اېمیلي دو شاتله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګبریل اېمیلي لو تونیلیر دو براتوي، مارکیز دو شاتله (په انګلیسي: Gabrielle Émilie Le Tonnelier de Breteuil, Marquise du Châtelet؛ پیدایښت: ۱۷-ډسمبر-۱۷۰۶، مړینه: ۱۰-سپټمبر-۱۷۴۹) د ۱۷۳۰ز لسیزې له لومړیو څخه تر ۱۷۴۹ز کاله، د ولادي اختلاطاتو له‌امله مړینې پورې په طبیعي فلسفه او ریاضي کې د فرانسې وتلې څېره وه.

د اېمیلي تر ټولو ستره لاس‌ته راوړنه د اسحاق نیوټن کتاب «Philosophiæ Naturalis Principia Mathematica» (د طبیعي فلسفې ریاضیکي اصول) (۱۶۸۷) ژباړه او تفسیر ؤ؛ نیوټن په خپل دغه اثر کې د فزیک بسنټیز قوانین تشرېح کړي دي. دغه ژباړه، چې په ۱۷۵۶ز کال کې د اېمیلي له مړینې وروسته خپره شوه، لا تراوسه د نوموړي اثر معیاري فرانسوي ژباړه ګڼل کېږي.

د اېمیلي د تفسیر په مرسته کلاسیک (نیوټني) میخانیک لا پیاوړی شو او د مجموعي انرژي د تحفظ قانون لپاره یې یوه اضافي فرضیه وړاندې کړه چې حرکي انرژي د هغه یوه مولفه ده. په‌دې سره هغې د انرژي مفهوم لا د پوهېدو وړ وګرځوه او له کمیتي پلوه یې د یوه جسم له کتلې او سرعت سره د انرژي اړیکې وموندلې.

د هغې ستر فلسفي اثر، Institutions de Physique (یا د فزیک اساسات؛ پاریس، ۱۷۴۰، لومړی اېډېټ)، چې په پراخه توګه خپور شو، تاوده او لانجمن بحثونه راوپارول او له لومړي چاپ وروسته د دوو کلونو په لړ کې بیاځلي خپور او څوګونو نورو ژبو ته وژباړل شو.

هغې د vis viva (حیاتي قوه) په مشهور بحث کې ګډون او د یوه جسم د قوې اندازه کولو تر ټولو ښې طریقې او د انرژي د تحفظ اصولو په هکله یې د تفکر تر ټولو غورو مېتودونو په هکله بحث وکړ. له مړینې وروسته، د هغې نظریې په درناوي سره د فرانسې روڼ‌اندي پېر تر ټولو مشهور کتاب، د دني دیدرو او ژان لو روند دالامبر «Encyclopédie» (پوهنغونډ) کې بیان شوې؛ دغه اثر د دو شاتلې له مړینې لږ څه وروسته د لومړي ځل لپاره خپور شو.

له مړینې وروسته یې د دوو پېړیو په ترڅ کې، د ژوندانه او آثارو په هکله یې څوګوني ژوندلیکونه، کتابونه او تمثیلي ټوټې لیکل شوې دي. د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې د اېمیلي ژوند او نظریې بیا د پام‌وړ ګرځېدلې دي.

په فلسفې کې ونډه[سمول]

د برنارد ماندوېل او اسحاق نیوټن په څېر لیکوالانو د آثارو د ژباړې ترڅنګ، دو شاتلې یوشمېر ارزښتمنې فلسفي مقالې، رسالې او کتابونه ولیکل چې په خپل وخت کې یې ساری نه‌درلود.

د ځوانۍ په کلونو کې له ولټېر سره د همکارۍ او مینې اړیکې یې ټولو ته څرګنده وې، له همدې امله د راتلونکو نسلونو لپاره دو شاتله د روښاندي ملګري د همکارې او معشوقې په توګه پېژندل کېږي. د هغې سترو لاس‌ته راوړنو او ځیرکتیا سره، سره، کارونه او فعالیت یې له ولټېر وروسته یادېږي او په پایله کې، ان اوس‌مهال هم نوم یې یوازې د فرانسې روښاندي په لومړني پېر کې د ولټېر د ژوندانه او آثارو په چوکاټ کې ذکر کېږي. هغه په خپل وار سره پیاوړې او بارسوخه فیلسفونه وه او د آثارو د ارمانونو لمن یې د فردي پیاوړتیا له هیلو څخه د ټولنیز قرارداد موضوعاتو ته وغځېدله.

