انتراکس

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

دا ناروغۍ د شخوندورو ژويو په تيره بيا دغواگانو يو حا ده او تبه لرونکې ناروغۍ ده چې په ناڅاپي ډول مړينه مينځ ته راوړي کله چې ژوی په دې رنځ با ندې اخته شې نو طبعي سوريو څخه يي سور رنگه افرازات خارجيږي چه زيا تره په هغه سيمو کې چې توده هوا او لوړ روطو بت ولري د اوړي په فصل کې زيات ليدل کېږي دا يوه بکتريايي وژونکې خطرنا که نا روغي ده چې زموږ دهيواد اکثره خلک د دې نا روغي دنوم سره اشنا دي . د دې نارغۍ پواسطه مختلف حيوانا ت لکه : پسونه ، اوزې ، ميښې ، غواگانې ، قچرې او دانسانانو په شمول اخته کيږي

د نا رو غۍ نور مترادف نومونه پدې ډول دي:

  1. لاتين نوم عبارت دي له (Malgnantpnstula)
  2. فرانسوي نوم عبارت دي له (carbon)
  3. جرمني نوم يي عبارت دي له (Milzbrand)
  4. انگلسي نوم يي عبارت دي له (Anthrax)
  5. يوناني کې ورته ذ غال(coal ) وايي .
  6. ACUTE CANTAGIUS SEPTICIMIA
  7. SPLEENICFEVER
  8. wool sorter
  9. پښتانه ورته تورټپ کوچيان يي ټک پارسيان يي سياه زخم او د بدخشان خلک يي سپر زي بولي

د ناروغۍ پېښليک

د تور ټپ نا روغي ډيره اوږده تا ريخچه لري چي لمړي ځل لپا ره د daron لخوا کشف او robertkoeh رابرت کخ ددي نا روغي په باره کې ډېر ي مطا لعي وکړي چي germ theory په نوم سره يا ديږي رابرت کخ وليد ل هغه با کتريا وي چي نا روغي منځ ته راوړي اخته حيوا ن په بدن کې دتکثرقا بليت لري او هم کيدا شي چي نا رو غي هغه حيوا ن دتجري په تو گه دککړو موا دوپواسطه کولاي شي چي نا روغي تجربو ژوی ته انتقا ل کړي او هم د دوهم ځل لپا ره تجربوي حيوا ن څخه دنا روغي تجربه اجرا کيداي شي پا ستور چي دوترنري دطبعي وسا يلو سره علا قه درلو ده نو موړي د ذکر شوي نا روغي عا مل په غيري مسا عدو شرايطو کې کشف کړه پا ستور متو جي شو چي د نا روغ کيد و قد رت يي له لا سه ورکړه ليکن معافيتي قد رت پا تي دي پا ستو ر دټک نا روغي تر مطا لعي لا ندي ونيول او دي نتجي ته ورسيده چي غواگا نو ته د انترکس نا روغي ا کثره ککړوسا حو څخه رامنځ ته کېږي ځکه چي ددي مرض ميکروب تر ډيره مودي پوري کولا ي شي په ځمکه کې با قي پا تي شي حتي تر [100 - ٦٠]پوري د ځمکينو چنجيو پواسطه د هغه با سيل دځمکي سطحي ته انتقا ليږي چي دحيوا ن دتغذيه او څړځاي دککړيدو سبب گرځي د انترکس نا روغي د پيژند ني څخه وروسته يي خپل پروگرام ته پراخوا لي ورکړ ه او دسا ري نا رو غيو دعاملينوپه پيدا کيدو بوخت شو او دايي څرگنده کړه چي مخصوص مايکرو اورگا نيزمونو پواسطه منځ ته را ځي نو له همدي امله اولين نا روغي دعا مل په حيث وپيژندل شو او اولين نا روغي ده چي مقا بل کې واکسين جوړشوي

خپرېدنه

ليکن دا نا رو غي په زيا تره هيوادونوکي وجودلري دخپريدني فيصدي يي دځمکي خاصيت اب هوا او د ده نا روغي سره مبا رزي په اسا س تو پير لري اود دي نا روغي عا مل يو ميکروب دي چي تر کلونو پوري په ځمگه کې ژوند کوي کلونوپوري دنوموړي نا روغي سبب کېږي اودبيلا بيلوهيوادونوپه څړځايونوکي اوپه غرنيزو علا قو کې چه وجودلري چه حسا س ژوي په نوموړي منطقو کې په نا روغي اخته کېږي دا نا روغي په اکثره هيوا دونو دنړي کې په انډيميک ډول ليدل کېږي دا نا رو غي دافغا نستا ن په ډيرو سيموکي په تيره بيا د شرق زون په سيمه کې دمني او پسرلي په موسمونوکي ليدل کېږي چي ټو ل تي لرونکي حيوا نا ت خوپه زياته اندا زه پسونه غواگاني اوزي چي دتي لرونکو 80 فيصده يي غوا گا ني تشکيلوي پدي نا روغي اخته کيږي

