اوکتای رفعت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لنډه پېژندنه[سمول]

اوکتای رفعت هوروزجو (په استانبولي ترکي کې Oktay Rifat Horozcu) د ترکیې مشهور شاعر او لیکوال دی چې د ۱۹۱۴ میلادي کال په جون میاشت د انکرې په ښارکې زیږېدلی، د اورهان ولي او ملیح جودت جنبش سره ملګری و اود ۱۹۸۸ میلادي کال په اپرېل میاشت کې د ۷۴ کالو په عمر مړ سوی دی. پلار یې صامح رفعت نومیږي، ۱۹۴۱ میلادي کال کې یې خپله لومړنۍ شعري ټولګه خپره کړه. په شاعرۍ کې یې پېچلتیا نه خوښېده او تل یې هم خپله ساده شعرونه لیکل او هم یې نور شاعران چې له ده سره ملګري و دې ته هڅول چې ساده او روان شعرونه ولیکي.

نوموړي په خپله هم د شاعرانو یوه ټولنه جوړه کړی وه چې ډیری شاعران یې غړي وو. ډرامه لیکنه کې یې لوی لاس درلود، اوکتای د ترکیې د معاصرو شاعرانو په ډله کې ځانګړی ځای لري.

د رفعت زده کړې[سمول]

لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې په انکره کې ترسره کړي د احمد احمدي په نوم یې استاد درلود چې دی یې تل شاعرۍ ته هڅوی د ښوونخي فراغت وروسته یې په فرانسه کې سیاسي علوم لوستل پیل کړه، خو د دویمې نړي والې جګړې له کبله یې تحصیلات بشپړ نکړه خپلو هېواد ته راستون سو.

د رفعت آثار[سمول]

۱ـ په ۱۹۴۱م کال کې یې د غریب په نوم لومړۍ شعري ټولګه چاپ کړه.

۲ـ په ۱۹۵۵م کال چې کله هم په استانبول کې وکیل و د بیرغ لرونکي کوڅې په نوم اثر یې خپور کړ.

۳ـ په ۱۹۶۱ م کال یې د پله یې عشق په نوم شعري ټولګه ولیکل

۴ـ د ښځه پنجري کې په نوم رومان

۵ـ د خوسي پوزې په نوم رومان

۶ـ رفعت شا وخوا شل اثره لري ددې تر څنګ یې ډېرې ډرامې هم لیکي دي...

د ترکیې د معاصرو شاعرانو په ډله کې ځانګړي ځای لري دترکیې کره کتونکي یې شعر خیالور بولی او اوس هم د ده شعرونه په ترکیه کې ډير مینه وال لري.

هغه په ترکي شعر کې سنتي او دودیزو خبرو ته شاه کړه او ترکي شعر ته یې نوی رنګ ورکړ.

شعري بېلګې[سمول]

که ټولې تیارې درته درکړم بیا هم

نه سې کولای چې

شپې د تګ مخه ونیسې

ددې چینې رڼې اوبه د شېدو په شان دي

تاسو یې مخه نه سې ډب کولای

زه د لرې نه سیند ته ګورم

یوه مرغۍ الوزي

یوه کښتۍ تیریږي...

اما تاسو یې مخه نه سې نېولای

*** *** *

په ډبرین دیوال مې ستا نوم

په ذغالو ولیکی

او بیا مې

یوه کښتۍ انځور کړه

کبان مې قطار کړه

خو هغې کښتۍ ته له ځانه سره یوړې

راټولونکی[سمول]

محمد نسیم مومند