سره له‌دې، په دې وروستیو مسلکي فیلسوفانو او مورخانو د دو شاتلې شخصیت په بل ډول وړاندې کوي. تاریخي شواهد ښیي چې د هغې آثارو د ۱۷۳۰ او ۱۷۴۰ز لسیزو پر فلسفي او علمي بحثونو باندې د پام‌وړ اغېزه ښندلې ده ــ په واقعیت کې، هغې د خپل وخت سترو متفکرانو په منځ کې مشهوره او درناوۍوړ وه. فرانچسکو الګاروتي د «Il Newtonianismo per le dame» (د مېرمنو لپاره نیوټني فلسفي مکتب) ډیالوګ د هغو بحثونو پر بنسټ چې د دو شاتلې او ولټېر ترمنځ په سیرې کې ترسره شوي وو، ترتیب کړ.[۱][۲]

دو شاتلې د کلکولس (مشتق او انټیګرال) بنسټګرو «دوه‌یم یوهان برنولي» او «لیونارد اویلر» په څېر مشهورو ریاضي‌پوهانو سره مکاتبه لرله. همدا راز، هغې د برنولي مخښکو شاګردانو پیر لویي موریو دو موپرتوي او الکسي کلود کلېرو څخه زده‌کړې کړې وې. د پروشیا لوی فرېدریش، چې په برلین کې یې د علومو اکاډمۍ بیا تاسیس کړه، د هغې ډېره ستاینه کوله او څو، څو ځلي له هغې او ولټېر سره مکاتبه کړې ده. هغه د کریستین وُلف آثارو په لېږلو سره، دو شاتله د لایبنېتس له فلسفې سره اشنا کړه او دو شاتلې په بدل کې، د خپل اثر «د فزیک اساسات» یو ټوک ورولېږه.

د هغې آثار په پاریس، لندن او امستردام کې څو، څو ځلي خپاره شول؛ آلماني او ایټالیایي ژبو ته وژباړل شول او همدا راز د هغه مهال په مشهورو علمي ژورنالونو، لکه: Memoires des Trévoux، Journal des Sçavans، Göttingische Zeitungen von gelehrten Sachen او داسې نورو کې ورباندې بحثونه وشول. تر ټولو په‌زړه‌پورې دا وه چې د هغې ګڼ‌شمېر نظریې د دیدرو او دالامبر د «Encyclopédie» (پوهنغونډ) په بېلابېلو برخو کې وړاندې شوې وې او د دغه پوهنغونډ ځینې مقالې په مستقیم ډول د هغې له آثارو څخه اقتباس شوې دي (دا د اوسنۍ علمي څېړنې یوه فعاله برخه ده ــ د وروستیو څېړنو پایلې د دوک پوهنتون په څېړنیز نوښت «Project Vox» کې د موندلو وړ دي).

ژوندلیک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

اېمیلي دو شاتله د ۱۷۰۶ کال د ډسمبر پر ۱۷مه په پاریس کې زېږېدلې وه، او د خپلې کورنۍ په شپږو ماشومانو کې یوازېنۍ انجلۍ وه. درې وروڼه یې تر ځوانۍ پورې ژوندي پاتې شول: رِنِه الکساندر (پیدایښت: ۱۶۹۸ز)، چارلس اګوسټ (پیدایښت: ۱۷۰۱ز) او الیزابېت تیودور (پیدایښت: ۱۷۱۰ز). مشر ورور یې «رِنِه الکساندر» په ۱۷۲۰ز کال کې او بل ورور یې «چارلس اګوسټ» په ۱۷۳۱ز کال کې مړ شو. سره له‌دې، کشري ورور یې «الیزابېت تیودور» تر زړښته ژوند وکړ، راهب او وروسته اسقف شو. دوه نور وروڼه یې په ډېر لږ عمر کې مړ شول. دو شاتلې د «میشل» په نامه له پلاره یوه میرنۍ خور هم درلوده، چې مور یې انې بلینزاني نومېدله؛ بلینزاني یوه ځیرکه مېرمنه وه او له ستورپوهنې سره خورا مینه درلوده او د پاریس له یوه لوړپوړي چارواکي سره یې واده کړی ؤ.[۳][۴]

