ايمفيسېما
د ويکيپېډيا لخوا
ايمفيسېما (په انګرېزي: Emphysema) د سږو يو وخيمه (سخت) ناروغي ده چې په دې ناروغۍ کې د هوايي کيسو او الويولايونو دېوالونه تخريب او هوا دهوايي کېسو په منځ کې بنده (حبس) کېږی. دا ناروغي په هغو سېګرټ څښوونکو کې چې دوامداره يې څښولي وي او په اوندن برانشيت باندې اخته وي، ليدل کېږي.
نښې نښانې
د ډیر عمره کسانو چې عمر يې د 50 کالو ډېر وي لیدل کېږی. د ناروغ ټټر لکه د بېلر په شان شکل پيدا کوي په قرع سره وضاحت اورېدل کېږي طبليت هم اورېدل کېږی په اصغاء سره آوازونه ډېر خفيف اورېدل کېږی. د دې ناروغۍ په نورو نښو کې سالنډي، ذفير اوږد وي او ډنګرتوب شامل دي.
درملنه
سېګرټ څښول دې په ټپه ودرول شي. ناروغ دې ځان له دوړو او ګردونو نه وساتي.