د ناروغۍ لاملونه

د تور ټپ د ناروغۍ سبب bacillus anthracis باکټېريا ده چې د مړينې په وخت کې د ژويو په بدن، وينه او د بدن په ټولو ترشحاتو کې شته او کورنۍ يې باسيلاسې bacillaceae او جنس يې په نوعي پورې اړه لري چې اوږدواله يې 10- 3 مايکرون او د ځينو نورو اوږدواله بيا 8 - 4 مايکرون دی او سور يې له 1-1.5 مايکرون پورې دی چې پلنواله يې 4-3 مايکرون پورې رسېږي پدي کورنۍ کې دوه ډوله باکټېرياگانې دي:

  • جېنوس باسېلوس چې آزاد آکسيجن (aerobe) ته اړمنې دي
  • جېنوس کلوسټرېډيوم چې ازاد آکسيجن ته اړمنې نه دي (anaerobic) د باسيلو يې جنس رنځېږنې باکټرياوې دي چې د باسېلوس انتراسېز نومېږي شکل يې لايتنهايي دي او خوځښت نلري سپور او کپسول جوړوي چې سپور په ازاده هوا کې او کپسول په بدن کې منځ ته راځي ددي عامل ميله ډوله rod جوړښت لري خوځنده گرام مثبت په اوږد زنځيځر يا کوچني ميله ډوله وي کله چې آکسيجن سره په تماس کې شي د خپل ځان په شا او خوا کې کپسول جوړوي يو شمير باکټريا وي د سلو ل غشا خا رجي برخه کې بر خه کې يو نا زکه طبقه لري چې ديو مغلق پو لي پيپتا يدي موادوڅخه تشکي شوي وي دا طبٍقه دلوندوالي په صورت کې ضخامت يې 0.2 مايکرون ته رسېږي چې همدغه طبقه دکپسول څخه عبارت ده چې ددي کپسول په نتجه کې اورگا نيزم کولای شي تر ډيرې اوږدي مودي پورې ژوند ي پا تي شي او همدارنگه د سپور د تشکيل کولو لپا ره ښه شرايط د هوا د مو جوديت والي او د تودوخې درجي c40-30 پورې موجود وي د تور ټپ باکټريا د ځان څخه توکسيند اړتيا په وخت کې افرازوي او همدارنگه د سپور په خارجي محيط کې زيات مقاومت لري او باسيلوس انتراسس په اوبو کې څو کاله ژوندي پاتې کېږي همدا علت دی چې د انترکس په واسطه مړه شوي ژوي د اتوپسي اجازه نه ورکول کېږي نو له دې کبله کولای شي د ډېرې مودې لپاره په خاوره کې ژوند کوي د تودوخې په وړاندې مقاومت لري او په او بو کې څو کاله ژوند کوي چې تودوخه 120 سانتيگرېډ ته ورسېږي نو د دوه ساعتونو مقاومت يا تحمل يا ژوندي پاتې کېدای شي او د هضمي سيستم جلد او زخم له لارې بدن ته ورننوځي.

ليدل کېږي په رنځوره غوا کې د کپسول شکل دميکروب کا مل مشخص وي ولي په عا دي محيط کې کپسول نه جوړوي که چيري دا نترکس ميکروب په ازاده هوا کې وکرل شي نو سپور زيا ت توليدوي خو د بدن په داخل کې سپور نه تو ليدوي ځکه چې هلته د آکسيجن نشتوا لی همدا رنگه د تور ټپ ناروغي عامل د c 6 څخه ټيټ او د c 42 څخه پورته سپور نه توليدوي د انتراکس عامل گرام مثبت باکټريا ده او د انلين په ټولو رنگونو يې رنگول په اسانۍ سره کېږي په عادي لابراتواري محيط کې په اسانۍ وده کوي او غټيږي او د محيط غني کول د ميکروب په وده کوم تاثير نه لري او د تودوخې درجه بايد c37 وي خو c 44-14 کې کمه وده کوي يو هوازي ميکروب دی خو په غيرهوازي شرايطو کې هم وده کوي د انترکس ميکروب کالوني د اگر په سطحه کې سطحي وي او د ميده شوي شيشې په شکل وي په همدې بنسټ فرانسويانو دا د اس د څټ له ويښتانو سره مشابه کړی د انترکس ميکروب د ژوند موده مستقيما د کپسول او سپور جوړښت پورې اړه لري هرکله چې ميکروب د سپور د جوړښت قدرت د لاسه ورکوي او له منځه ځي د دې ميکروب مقاومت د نورو با کترياو پرته پا ستولايزيشن معمولي ضد عفو ني موا د مقابل کې کم دي خو دغه ميکروب سپور د عادي شرايطو لاندې تر کلونو ژوندي پاتې کېږي او کله چې ورته شرايط برابر شي نو فعال شي د انترکس سپور په مرطوب حرا رت کې تر 10 دقيقو له منځه ځي خو د وچ حرارت په وړاندې °c 140 درجه کې تر 3 ساعتو مقاومت کولای شي. د فارملين په 10 فيصده محلول کې تر c40 تودوخه لاندي د انترکس باکټريا سپور 15 دقيقو کې له منځه ځي خو په کمه تودوخه کې ډېر وخت ته اړتيا لري اکسايد کونکي مواد د ټولو ضد عفوني موادو په پرتله د انترکس سپور باندې زياته اغېزه لري چې په 3 فيصده هايدروجن پر اکسايد H2O2 په ظرف د يو ساعت کې 4 فيصده محلول پو تاشيم پرمنگنات په ظرف د 15 دقيقو کې له منځه ځي خو هغه ژوي چې د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي رشتوي شکل يې ظرف د 72 سا عتو کې او سپور داره شکل يې په ظرف د نهو مياشتو کې لږ تر لږه له منځه ځي.

