ايبوپروفېن
|
|
ګواښنه: دا چې دلته د مالوماتو د خپرولو هڅه شوې، خو ويکيپېډيا په همدې ليکنه کې د درملو او د درملو د کيميايي کړنو او زيانونو اړونده د سمو او بشپړو مالوماتو د خپراوي پازه پر خپل غاړه نه اخلي. |
ايبوپروفېن درمل غیر ستروئیدی دی چه د سپک او متوسط دردونو،پارسوب، د سکلیټی عضلاتو د ګډوډيو د علاج لپاره مصرفېږی. ماشومان چه له يو کال څخه لوی وی د تبی او درد په خلاف له ایبوپروفین نه کار واخلی. دغه درمل په هغو کسانو کښې چه د معدی پیپټیک زخم لری مضاد استطباب دی. که ناروغ ته د معدې او کولمو ستونزې د دې درملو د اخیستلو له سبب پېښې شوی نو باید ایبوپروفین بی له ځنډه ورباندی قطع شی. که ناروغ ته د ایبوپروفین حساسیت موجود دی نو ور کول ئی مضاد استطباب دی.
د درملنې په سر کښې ۴٠٠ ملیګرامونه درې یا څلور وارې په ورځ کښې له خوړو څخه وروسته ور کول کېږی. وروسته بيا کېدلای شی چه د اړتياب پر وخت دغه اندازه تر ٢۴٠٠ میلیګرامونه پورې په ورځ کښې لوړ شی. ماشومانو ته په ورځ کښې ٢٠ میلیګرامه د بدن د هر کیلو وزن په حساب توصیه کېږی. د غټانو لپاره ددی درملو تعقیبیه اندازه په ورځ کښې ١٢٠٠-٦٠٠ میلیګرامه پورې دی. په داروخانې کښې د ٢٠٠ ،۴٠٠ او ٦٠٠ میلیګرامونه ګولیو، شربت /د ماشومولپاره / او شاف هم پیدا کېږی. درمل چه ایبوپروفین او ایفیدرین شامل کوی د ګریپ د علاج لپاره استعمالېږی. افیدرین طبیی ماده ده چه د ټوخو او زکامو د علاج لپاره ور کول کېږی. د دغه درمل په هغو کسانو کښې چه د رړې مرض لری مضاد استطباب دی. حامله ښځو ته اجازه نه ده چه ابوپروفین وخوری.