ايونس نيوټن فوټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ايونس نيوټن فوټ (17 جولای 1819- 30 سپتمبر 1888) يوه امريکايۍ ساينسپوهه، مخترعه او د ښځو د حقوقو مبارزه وه. نوموړې لومړۍ هغه ساينسپوهه وه، څوک چې دې پايلې ته رسېدلې وه چې د لمر وړانګو ته په لوڅېدو سره ځينې ځانګړي ګازونه ګرمېږي، او دا چې د کاربن ډای اکسايډ (CO2) د کچو لوړول اتموسفيري تودوخې ته بدلون ورکولای او په اقليم اغېز کولای شي، دا هغه ښکارنده وه چې اوس د شنې خونې د اغېز په توګه پېژندل کېږي. نوموړې په کنيکټيکټ کې زېږېدلې وه، او په نيويارک کې د خپل وخت د ټولنيزو او سياسي خوځښتونو په منځ کې راستره شوې وه، لکه د مريتوب له منځه وړل، د شرابو ضد فعاليت، او د ښځو حقوق. نوموړې پرخه ساينسي عملي او تطبيقي زده کړې په تر لاسه کولو سره له اولس څخه تر شل کلنۍ پورې د «ټرای فيمیل سيمينري» او «رينسلر سکول» کې زده کړه وکړه.

په 1841ز کال کې له څارنوال اليشا فوټ سره له واده کولو وروسته، فوټ د نيويارک په سينيکا فالس کې مېشته شوه. نوموړې د 1848ز کال د «Declaratoin of Sentiments» (اعلامیه احساسات) يوه لاسليک کونکې او د سينيکا فالس کنوانسيون د بهير له مشرانو یوه وه ، کومه غونډه کې چې يوازې د ښځو په حقوقو تمرکز وشو. په 1856ز کال کې، نوموړې د CO2  او اوبو د بخاراتو په مټ د تودوخې د جذب کولو د ښکاره کولو او چاپېريال کې د CO2  د بدلېدونکي مقدار په اقليم کې ردوبدل کولو لپاره د پام وړ مقاله خپره کړه. په ساينسي جريده کې، د فيزیک په څانګه کې د يوې امريکايۍ ښځې دا لومړۍ مشهوره خپرونه وه. په 1857ز کال کې، نوموړې په اتموسفيري ګازونو کې د جامدې برېښنا په اړه دويمه لیکنه خپره کړه. سره له دې چې هغه د ساينس د پرمختګ لپاره د امريکايي ټولنې غړې نه وه، بيا هم د هغې دواړه ليکنې د دې خوځښت په کلنيو کنفرانسونو کې ولوستل شوې – دا د فيزیک په څانګه کې يوازېنۍ مقالې وې، چې تر 1889ز کال پورې د کومې امريکايۍ مېرمنې له خوا ليکل شوې وې. نوموړې ګڼ اختراعات هم په خپل نوم ثبت کړي دي.   