رنځېږېدنه

انترا کس يو ډيره تيزه per acute سيرکونکي نا روغي ده چه په شکل د septicemia سيرکوي او نا څا پي مړينه په کورني او وحشي وا ښه خوړونکوکي منځ ته را ځي انسا ن په غيري مستقيم ډول ا و ند رتاً په اتفا قي ډول دنا روغ ژوی سره په تماس په وسيله يادرنځور څا روي اضا في شيا نو يا ککړپوستکي ويښتو او وړيو په وسيله اخته کېږي چر گا ن په استثنا د فيل مرغانو مقا وم دي په څا روي کې غوا گا ني په تجربو څا رويوکي هندي خوگ چه د حسا س ترينو حيوا نا تو دډلي څخه دي.

Stress: چه ولږه استر س دوره او ځيني نور عوا مل دحسا سيت د زيا توا لي سبب گرځي اصلي انزوتيک سا حي د انترکس لپا ره گرمي او نيمه گرمي سا حي دي چه دوا کسين په وسيله په انديمک ډول کنترول شوي که چيرته وا کسين ونشي نو موړي نا روغي به په سرعت سره خپره شي په مختلفو هيوا دو کې انترکس اوس مها ل د يو ي خطر نا کې په حيث نه پيژندل کېږي چه لا مل يي منا سب کنترول دي په هر حال نړيوا ل خپريدني لري او وا قع کيدنه يي په اب و هوا او خاورې پورې اړه لري په لومړۍ درجه کې په اروپا کې اوبه دوهمه درجه په اسيا کې ميځ ته راځي هغه سپورونه چي څړ ځايي ککړ کړي او دڅا روي په وسيله وخوړل شي نو د څاروي په رنځورتيا کې لوي لاس لري چه قلوي خا وري لوړي تودوخي او کم رطوبت ٫کي په صورت کې چي کله غوا گا ني د غه ککړ وا ښ وخوري نوپه انترکس اخته کېږي چه اخته کيدنه دحشرا تو په وسيله ککړوخوړو دخوراک پوسيله څکلو اوبو پوسيله او تنفس په زريعه صورت نيسي او دزخم په وسيله انتقا ل مو مي چه دتنفس په زريعه انتقا ل يي غواگانوکي دومره رول نلري کپسول دها گ دککړو وښوسره يوځاي هضمي سيستم ته دا خليږي او په فعا ل شکل بد ليږي چي ځا ن کلمو ته رسوي او يا دحلق دلا ري ځا ن حجرا تو او انسا جو ته رسوي په انسا جو کې او لين سيستم چي د ميکرو ب سره مقا بله کوي هغه سيستم ده چي اجنبي اجسم خوري کپسول لرونکي برخي اجنبي خوړونکي سيستم سره مقا ومت او مقا بله کوي او په نتجه کې ميکروب دحملي په نقطه کې په وده شرو ع کو ي او دلمفا وي کا نا لو نو دلا ري ځا ن لمفا وي غده واتو ته رسوي او هلته دميکروب زيا تيدنه صورت مومي پس ميکروب دا خل دويني کېږي توري يا طحا ل ترکومه حده چي مقا ومت لر ي مقا بله کوي او با کتريا کنترو لو ي ولي څرنگه چي زيا توالي دميکروب په وينه کې جريا ن لر ي غواگا ني مړي کېږي او يا لمنځه ځي چي دغه مهال ميکروب 80 فيصذه په وينه کې او شل فيصده په توري کې وجو د لري پخوا وختونو کې دا سي فکر کيده چي غوا گا ني د شعر يه عرو قو بندښت او شد يد تکثر له امله مړي کېږي ولي او س معلو مه شوي چي غو اگا ني د انترکس دبا کتريا د توکسين د تو ليد په اثر مړ ي کېږي چه د تو کسين تا ثيرا تو په اثر بلع کونکي حجرات دحيوا ن د بدن په دا خل کې زيا نمن کېږي همدا رنگه دشعريه عروقود نفوذ زياتوالي او دويني لخته کيد ني سيستم زيانمن کيدل دمکروب باکتريو سيدا ل خواصو له جملي څخه دي د توکسين يا زهرو د توليد په وجه په شعريه عر و قو کې ترومبوز منځ ته را ځي ا و پلا زما د شعريه عروقو دزيا نمني شو ي اندو تيليوم څخه بهر ته جريا ن پيدا کوي او سبب دلويد لو د ويني د فشا ر گرځي چي مرگ د انوکسي شوک او دپښتورگو دعدمي کفا يي په وجه منځ ته را ځي چي وروسته له مرگ څخه په وينه کې ميکروب کم وي په پلا زما کې دتوکسين مقدا ر زيا ت وي

