ان د شاهی کورنۍ شهزادګۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شاهي کورنۍ شهزادګۍ ان ( ان الیزابت الایس لوویس چې د کال ۱۹۵۰ د اګست په ۱۵ زېږېدلې ) د برتانیا د شاهي کورنۍ غړې ده. هغه د ملکې دویمې الیزابت او ایدنبرګ دوک د شهزاده فلیپ دویم ماشوم او یوازينۍ لور او د پاچا دریم چارلس یوازینۍ خور ده. هغه د برتانوی تخت د وراثت د حق په دریم کتار کې وه او اوس په اولسم کتار کې ده او له ۱۹۸۷ څخه را په دې خوا د شاهی کورنۍ شهزادګی ده چې دا لقب د ژوند تر پایه ورسره مل وي. [۱][۲][۳][۴]

د کلارینس په ماڼۍ کې زیږېدلې ان ته د بیېنندن په ښوونځي کې زده کړه ورکړل شوه او بلوغ ته له رسېدو سره سم شاهې دندې په غاړه واخیستې. هغه  د درناوۍ وړ یوه آس ځغلوونکې شوه او د اروبایي آس ځغلولو اتلولیو کې یې په کال ۱۹۷۱ کې د طلا یو مډال او په کال ۱۹۷۵ کې دوه د نقرې مډالونه لاس ته راوړل. په کال ۱۹۷۶ کې، هغه د برتانیا د شاهي کورنۍ څخه لومړنۍ غړې وه چې د المپیک په لوبو کې سیالي وکړي او په کال ۱۹۸۸ هغه د المپیک د نړیوالې کمېټې غړې شوه. [۵][۶][۷]

هغه د شاه په استاذولۍ رسمې دندې او مسؤلیتونه اجرا کوي او څه نا څه د ۳۰۰ سازمانونو ملاتړې او رئیسه ده چې په دې ډله کې د وایز، رایدرز فار هیلت او کېرر ترست سازمانونه شامل دي. په خیریه مؤسساتو کې دهغې د کارونو تمرکز په سپورت، ساینس، معلولیت لرونکو خلکو او په مخ په ودې هېوادونو کې د روغتیا په چارو دی. هغه د ماشومانو د ژغورنې مؤسسې سره د پنځوسو کلونو لپاره همکاري لري او د دې مؤسسې له یو شمېر پروژو یې لیدنه کړې ده. [۸]

ان له کپټان مارک فلیپس سره به کال ۱۹۷۳ کې واده وکړ، هغوی په کال ۱۹۸۹ کې سره جلا او په کال ۱۹۹۲ کې سره طلاق شول، هغوی دوه ماشومان پیتر فلیپس او زارا تیندال او پنځه لمسیان لري. په کال ۱۹۹۲ د هغې د طلاق د میاشتو په ترڅ کې، هغې له قوماندان سر تیموتي لاورنس ( چې وروسته د امیرالبحر مرستیال شو) سره واده وکړ او هغې دې هغه وخت لېدلی و چې ده د ۱۹۸۶ او ۱۹۸۹ کلونو منځ کې د ان د مور د طوېلې د کارکوونکې  په توګه خدمت کاوه.

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې[سمول]

ان د کال ۱۹۵۰ د اګست په ۱۵ له غرمې دمخه په  ۱۱:۵۰ بجو د کلارېنس په ماڼۍ کې دهغې د مورنۍ نیکه پاچا شپږم جورج د سلطنت په وخت کې و زېږېده. هغه د ایدینبرګ د دچس شهزادګۍ الیزابت ( چې وروسته د ملکه دویمې الیزابت په نامه یادېده ) او د ایدنبرګ د دک فليپ دویم ماشوم او یوازينۍ لور ده. د هغې زېږون د هاید په پارک کې د توپ په یوویشت ډزو باندې ابلاغ کړل شو. ان ته د کال ۱۹۵۰ د اکتوبر په ۲۱ د بوکینګهام د ماڼۍ د موسیقۍ په خونه کې د یورک د اسقف سیریل ګاربت له خوا د تعمید غسل ورکړل شو. د هغې د زېږون په مهال، د برتانیا تخت ته د رسېدو په دریم کتار کې وه چې له خپلې مور او مشر ورور چارلس ( چې وروسته پاچا دریم چالرلس شو) څخه وروسته وه. هفه په کال ۱۹۵۲ کې د هغې د نیکه  له مرګ  او دمور له جلوس وروسته  دویم کتار ته وړاندې شوه او اوس هغه په اولسم کتار کې ده.    [۹][۱۰][۱۱]