فوټ په 1888ز کال کې وفات شوه، او په شلمه پېړۍ کې د ښځينه عالمانو له خوا د بيا موندل کېدو څخه مخکې، نږدې تر سلو کلونو پورې د هغې همکارۍ نامعلومې وې. په يوويشتمه پېړۍ کې، هغه مهال د فوټ په اړه نوې لېوالتيا پيدا شوه، کله چې احساس شوه چې د هغې اثارو د «جان ټنډال» له خوا د شويو ايجاداتو وړاندوينه کړې وه، څوک چې د ساينسپوهانو له خوا د هغه لومړي شخص په توګه پېژندل شوی دی، چا چې په تجربوي ډول د شنو خونو د اغېز طريقه ښودلې وه، په کومه کې چې د انفراريډ (له سره رنګ ورهاخوا) وړانګې اچول شامل و.د نويو ساينسپوهانو له خوا د هغې د کارونو تفصيلي ازموينو تاييد کړې ده چې د «ټينډل» له خوا په 1859ز کال کې د خپلې مقالې له خپرولو درې کاله مخکې، فوټ کشف کړې وه چې د اوبو بخار او CO2 د لمر له رڼا څخه ګرمي جذب کوي. سربېره پر دې، د نوموړې دا باور، چې په اتموسفيري کچو کې د اوبو بخار او CO2 بدلونونه د اقلیم د بدلون لامل ګرځېدای شي، د ټنډل د 1861ز کال له خپرونې پنځه کاله مخکې و. د نوموړې د تجربوي طرحې د حدودو له امله، او په ممکنه ډول د انفراريډ وړانګو په اړوند د پوهې د کمښت پر بنسټ، فوټ د «ترمل انفراريډ» د اندازې په  داخل کې د وړانګيزې انرژۍ جذب او وتلو په اړه يا معاينې ونه کړې، يا يې ونه موندلې، کوم چې د شنې خونې د اغېز لامل دی. په 2022ز کال کې، امريکايي جيوفيزيکي اتحاديې د دې په زړه پورې ساينسي څېړنې د منلو لپاره د هغې په وياړ د ځمکې-ژوند ساينس لپاره د «ايونس نيوټن فوټ» مډال چمتو کړ.

ماشومتوب او زده کړه[سمول]

ايونس نيوټن د 1819ز کال د جولای د مياشتې په اولسمه نېټه، د کنکټيکټ په ګوشين کې د ترزا او ايزک نيوټن جونير په کور کې زېږېدلې وه. تر 1820ز کال پورې، دا کورنۍ د نيويارک اونټاريو ولسوالۍ کې مېشته شوې وه. د هغې پلار په ختيځ بلوم فيلډ کې يو کروندګر او سوداګر و، شتمنۍ يې راټولوله او په لويو خطرونو کې ېې بايلله. ايزک د ساينسپوه ايزک نيوټن لرې خپلوان و. ايونس شپږ ورونه خوندې درلودې، داسې حال کې چې مشره خور يې په دوه کلنۍ کې مړه شوې وه. پلار يې په 1835ز کال کې مړ شو، او پنځم اولاد يې چې د امانډا په نوم يوه لور وه، له پور څخه د کورنۍ د ژغورلو او د کورنۍ د کروندې د پلورلو د مخنيوي لپاره د يوازينۍ څښتنې ګرځېدو په موخه ټول مسئوليت په غاړه واخيست. د نيويارک هغه سيمه چېرته چې ايونس ستره شوې، او د خپل ژوند ډېره برخه يې تېره کړې وه، د دې پړاو د ټولنيز فعاليت مرکز و. نوموړې د مريتوب د ختمونکو، د لباس د سمون فعالينو، تصوف، اعتدال د مدافعانو او ښځو د حقوقو مبارزينو سره مخ شوه. [۱][۲] [۳] [۲][۴] [۱] [۵][۶][۷][۴][۸]