لېږدېدنه

انترکس ميکروب معمولا په مستقيم ډول داخته ژوی څخه سا لم يا روغو حيوا نا تو ته انتقا ليږي دا ميکروب داخته حيوا په ويښتا نو کې موجودوي دمرگ څخه مخکي په کم وخت کې د ترشحا تو او فضله موا دو پوا سطه خا رج ته انتقا ليږي همدا رنگه که چيرته مړ شو ي حيوانا ت و څيړل شي نو دالوتونکو يا ښکا ري حيوا نا تو پوا سطه ممکن ميکروب په وسع توگه په خا وره خپور شي او په کلي ډول سره د انترکس ميکروب په يو ه منطقه کې ممکن دي چي داوبو پوا سطه حشراتو سپي او ټو ل غوښه خوړونکي وحشي پرند گا ن او د حيوا نا تو فضله موا دوپوا سطه تا مين شي دمرض عا مل هغو منطقو ته چي عا مل ليږ لي نو ي دحيوا نا تو دککړ و مو ا دو (هډو کې پوستکي ويښته وړيو گرد سري )په وا سطه انتقا ليږي انسا نا نو يا حيو ا نا تو ته لکه غوا گا نوته د انترکس ميکروب دتنفس دلا ري او دپو ستکي زخم يا هم د گريدني

دلا ري بدن ته دا خليږي معمو لا تصور کېږي چي د ککړ و او بو څکلو يا د ککړو غذايي موا دو په خوړلو بدن ته دا خليږي مگر په تجربوي ډول د سپو ردخوړلو په وسيله زيا تره حا لا تو کې مو فقيت نلري اوددي نا روغي عا مل دزخمو نو د لا ري انتقا ليږي يا بدن ته دا خليږي دنا رو غي خپريدل هغه څړ ځا يو نه ته چي دعا مل څخه پاک وي ممکن دککړ و خا ورو دخوړلو پوا سطه ا و د مخا طي جر ا حا تو پوا سطه صورت نيسي همدا رنگه دککړو وښو او مکرو بو نو حمله هم رول لري يا دهډو کو په وړو يا پرو تين کې مو جودوي يا دغذا يي موادويا اوبو پوا سطه داخته حيوا ن ترشحات لکه وينه او الو ده مواد واوبه ممکن فضله موا دفضله او بو يا داخته حيوا ن داسکليټ يا په ځمکه کې د انترکس عا مل عبو ر په وسيله دا نا روغي دککړو سا حو څخه نوي منطقو ته نا روغي ا نتقا ل شي احتمالا دا نا رو غي د تنفسي سيستم د لا ري هم په حيو انا تو کې انتقا ليږي چي کم اهميت لري دگرد او غبا رپوا سطه با يدپه نظرکي ونيول شي چي د انترکس نا روغي په انسا نا نو کې د استنشا ق دلا ري د وړيو او د ويښتو پواسطه چي سپور کې وجود لري منځ ته را ځي چيچو نکي ما شي او دټو لو حشرا تو پو سيله ممکن ميخا نکي ډول ميکرو ب نا روغ ژوی څخه روغ حيوا ن ته انتقا ليږي دچيچني په سا حه کې يو طريقه دموضو عي التها ب (local ) ده په الو ده سا حه کې په او ړي مو سم کې دما شو دډ ير وا لي له امله زيا ت صورت نيسي نو ويلاي شو چي په عمو مي ډول انتقا ل دنو مو ړي نا رو غي په دري طريقو صورت نيسي هضمي سيستم ،پو ستکي او تنفس دي دپو ستکي او تنفس لا رو څخه دحيوان اخته کيد نه سا ده طريقي دي ليکن دهضمي طريقي لا ري يي امکا ن لري چي زيا ت طبعي انفکشنو نه دهمدي هضمي طريقي له لا ري صو رت نيسي .

حساس څاروي

په طبعي ډول واښه خوړونکي څاروي له دې ناروغي سره حساس دي خو شخوند وهونکي ژوي لکه : غواگانې ، پسونه او وزې لدې ناروغې سره فوق العاده ډول حساس دي خو که چېرته غواگانوکې فوق العاده شکل واقع شي نو زياته مړينه رامنځ ته کوي او يو سمه ژوي وروسته دشخوندوهونکو ژويو څخه لکه : آسونه ، کچرې ، خره او خوگان هم پدې ناروغي اخته کېږي . وحشي واښه خوړونکي لکه : فيل ، هوسي او غواگانې د انترکس سره حساس او سبب يي دوامداره غفونت گرځي خو په ککړ و ساحوکې غوښه خوړونکي ژوي د انترکس په مقابل کې حساسيت لري او دا ژوي په استثنايي ډول پدې ناروغي اخته کېږي ولي اکثره الوتونکي دنوموړې ناروغۍ په مقابل کې مقاوم دي انسانان ددي ناروغۍ په مقابل کې حساس دي غالباً دا ناروغۍ په انسانان کې موضعي جلدزخمونوله لارې منځته راځي ولې وژونکي او (Sepicemia ) شکلونه يي په انسانانو کې ليدل کېږي د ژويو نژادونه هم تاثير کوي لدې ناروغۍ سره افريقايي غواگانو نسبت نورټولو نژادونو ته مقاومت لري همدارنگه ځوان ژوي نسبت زوړ ژوی داکتسابي معافيت دلرلو په اساس زيات معافيت او مقاومت لري مساعد کونکي عوامل يي تنده ، نو تيغ وهلي واښه ،ستړيا ،گرمي وهنه او مو ضعي عوارض لکه خرابه موضعي وينه ،بهيدنه او مختلف مسمومونکي عوامل کولاي شي چې ناروغي ته شرايط برابرکړي لابراتوار ي ژوي لکه : هندي خوگڅه ، سوي او موږکان اخته کوي چې هندي خوگچه ، ترټولو حساسه او صحرايي موږکان ترټولومقاوم دي او خپريدنه کې دومره رول نه لري .