د کترین پیبلس په نامه یوه مديره توظیف شوه چې له ان او دهغې له ورونو چارلس، اندریو او ادوارد څخه څارنه وکړي. پیبلس د بوکینګهام په ماڼۍ کې د ان د لومړنیو زده کړو مسؤلیت په غاړه درلوده. د هغې ټيټ عمر ته په پام، ان د کال ۱۹۵۳ د جون په میاشت د خپلې مور د تاج ايښودنې په مراسمو کې ګډون و نه کړ. [۱۲][۱۳]

د مخکښو نجونو یو کمپنۍ چې د بوکینګهام په قصر کې لومړنۍ کمپنۍ وه د کال ۱۹۵۹ په مې کۍ بیا ځلې تاسیس شوه تر څو د سپېڅلي تثلیث میوه لرونکې ډودې کڅوړه جوړه کړي او لکه څنګه چې د هغې اوعمې د ماشومتوب په مهال کړي و ان وکولای شي له خپلو همزولو نجونو سره معاشرت وکړي. دا کمپنۍ تر کال ۱۹۶۳ پورې چې ان د شپې ښوونځې کې شامله شوه . [۱۴][۱۵][۱۶]

ان په کال ۱۹۶۳ کې د بېنېندن په ښوونځې کې شامله شوه او په کال ۱۹۶۸ کې له دې ښوونځي څخه په داسې حال کې لاړه چې د جي سي اي د  او د کچې شپږ درجې او د اې د کچې دوه درجې لاس ته راوړې وې. هغه  په کال ۱۹۶۹ کې په اته لس کلنۍ کې د شاهې دندو پر مخ وړلو کې ښکيل شوه.

په کال ۱۹۷۰ کې، ان د لنډ وخت لپاره له اندریړ پارکر بویلس سره چې وروسته یې له کامیلا شاند سره واده وکړ اړیکه درلوده. کمیلې وروسته د ان د مشر ورور دریم چارلس سره واده وکړ او د پاچا ښځه شوه. ان همدارنګه د المپيکې آسو زغلوونکي ریچارد مید سره د لنډ وخت لپاره په اړیکه کې وه. [۱۷][۱۸][۱۹]

آس ځغلونه[سمول]

د کال ۱۹۷۱ په پسرلي کې، ان د روشال د آس ځغلونې په سیالۍ کې  څلورمه شوه او په یوويشت کلنۍ کې ان په خپل کور کې د روزل شوي اس دوبلېت  په واسطه داروپایي آس ځغلونې اتلولي انفرادي لقب وګاټه او په کال ۱۹۷۱ کې د بي بي سي د سپورتي شخصیت په توګه وپېژندل شوه. هغې د آس ځِغلونې په مسابقه کې وړونکې سپاره کړل او د سانداون پارک په رېسکورس کې دآس په واسطه  د سترو  نظامي موانعوڅخه د تېرېدو  او په رویال اسکات کې یې د الماسو لپاره د آس ځغلولو سیالیو کې ګډون وکړ. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د څه د پاسه پنځو کلونو لپاره، ان د برتانیا د آس ځغلونې په ټیم کې سیالۍ وکړې چې په انفرادې او ټیم توګه یې په کال ۱۹۷۵ کې د آس ځغلونې په اتلولۍ کط د نقرې مډال وګاټه. په راتلونکې کال کې، ان د کال ۱۹۷۶ د المپیک په  لوبو کې چې په مونت ریل کې تر سره کېدې د برتانیا د ټیم له لارې د ملکې د آس ګود وېل په سپارلی ګډون وکړ. ان د سپارلۍ په نیمه لار کې سخته ضربه وخوړه خو بیرته سپره شوه او مسابقه یې سرته ورسوله. هغې په هغه مهال کې ویلي و چې هغه د هغې مسابقې پاتې خېزونه په یاد کې نه لري. په دې وخت د برتانیا ټیم اړشو چې د دوو آسونو له ټپي کېدو ځان له سیالۍ څخه بیرته کړي. هغه په کال ۱۹۷۴ کې د بادمینتون دآس ځغلونې په سیالۍ کې څلورمه او د ۱۹۷۹ په سیالۍ کې شپږمه شوه او د ۱۹۷۱ او ۱۹۷۴ کلونو تر منځ یې د آس ځغلونې په سیالیو کې پنځه ځله ګډون کړی دی. په کال ۱۹۸۵ هغې د اېپسوم دربي په نامه د خیریه چارو لپاره د آس ځغلونې په تنظیم شوي سیالۍ کې ګډون وکړ او څلورمه درجه یې خپله کړه.  [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹] 