نيوټن د ښځو د زده کړې په «ټرای» ښونځي کې زده کړې وکړې، کوم چې د ښځو د چمتوالي يو مخکښ ښوونځی و، او د ښځمنپالې «ويما ويلارډ» له خوا جوړ شوی و. زده کړونکي په نښتي «رينسيلير ښونځي» کې د ساينس تعليمي دورو کې ګډون ته هڅول کېدل، د کومې مشري چې «اموس ايټن» کوله، څوک چې د يو مشر پروفيسر او د ښځو د زده کړې پلوی و. د ايټن په اختراعي طريقو کې د ساينسي تيورۍ درسونه شامل وو، نه یوازې دا چې نوموړې دا هر څه له يادو زده کول، بلکې د هغې د زده کړې په طريقو کې په لابراتوار کې عملي تجربه هم شامله وه. نيوټن د 1836 او 1838ز کلونو تر منځ دې ښوونځيو کې زده کړې وکړې.[۲][۳][۹][۹][۱۰][۹][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د نيوټن د زده کړو پر مهال، د دې ښوونځي مرستياله سرښوونکې د ويلارډ خور « Almira Hart Lincoln Phelps» وه، چا چې د ښوونځي نصاب چمتو کړی او د زده کونکو لپاره يې درسي کتابونه ليکلي وو. زده کونکو اجازه درلوده چې له اونيزو ناستو مخکې د اخلاقي تشو د ارزونې لپاره خپلې نومرې وننګوي. نجونو ته د وړاندې کېدونکي د ښوونځي د عام  نصاب پر ځای، زده کونکو نڅا، تاريخ، ژبې (انګليسي، فرانسوي، ايټالوي، لاتيني)، ادب، رياضيات (عمومي، الجبر، هندسه)، موسيقي، انځورګري، فلسفه، ويناوالي، او ساينس (بوټپوهنه، داخلي ساينس) هم لوست. په Rensselaer ښوونځي کې، نيوټن د څېړنې تر سره کولو څرګوالی او تر څنګ يې د لابراتوار معاينې هم زده کړې. ښوونځي کې نجونو، فلکيات، کيميا، جغرافيه، موسميات، او طبيعي فلسه هم لوستلای شول.[۴][۵][۹][۵][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

واده او کورنی ژوند[سمول]

د 1841ز کال د اګست د مياشتې په دولسمه نېټه، په ختيځ بلوم فيلډ کې، نيوټن له اليشا فوټ جونير (1809-1883) سره واده وکړ، څوک چې يو قانونپوه و. فوټ د نيويارک په جانسټاون کې د ښځو د حقوقو د فعالې الزبت کيډي اسټينټن د پلار قاضي ډينيل کيډي تر څارنې لاندې روزل شوی و. په 1844ز کال کې، د يوې دولتي بولۍ پر مهال، اليشا هغه کور راونيو، چېرته چې سټينټن کورنۍ په 1847ز کال کې ولېږدېده. نوموړي دا کور راتلونکی کال ډينيل کيډي ته په قواله ورکړ، نوموړي په خپل وار سره په 1846ز کال کې دا کور خپلې لور الزبت ته ورکړ. ليکوالې «ارمينا ليونارډ» ايونس د انځورونو د يوې رسامې او منظرو د انځورګرې په توګه تشريح کړې ده، څوک چې د شوقي ساينسپوهې او مخترعې په توګه هم پېژندل کېده. د نوموړې د 1862ز کال د پاسپورټ په عريضه، چارواکو فوټ يوازې د پنځه فوټه او دوه انچه (1057 متره) دنګې، اسماني خړ رنګه سترګو لرنکې، د نسبتاً سترې خولې والا، ګرد مخ، د تښتېدلي رنګ څېرې، او تور رنګه قهوه يي ويښتانو لرونکې په توګه بيان کړې ده.[۲۰][۲۱][۲۰][۲۰][۱۶][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Leonard 1915، م. 719.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Schwartz 2020.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Shapiro 2021.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Herrmann 2019.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Welsh 2018.
  6. Leonard 1915، مم. 719–720.
  7. Brockell 2021.
  8. US census 1820، م. 381.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ Perkowitz 2019.
  10. Ricketts 1895، م. 9.
  11. Edwards 2018.
  12. Troy Female Seminary 1837.
  13. Hilger 2008، م. 282.
  14. Ricketts 1895، مم. 9, 61–62.
  15. Ricketts 1895، مم. 61–62.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Mandel 2018.
  17. American Ladies' Magazine 1835، مم. 703–704, 708.
  18. Encyclopædia Britannica 2017.
  19. American Ladies' Magazine 1835، م. 702.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ ۲۰٫۲ Leonard 1915، م. 720.
  21. Goodwin 1849، م. 159.
  22. Passport application 1862، م. 1243.
  23. Reed 1992، مم. 65–67.
  24. Wilson او Fiske 1887، م. 495.
  25. Yocum 1998، مم. 14–16.
  26. Reed 1992، م. 65.