د ناروغۍ کلينکي نښې

ددې ژوی پټه دوره دحيوان په حساسيت ددخول په لاري اودميکروبونو په تعدادپورې اړه لري .

پټه دوره په غواگانو او آسونوکې درې ورځو(٣)او په پسونو کې له يوې نه تر دوه ورځواو په خوگانو کې تريوې اونۍ پوري ده د دې ناروغۍ تظاهرات دميکروب د دخول په لارې پوري اړه لري او هغه مواردوکې چې انفکشن دداخلي اندامونو دلاري منځ ته راشي نو رنځ په ناڅاپي ډول او په سرعت سره دحيوان دمړينې باعث گرځي .

د انترکس ناروغۍ دومره خطرناکه ده چې په بغير دعلايمو او نښو دڅرگنديدوڅخه وژني

پټه دوره (Incubation Period )

په عمومي ډول ديوې اونۍ څخه تر دوه اونيو پورې دوام کوي مگر دسير له نقطې نظره په څلورو شکلونو سره ليدل کيږي

1- فوق حاده يا ډېرتيز (Per acut )

2- حاد يا تيز ((Acut

3- نيمه حاديا نيمه تيز (Sub acute )

4-دومداره يامزمن (Chronic )

چې دper acute او acute په شکل سير کوي او دحاد په شکل سير په وخت کې دناروغۍ نښې په مړه ژوی نښې ليدل کېږي چې دټولو طبعي سوريو څخه وينه ډوله (وينه لرونکې) افرازات خارجيږي .

دفوق حادپه شکل واقعه کې دناروغۍ دوره (2-1) ساعتوپورې وخت نيسي چې اکثره وختونه داواقعات په غواگانو کې ډېر زيات رامنځ ته کېږي او ژوی بيله کلينکي نښو څخه مړ ليدل کېږي دمړشوي ژوی جسد پړسيږي او دطبعي سوريو څخه وينه ډوله افرازات دخارجيدو په حال کې وي دغه مهال ژوی تبه لري چې تودخي درجه يي 41-42cسانتي گريد پورې دحاد په شکل دناروغۍ دوره لنډه هيجاني او د بدن تودوخي درجه يي 42c° سانتي گريد ته لوړيږي او وينه ډول اسهال ليدل کېږي داځکه چې په دغه دوره کې دحيوان په بدن کې (Gastr Intritis) منځ ته راځي په آسونو کې دحرارت درجې لوړيدوسره يوځاي Colic منځ ته راځي ژوی په دغه وخت کې په سختې سره داټوليږي او دريدلې نشې په ځمکه غورزيږي دخولې څخه سره ډوله افرازات خارجسيږي په آسونو او نورو ژويو کې معمولاً په لږه اندازه دغاړې ، سينې او اوږو په برخه کې سور رنگه کاربونکل ليدل کېږي دا کاربونکل په لمړي سرکې سخت گرم او تماس په وخت کې حساسيت دځان څخه ښکاره کسوي که دناروغۍ په وخت کې ژوی وليدل شي نو مهمې کلينکي نښې يي د تنفس زياتواي ، ژوروالي دتنفس ښه خوراک نه کول ،د شيدو په توليدکي کمبود ،دويني اسها ل اوoedema ليدل کېږي چې د acut شکل ناروغۍ دوره اته څلويښت ) (48 ساعته پوري وي که پدې وخت کې ناروغي تشخيص شي نو تداوي په موثر ډول سرته رسږي.

دډېرې حاد (Per Acute ) په شکل چون وخت ډېرکم دي نوتداوي ته يي چندان ضرورت نه ليدل کېږي چې په غواگانو کې د تورټپ ناروغۍ Acute او Per acute په شکل سير کوي پدې ناروغي اخته ژوی دتودخي درجه لوړه وي او ځاي پرځاي دډېر وخت لپاره پړسيږي په هغه ژويو کې چې واقايه شوې نوې لکه پسونه او وزې هميشه ناروغۍ پهPer aute شکل ظاهريږي چې غټ علا يم يي Septicemia نا څاپي مړينه او همدارنگه طبعي سوريو څخه وينه بهيدنه او دپوستکي لاندې وينه بهيدنه ده په نورو واښه خوړونکي حيواناتوکې تبه ، تنفسي اختلا لات ،بې خوراکي او مړينه په خوگانو او غوگانو او غوښه خوړونکو کې لومړنى علايم موضعي او ديما (Oedema ) دمخ پړسوب او دغاړې پړسو ب ، د وينې لخته کيدل او هم موجوديت د Splinomali څخه عبارت دي.