له کال ۱۹۸۶ څخه تر ۱۹۹۴ پورې د آس ځغلونې د فدراسیون ریاست د ان په غاړه و او د کال ۱۹۸۷ د فبرورۍ په ۵، هغه د شاهې کورنۍ لومړنۍ غړې وه چې په بی بي سی کې(( د سپورت یوه پوښتنه)) په نامه د تلویزیون له لارې په یوه لوبه کې د سیالي کوونکې په توګه را څرګنده شي. دا شهزادګۍ له کال ۱۹۷۱ راهیسې  د معیوبیت لرونکو د ټولنې لپاره د آس سپارلۍ یوه ملاتړې پاتې شوې او په کال ۱۹۸۵ کې د دې ټولنې رئیسه ده چې دا موقف یې اوس هم لاس کې ده.     [۳۰][۳۱][۳۲]

ود ونه او ماشومان[سمول]

له مارک فلیپ سره واده[سمول]

په کال ۱۹۶۸ کې ان،  مارک فلیپ چې د ملکې په سپرو ځواکونو کې یو دویم بریدمن و د آسانو د مینه والو په یوه پارتۍ کې ولید، او دهغوی کوژدنه د کال ۱۹۷۳ د مې په ۲۹ اعلان شوه. د کال ۱۹۷۳ د نومبر په ۱۴ دې جوړې د ویستمینستر په کلیسا کې په داسې حال کې واده وکړ چې دا واده د تلویزیون له لارې وښودل شو او سل میلیونه خلکو یې ننداره کوله. بلاخره هغوی په ګات کومب پارک کې مېشت شول. دا چې د بې لقبه خلکو لپاره د شاهي کورنۍ خلکو سره واده کول عادي و، نو مارک ته د ایرلدام ( دشاهي کورنۍ یو لقب)  لقب وړاندیز شو چې مارک هغه رد کړو نو له همدې امله د هغوی ماشومان بې لقبه وزېږېدل. ان او دهغې مېړه دوه ماشومام درلودل پیتر ( چې په کال ۱۹۷۷ کې وزیږېد) او زارا فلیپس ( چې په ۱۹۸۱ کې زېږېدلې)ږ ان اوفلیپس پبنځه لمسیان لري. د کال ۱۹۸۹ د اګست په ۳۱ ان او فلیپس د جلاتوب لپاره خپله اراده اعلان کړه، دا جوړه په عام محضز کې ندرتا یوځای ليدل کېدل او دواړه په روامنتیکې ډول له نورو خلکو سره په اړيکه کې ول. هغوی د خپلو ماشومانو ساتنه په خپل منځ کې سره ووېشله او په پیل کې یې اعلان وکړ چې هغوی د طلاق لپاره کوم پلان نه لرې خو د کال ۱۹۹۲ د اپرېل په ۱۳، شاهي ماڼۍ اعلان وکړ چې ان د طلاق لپاره دوسیه ډکه کړې چې دا طلاق لس وروسته نهایي شو. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

سرچينې[سمول]

