ایران اسراییل اقتصادي راکړه ورکړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دایران او اسرائیلو ترمنځ اقتصادي او سوداگریزې اړیکې رسوا شوې له ۱۹۷۹ ز راهسې په ایران کې اخوندي نظام چیغې وهي، چې له اسرائیلو سره هیڅ ډول اړیکې نه لري، خو دهرې ورځې په تیریدو د دواړو هېوادو ترمنځ نږدېوالې رسوا کیږي، عجیبه خو داده، چې له دیرشو کلونو راهسې امریکا او اسرائیل ایران گواښي، خو بیا گوزار یې پر عربانو او سنیانو وي، پر لامل به یې پوهیږئ؟ یدعوت احرنوت ورځپاڼه لیکي: په ایران کې اسرائیلو له ۳۰ ملیارده ډالرو زیاته پانگونه کړې ده، ۲۰۰ اسرائیلي شرکتونه له ایران سره سوداگریزې اړیکې لري، ډیرو یې دتیلو په برخه کې پانگونه کړې ده. په اسرائیلو کې دایراني یهودیانو شمېر له ۲۰۰۰۰۰ اوړي دوی ټول په ایران کې له خپل مذهبي مشریدیدیا شووت څخه اطاعت کوي او نوموړی بیا له ایراني چارواکو سره نږدې اړیکې لري. دا یهودبیا په سوداگرۍ، سیاست ، ټیکه دارۍ او داسرائیلو په پوځ کې له پراخه نفوذ څخه برخمن دي. په تهران کې دیهودو ۲۰۰ عبادتځایونه دي، خو سنیان، چې شمېر یې یو نیم ملیون څخه ډېر دی په پلازمېنه تهران کې دیوه مسجد اجازه نه لري، دایران او یهودي مذهبي مشرانو ترمنځ داړیکو مسوول ایرانی یهودي ملا اوریل ویدا دی. دکاناډا، انگلستان او فرانسې دیهودو له منځه ۱۷۰۰۰ یې ایراني یهودیان دي، چې د تیلو ستر شرکتونه لري او ډیری یې دانگلستان په مشرانو جرگه کې هم غړیتوب لري ایران له خپلو یهودیانو څخه په بهرنۍ ډیبلوماسۍ کې گټه پورته کوي، همدا ایراني یهودیان دي، چې په امریکا کې پر یهودي لابیگرانو فشار راوړي او پر ایران دامریکا دفشار مخه نیسي. په امریکاکې ۱۲۰۰۰ ایراني یهودان شتون لري، چې ډیری یې په کانگرس او مشرانو جرگه کې غړیتوب لري او له یهودي لابیگرانو سره ټینگې اړیکې لري . ایراني یهودان په اسرائیلو کې رادیو گانې لري، چې مشهوره یې رادیس نومیږي،ځینې خو یې دایران پر لگښت خپرونې هم کوي. په ایران کې ۳۰۰۰۰یهودان اوسیږي، ایران یوازینی هېواد دی، چې له اسرائیلو بهر د دومره یهود په کې ژوند کوي، دا ایراني یهودان په اسرئیلو کې له خپلوانو سره اړیکې پالي ، تگ وراتگ سره کوي. په اسرائیلو کې ډیری یهودي مذهبي مشران دایران داصفهان دي، چې په دیني او نظامي موسسو کې پراخه نفوذ او واک لري، له ایران سره د اصفهان عبادتځای له لارې اړیکې نیسي. داسرائیلو دفاع وزیر شاوول موفاز داصفهان یهود دی ، نوموړی داسرائیلو په پوځ کې لومړنی کس دی، چې پر ایران له برید سره مخالفت کوي. داسرائیلو ولسمشر موشیه کاتساف داصفهان یهود دی ، له احمدي نژاد، خامنئي او دسپاه پاسدارانو له یو شمېر مشرانو سره ټینگې اړیکې لري، نوموړی دایران یهود دی. دنړۍ ټول یهودان په کال کې یو ځل ایران ته ځي او هلته دیوسف علیه السلام دورور بنیامن له مزار څخه لیدنه کوي، اسرائیلیان دومره له بیت المقدس سره مېنه نه لري لکه څومره ، چې له ایران سره لري. یهودان د فلسطین په پرتله دایران ډیر درناوی کوي دا ځکه، چې د لومړي یزدگرد پاچا دیهودۍ مېرمنې شوشندخت دولت او ټاټوبې دی. دا هم دیادونې ده، چې داسرائیلو دپوځ درېیمه برخه له ایراني یهودانو څخه جوړه شوې ده.