په غواگانو کې ناروغۍ

پدې ژويو کې ناروغي په شکل دډېر تيز او تيز ( Acute -Peracute) ښکاره کېږي ډېرتيز Per acute شکل ناروغۍ غالباً په شروع کې ايپديمک شکل او معمولاً دلومړيو علايمو دښکاره کيدوڅخه پرته مړ کېږي د دې شکل ناروغۍ سير معمولاً د (2-1) ساعتونو پورې وي ولې تبه ، دعضلاتو رپيدل ، نفس تنگي او وينه ډوله مخاط ممکن وليدل شي. مبتلا ژوي ډېر ژر متشنج کېږي او وروسته د تشنج څخه مري وروسته دمرگ څخه د مقعد ا و فرج څخه وينه خارجيږي او حاد شکل د ناروغي سير په حدود د 48-24 ) ) ساعتونو پو رې دې ستړيتا او فوق السعاده بې قرارې په ابتداکې وجود لري د حرارت درجه 42c0 سانتې گريد پورې لوړه ځي تنفس يي ژور او ضعيف نه بلکې شديدوي او مخاطي افسرازات يي وينه لرونکي وي او دزړه ضربان زياتوالي کوي دغذاخوړل او شخوند قطع کوي هغه غواگانې چي بلاربې وي ممکن سقط وکړي دشيدو غواگانې دشيدوپه توليد کې هم فوقو العا ده کموا لي راځي او کيدا شي چي په شيدو کې وينه هم وليدل شي او يا ژيړ رنگ په نظر راشي اسهال ورسره موجودوي او اسهال ورسره وينه ډوله وې او ممکن ژبه يا ستوني کې زخم يا غو ټه وليدل شي .

پېژندنه

د دې ناروغۍ تشخيص د کلينکي نښو او ژوی دمړينې څخه وروسته نښو نښانو څخه په احتمالي ډول صورت نيسي .

ددې ناروغۍ تشخيص د اپيديمولوژي او لابراتواري معايناتو په ذريعه اجراکيږي دباکتريالوژيکي معايناتو لپاره نظر دناروغۍ په شکل سره نمونه اخستل کېږي لکه : محتوياتو کرنکل غوږ څخه وينه استفرق او مواد غايطه او همدا رنگه لکۍ څخه نمونه اخستل کېږي او لابراتوار ته ليږدول کېږي او همدارنگه دناروغ ژوی دځيگر او توري څخه سيمپل اخستل کېږي او درنگ څخه وروسته تشخيص کېږي چې ناروغۍ د انترکس مثبت ( +) دى که منفي (-)

همدارنگه سير لوژيکي تشخيص پواسطه هم د انترکس دتشخيص په موخه د مريض غواگانې دوينې سيروم درنځ د انتي سيروم سره يوځاى تعامل ورکول کېږي کچيرته تعامل په نتجه کې انتي سيروم او انتي جن سپينه حلقه منځ ته راوړي نو د انترکس په موجوديت دلالت کوي او هم دارنگه نو موړې ناروغۍ دځينو نورو ناروغيو سره ورته والي لري لکه : يليک ليگ ، مليگ نانټ او ډيما او تو بر کو لو زيسس سره ځکه چې دغه ټول رنځونه په همدې ډول ناڅاپي مړينه منځ ته راځي او پرته لدې چې ناروغ کلينکي نښې وښي مړ کېږي چې دغه رنځونه دلابراتواري معايناتو پواسطه يودبل څخه تفريق کيږي.

توپيريزه پېژندنه

ناڅاپي مړينه چې ژويو کې په سترگوکيږي بې شميره عوامل لري چې يو دبل څخه بيلول زيات سخت دي چې معمو لاً دو يښتانو تو ئيدو سره يو ځآى او همدارنگه هوا توپاني والي په وجه د انترکس دناروغۍ سره توپير کيدالي شي ممکن دتورلنگي ناروغي حاد شکلونه د انترکس دناروغۍ سره ورته والي لري خو دغه ناروغي زياتره په ځوانو ژويو کې تر سترگو کېږي همدارنگه چې گاز لرونکي پړسوب چې په تورلنگي کې ترسترگوکيږي بيادانترکس په ناروغۍ کې نه ترسترگو کېږي نور گلو ستريدي افستونه په خاصه توگه په خوگ کې کيدايشي انترکس ته ورته وي هغه نور ځينې رنځونه چې انترکس د ناروغۍ سره شبا هت لري يعنې ناڅاپي مړينې منځ ته راوړي عبارت دي له

  1. حاد وژونکى پړسوپ Acute Fatal bloat
  2. تور رنځونه (Black disease )
  3. حادمسموميت Entritis and Acut Poisining) )
  4. ددماغ څخه د وينې بهيدنې په اساس مړينه (Epistaxis ) د Vena cawal دسندروم په ذريعه واقع کيږي.
  5. دتور لنگي ناروغي يا ( Blackleg disease )

دليپتوسپيروزس حاد شکلونه معمولاً په انفرادي ډول منځ ته راځي او دهيموگلوبين يوريا په وسيله مشخص کېږي با سيلي هيمو گلوبين يوريا دځيگر دانفر اکتوز درلودونکي وي دوينې کلچر د ناروغۍ لپاره ډېر موثر دي سربو حاد تسمم او دمگنيشسيم دکمبود په وجه معمولاً دواضحو عصبي نښو او جسد خلاصو لو په ذريعه تشخيص کيداي شي دمار چيچينيې په واقعاتو کې موضعي پړسوب دغاښ وهنې په شا وخواکې ليدل کېږي نو پدي حا لاتو کې بايد د انترکس مو جوديت دنظره ونه غورځول شي چې په شکمنو حالاتو بايد دلابراتواري معانياتو پواسطه تشخيص صورت نسي .

