زده‌کړیالانو ته روزنه ورکول او د ثبت د کتاب «کاتب» وو. [۸][۹]

په ټوله اروپا کې د نامشروع ماشومانو د ماشوم‌وژنې د ستونزو د حل لپاره زیږوني موسسې رامنځته شوې. هغوی د وړیا موسساتو په توګه کار پیل کړ او هغوی ته وړاندیز وشو چې د ماشومانو پالنه وکړي، چې یادې موسسې يې د فاحشو په ګډون د محرومو ښځو لپاره راښکونکې کولې. چې د دغو وړیا خدماتو په بدل کې به دا ښځې د ډاکترانو او قابلو د روزنې لپاره کارېدلې.

د ویانا په روغتون کې دوه زېږنتوني کلینیکونه وو. په لومړني روغتون کې تر زېږون وروسته تبې له امله د میندو د مړینې منځنۍ کچه ۱۰ سلنه وه. په دویم کلینک کې دا کچه د پام وړ ټيټه وه، چې په منځنۍ کچه له ۴ سلنه څخه لږ وه. دا حقیقت له روغتون څخه خارج پېژندل شوی و. دغو دواړو کلینیکونو په متناوبو ورځو کې ناروغان منل، خو ښځو به د لومړني کلینیک د ناوړه شهرت له امله زارۍ کولې چې په دویم کلینیک کې بستر شي. زېملوایس هغه ناهیلې ښځې تشرېح کړې چې په ګونډو به شوې او زارۍ به یې کولې چې په لومړي کلینیک کې بستر نه شي. ځینو ښځو به ان دا غوره بلله چې پر سړک زېږون وکړي او داسې به یې څرګندوله چې روغتون ته پر لار یې ناڅاپي زېږون کړی (هغه چاره چې د سړک پر سر زېږون په نوم پېژندل کېده)، دا په دې معنا و چې په روغتون کې د نه بستر کېدلو سره سره د ماشوم‌پالنې له ګټو څخه برخه‌منې وې. زېملوایس په دې حیران و چې تر زېږون وروسته تبه د هغو ښځو تر منځ بیخي لږ ده چې پر سړک زېږون کوي. «زما له نظره، دا منطقي بریښي چې پر سړک زېږوونکې ناروغانې لږ تر لږه باید د هغو کسانو په اندازه ناروغې شي چې په کلینیک کې يې زېږون کړی. [...] دا څه دي چې له کلینیک څخه بهر زېږوونکې ناروغانې له دغو ناپېژندل شویو مخربو اغېزو څخه خوندي کوي؟» [۱۰][۱۱][۱۲]

د ماشوم د تبې له امله د مړینې د ارقامو تجزیه[سمول]

زېملوایس په شدید ډول اندېښمن و چې تر زېږون وروسته تبې له امله په لومړي کلینیک کې د دویم په پرتله د مړینې کچه لوړه وه «دې زه دومره بدمرغه کړم چې ژوند راته بې‌ارزښته ښکاري». دغه دواړو کلینیکونو له ورته تخنیکونو څخه کار اخیست او زېملوایس ټول احتمالي توپيرونه له منځه یوړل. هغه له حد څخه زیات بيروبار د یو لامل په توګه رد کړ ځکه په دویم کلینیک کې بيروبار تل زیات و خو بیا هم د مړینې کچه په کې تيټه وه. هغه د اقلیم موضوع هم له‌‌منځه یوړه ځکه دغه دواړه کلینیکونه له جغرافیايي پلوه یو بل ته نږدې وو. هغه همدرانګه د میندو د زېږون موقعیت ته بدلون ورکړ او په کلینیک کې يې د وروستیو مراسمو د ترسره کولو لپاره یو کشیش وړاندیز کړ چې د ښځو تر منځ د ویرې خپریدو او په پایله کې په هغوی کې تر زېږون وروسته تبې لامل شو. [۱۳][۱۴]

یواځينی عام توپير په هغو افرادو کې و چې هلته یې کار کاوه. لومړني کلینیک د طب پوهنځي د زده‌کړیالانو لپاره ښوونیز خدمات وړاندې کول، حال دا چې دویم کلینیک په ۱۸۴۱ کال کې یواځې د قابلو د روزنې لپاره وټاکل شو.

سرچينې[سمول]

  1. Hanninen، Farago او Monos 1983.
  2. Semmelweis Society International.
  3. Péter 2012، م. 7.
  4. Baum 2018، م. 11.
  5. Semmelweis Orvostörténeti Múzeum.
  6. Antall او Szebellédy 1973.
  7. Semmelweis 1983، م. 16.
  8. Benedek 1983، م. 72.
  9. Carter او Carter 2005، م. 56.
  10. Semmelweis 1983، م. 81.
  11. Semmelweis 1983، م. 70.
  12. Semmelweis 1983، م. 69.
  13. Semmelweis 1983، م. 46.
  14. Semmelweis 1983، م. 86.