  1. Winsor, Morgan (8 September 2022). "Queen Elizabeth dies at 96: How the British royal line of succession changes". abcnews.go.com. ABC. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Supplement to the London Gazette of Friday, 12th June 1987". London Gazette (50947). 13 June 1987. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 21 November 2002 باندې). Princess Anne's colourful royal career. BBC
  4. Reslen, Eileen (12 August 2018). "Why Princess Charlotte Won't Automatically Inherit the Title of Princess Royal". د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. . Senior European Championship Results. British Eventing Governing Body.
  6. "The Princess Royal and the Olympics". The Royal Family. 29 July 2016. مؤرشف من الأصل في ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Llewely, Abbie (29 September 2020). "Boris Johnson's frank assessment of Princess Anne exposed". Express. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Princess Royal". The Royal Family. 17 September 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. کينډۍ:London Gazette
  10. (په 15 August 1950 باندې). 1950: Princess gives birth to second child. BBC
  11. Winsor, Morgan (8 September 2022). "Queen Elizabeth dies at 96: How the British royal line of succession changes". abcnews.go.com. ABC. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "HRH The Princess Royal> Early Life and Education". Buckingham Palace. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "50 facts about The Queen's Coronation". The Royal Family (په انګلیسي ژبه کي). 2017-06-02. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The Princess Royal". The Royal Family. 2 October 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "HRH The Princess Royal> Early Life and Education". Buckingham Palace. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Royal Support for the Scouting and Guiding Movements". Official Website of the British Monarchy. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. MacKelden, Amy (15 November 2020). "The Crown Doesn't Do Justice to Princess Anne's Real-Life Relationships". Harper's Bazaar. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 19 January 2010 باندې). Princess Anne comforts Andrew Parker Bowles at funeral of his wife Rosemary. Hello!.
  19. (په 11 September 2022 باندې). Camilla, Queen Consort: The duties that come with her new royal title.
  20. (په 14 December 2003 باندې). Bravo for Jonny but Beeb need new act. The Independent.کينډۍ:Cbignore
  21. "Princess Anne's Groundbreaking Equestrian Career". Biography. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Searcey, Ian (22 July 2012). "Olympic archive: equestrian Princess Anne (1972)". Channel 4. مؤرشف من الأصل في ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. . Inside Princess Anne's Lifelong Love Affair with Horses. The Telegraphکينډۍ:Cbignore
  24. (په 5 November 2006 باندې). This day in sport: Princess Anne.
  25. "The Princess Royal and the Olympics". The Royal Family. 29 July 2016. مؤرشف من الأصل في ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 12 July 2019 باندې). A family affair: The royal visit that wound up at the 1976 Olympics.
  27. "Did Princess Anne Really Compete In The Olympics?". Grazia Daily. 16 November 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Princess Anne's Groundbreaking Equestrian Career". Biography. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "HM The Queen (1926-2022)". Badminton. 8 September 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Ciara.Berry (1 April 2016). "The Princess Royal and Riding for the Disabled". The Royal Family (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 5 November 2006 باندې). This day in sport: Princess Anne.
  32. About FEI – History Archived 16 February 2010 at the Wayback Machine., FEI official site; retrieved 21 February 2010.
  33. (په 1 September 1989 باندې). Princess Anne To Separate From Husband.
  34. . Princess Anne's wedding. BBC News.
  35. "Iconic weddings: Princess Anne and Mark Phillips". Hello!. 27 July 2011. مؤرشف من الأصل في ۱۵ مې ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Princess Anne's Marriage – Events of 1973". UPI.com. 1973. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ فبروري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "The Princess Royal". royal.uk. 2 October 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جولای ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 1 September 1989 باندې). Princess Anne To Separate From Husband.
  39. (په 31 August 1989 باندې). But No Divorce Is Planned : Princess Anne, Husband Split.
  40. Kaufman, Joanne; Cooper, Jonathan (24 April 1989). "A Crisis Rocks a Royal Marriage". People. مؤرشف من الأصل في ۰۷ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. (په 31 August 1989 باندې). 1989: Royal couple to separate. BBC
  42. (په 1 September 1989 باندې). Princess Anne and Husband Agree to Separate.
  43. "Princess Anne's Divorce Final". Deseret News. 23 April 1992. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. (په 24 April 1992 باندې). Chronicle.
  45. As female-line descendants of royalty, the children have no title despite being the grandchildren of a monarch. (They are not the only children of a British princess without titles; the children of Princess Alexandra, the Queen's cousin, are also untitled.)