له مړينې څخه وروسته نښې (Postmortem)

دبدن دطبعي سوريو څخه وينه بهيدنه، پړسوب او دشخوالي نشتوالي له امله د طبعي حالاتو څخه څو ځلي توري لويوالي د وينې نه پړن کيدل دوينې تور والي چې د O2 په کموالي او دCo2 په ډيروالي پوري اړه لري چې داټولې دناروغۍ نښې گنل کېږي . دکولمو پړسوپ ،لمفاوي غدواتو غټوالي، عمومي جسد غټوالي.

هغه نښې چې جسد کې ليدل کېږي عبارت دي له :

  1. شخوالي نه موجوديت
  2. عمومي جسدپړسوپ
  3. دوينې نه پړن کيدل
  4. پړسوپ
  5. دطبعي سوريو څخه وينه ليدل ډوله افرازاتو خارجيدل
  6. دپوستکي لاندې وينه بهيدل
  7. دتوري غټوالى
  8. دټول عضويت سره دوينې خلط کيدل
  9. دکولموالتهاب او په غوښه کې دويني

انترکس دعامې روغتياله نظره

دتورټپ ناروغي انسانانو ته هم ورځي . او کيدايشي دمړينې سبب شي له همدې امله بايد پدي ناروغۍ د اخته ژوی غوښه ونه خوړل شي او ډډه تري وشي دا ناروغې په انسانانو کې ټپونه په تيره بيادپوستکي ، مخ ،لاس ، غاړې ، پښو او سر په برخه کې منځ ته راځي چې انسانانو ته دگردوغبار او استنشاق پوسيله کارگرانو ته دوړيو او ويښتو پوسيله چې دمکروب سپور لرونکي شکل لري انتقاليږي ولي په منځ د دې کسانو کې دپو ستکي انترکس خپريدنه زياته ده .

همدارنگه دچيچونکو ماشو او حشرو په وسيله ممکن ده چې انترکس مکروب دککړيدو وروسته ناروغۍ انتقاليږي چې په انسانانو کې ريوې او هضمې انترکس منځ ته داځي چې انسانانو ته عموماً په لاندې طريقو انتقاليږي

  1. له مړڅاروي نه دجسد خلاصولو په وخت کې يا دناروغ څاروي دحلالولو په خت کې
  2. ککړوحيواني محصولاتو له لارې
  3. چيچونکو حشراتو پواسطه : نو له همدې امله هغه ډله خلک چې په مسلخ کې کار کوي يا دپوستکو له خرڅلاوسره سروکارلري او يا هم په ککړو او الوده محيط کې ژوند کوي نو بايد د انترکس مکروب سره په پوره معنا بلد تيا ولري او ځان ترې وساتي ځکه د اناروغۍ په انسانانو کې هم دغواگانو په شان يوه خطرناک وژونکى او اقتصادي زيان رامنځ ته کونکې ناروغۍ ده چې تر ټولو زيات د دې ناروغۍ سره وترنران ، وترنرانو معاونين ،مالداران او صحت عامې ډاکتران په تما س کې دي او تر ټولو زيات واقعات هم پدوي کې منځ ته راځي نو بايدځان ترې وساتي.

د پوستکي انترکس

پوستکى يا جلد انترکس ته Malignant Pustala هم وايي ميکروب يا دمکروب سپور داخل کيدل پوستکي ته دجلدي انترکس باعث گرځي دناقلو حشراتو رول لکه شنه او ابي مچان دپو ستکي په انترکس کې رول لري چيچونکي حشرات حتا کنه هم د دې ناروغۍ دانتثقال باعث گرځي دتورټپ اکثره دغاړې په ناحيه او همدارنگه دلاس په ناحيه کې ليدل کېږي او معمولاً علايم يي وروسته ديو پټې دورې (١-٢) ورځو څخه ښکاريږي په لومړي مرحله کې سخت خارښت احساس کېږي او په تدريج سر ه داوړوکې طاول يا Pnstula چې دخاورې په رنگ يو مايع څخه ډک وي شکل او دډ ېر خارښت په واسطه ژر چوي او پدې ځاي تور رنگ زخم پيد اکيږي او هم داشان يو څو واړه پستول ډوله جوړښتونه چې اولې پستولونه دي ښکا ريږي او زياتر ه وخت د(٢-٣) ورځو کلينکي نښود ښکاره کيدونه جلدي زحمونه دتوجو وړگرځي دزخم شاوخوا انساج په تدريح سره سخت او قرميزي او کله کله پړسيږي ي ولي بعضي وختونه زخم زياتوالي کوي او لمفا وي غدوته هم سر ايت کوي دغه پړ سوب هميشه نرم او سپين رنگي وي او د دي دپا سه ممکن ده چې پسټول ډوله جوړښت تشکيل شي چې اوبه لرونکې زيړډوله مايع ورڅخه خارجيږي چې بلاخره دپښواولاسونو ناحيه او اويادغاړې اوسينې ناحيه گيروي اودخيټي تربرخې پورې رسيږي چې دغه مهال تنفس مشکل وي اومخ رنگ يې توريږي عمومي علايم يې متغيراواکثره وختونه لنډوي ولې بعضې وختونه ممکن وي چې د بدن تودوخه د٣٨،٥-٣٩،٥درجې سانتي گيراداوحتي ٤٠درجې سانتي گيرادپورې رسيږي .او سردرد،رپيدنه، استفراق ،او اسها ل هم ورسره وي او د7-5 وروځو پوري مړينه منځ ته را وړي رپيدنه انترکس ممکن ده چي نا روغي دهلا کت په طرف يوسي دپو ستکي انترکس کو لا ي شي چي دميکرو ب په کرلو او ليد لو با ندي تشخيص شي .