پلار یې، لویس نیکولاس لو تونیلیر دو براتوي، د یوې ټیټې ډلې اشرافیانو له جملې څخه ؤ. د دو شاتلې د پیدایښت پر مهال، پلار یې د پاچا څوارلسم لویس اداري منشي ؤ او د سفیرانو د معرفي کولو دنده یې هم درلوده. په پنجشنبو کې به یې اوونیزه ادبي غونډه نیوله او قدرمنو لیکوالان او ساینس‌پوهانو ته به یې بلنه ورکوله. مور یې ګبریل انې دو فرولي، بارون دو براتوي وه. [۵]

لومړنۍ زده‌کړۍ[سمول]

د دو شاتلې زده‌کړې له ډېرو اټکلونو او ګومانونو سره مل دي، خو هېڅ څه په څرګنده توګه معلوم نه‌دي.[۶]

د فرانسې د علومو اکاډمۍ دایمي مرستیال «فونتَنېل» د هغو له اشنایانو څخه ؤ. د دو شاتلې پلار «لویس نیکولاس» ته د هغې ځیرکتیا په لومړی کې معلومه شوه او هغې ته یې زمینه برابره کړه ترڅو په ۱۰ کلنۍ کې له فونتَنېل سره وویني او ورسره د ستورپوهنې (استرونومي) په هکله وغږېږي. د دو شاتلې مور «ګبریل انې دو فرولي په یوې صومعه کې لویه شوې وه، چې هغه مهال د فرانسوي انجونو او مېرمنو لپاره د زده‌کړو غوره موسسه وه. د ځینو سرچینو په باور، مور یې د خپلې لور ځیرکتیا نه‌تاییدوله او یا پلار یې اېمیلي فکري پلټنو په برخه کې نه‌هڅوله؛ خو د ځینو نورو سرچینو له‌مخې، مور یې نه‌یوازې د دو شاتلې لومړنۍ زده‌کړې تاییدوي، بلکې هغه هڅوي ترڅو بیان شوي واقعیتونه په کلکه تر پوښتنې لاندې راولي.[۷][۸]

په هر حال، دغسې هڅونه د هغه مهال وضعیت ته په کتو سره، د مور او پلار لپاره غیرعادي برېښي. په کوچنیوالي کې پلار یې د تورې‌وهنې او آس‌سپرېدنې په څېر د فزیکي فعالیتونو زمینه ورته برابره کړه او کله چې لږ څه لویه شوه، د هغې لپاره یې کورني ښوونکي راوستل. په پایله کې، دو شاتله په دولس کلنۍ کې په لاتین، ایټالیایي، یوناني او آلماني ژبو په روانه غږېدلای شوه؛ وروسته یې ځینې تمثیلي ټوټې له لاتین او یوناني ژبو څخه فرانسوي ته وژباړلې او خپرې کړې. هغې په ریاضیاتو، ادبیاتو او ساینس کې زده‌کړې وکړې.[۹]

همدا راز، دو شاتلې له نڅا سره مینه درلوده، هارپسیکورډ یې غږولای شو، اوپېراوې یې ویلې او یوه آماتوره هنرمنده وه. په پېغلتوب کې یې د کتابونو رانیولو لپاره پیسې نه‌درلودې، نو په قمار کې یې د خپلو ریاضیکي مهارتونو په کارونې سره ښې پیسې ګتلې.[۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Grosholz, Emily (2013). Arianrhod, Robyn (المحرر). "Review of Candles in the Dark: Émilie du Châtelet and Mary Somerville". The Hudson Review. 65 (4): 669–676. ISSN 0018-702X. JSTOR 43489293. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. La vie privée du roi de Prusse von Voltaire, p. 3
  3. Zinsser, pp. 19, 21, 22.
  4. Zinsser, pp. 16–17; for a quite different account, see Bodanis, pp. 131–134.
  5. Detlefsen, Karen (1 January 2014). Zalta, Edward N. (المحرر). Émilie du Châtelet (الطبعة Summer 2014). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Zinsser.
  7. Bodanis.
  8. Zinsser (2006: 26–29)
  9. Bodanis.
  10. Bodanis.