په انسانانو کې د سږو انترکس

دا ډول ناروغي د انترکس په سپور باندې ککړ گرد و غبار په مرسته منځ ته راځي او په دې علت باندې غالباً په کار خانو کې د ويښتو د وړيو د تهيه کولو په نتجه کې ليدل کېږي او مکمل عوامل يي لکه زخمونه داستنشاق پواسطه دگردونو په مرسته منځ ته راځي پدې شکل دناروغي کې د انترکس دميکروب سپورونه وروسته دداخليدو درگونو څخه دمگروفا ژونو په وسيله خوړل کېږي اوپه خپله لمفاوي غدو مډ ياستنيال او يرانشنيال ته رسيږي او وروسته په رشتوي شکل باندې وده کوي او زهرترشح کوي دوينې نه ډگ اولمفاوي غوټې پړسيږي او په تدريج سره دا ميکروب د لمفاوي غوټو په مرسته د وينې جريان ته داخليږي او عمومي ناروغي سبب گرځي او ناروغۍ د دوري په اخر کې دناروغ مخ تور رنگه ، اسهال او استفراق دخېټې پړسوپ او همدارنگه خوله هم ورسره خارجيږي او اخته کسان د 80%-75% ) ) مړه کېږي.

په انسانانو کې د هضمې سيستم انترکس

داشکل دناروغي دککړو خوراکي موادو په نتجه کې دخوړلو لکه انترکس توليدوي د انترکس ميکروب دکولمو په پو ښونو تکثير او زهر توليدوي او دخيري اونکروز تو ليد باعث گرځي او وروسته لمفاوي غوټو او ميزنتريک ته ځي او (septiceamia) توليدوي په شکل دناروغۍ کې نښي يي د کو لمو او معدې پړسوپ استفراق دگيډې درد او وينه لرونکي اسهال په ناڅاپي ډول ښکاريږي او گيډه باد اخلي اوبلا خره مړکيږي

د انترکس په ضد معافيت

طبعي معا فيت او يا مقاومت دحيواناتو په ځينو ډلو کې فوق العاده لوړوي او دغه حالت تر ډېره حده پورې دانساجو دمرگ وني فعاليت پورې چې دباسيل په وړاندې لري اړه لري نو دغه خاصيت دهستون دپروتيني چې د پولي پيپتايد شکل دې پورې اړه لري .

د عفونت څخه وروسته حساسو ژويو جوړيدل دمعافيت دمنځ ته دراتلو سبب گرځي او دهغې سيروم دلوړ انتي کوردر لودو لو په وجه ژوی ته حفاظت ورپه برخه کوي د دې سره کولالي شو د هغه واکسين په زرقولو سره چې دمړشو باکترياو څخه په لاس راغلي ولې معا فيت منځ ته را وړو پاستو رپه 1881 م کال دا وښودل که چيرته د انترکس باسيل د (٤٢-٥٢) سانتي گريد تو دخي لاندي دڅو مياشتو لپاره وکرل شي نو دناروغي دمنځ ته لاوړني قدرت دلاسه ورکوي او کو لاي شو ددغې مادې څخه ژويو ته دواکسين په حيث کار واخلو او معا فيت منځ ته راوړو دلومړنيو فعاليتو نو په تعقيب دايمنو لوژيک فعا ليت په نظرکې نيو لو سره د انترکس باسيل يو ډول معا فيتي پروتيني انتي جن شکل تهيه شوي او تر ډېره حده تر مطالعې لاندې نيول شوې د انترکس دباسيلونو پواسطه بې ويرولانسه کپسول نلرونکي شکلونه دنمو په حالت کې ازاديږي دغه تو کسينونه دگرمۍ سره حساس دي او پايداري نلري خو کولاي شوچې هغه دLipid پارچه کولو پو اسطه وساتو دمعافيت موثر ډول دساتونکو انتي جنو دترزيق پوسيله ژوی اوانسان کې منځته راتلالي شي دغه ډول معافيت ضعيفه کړاي شو مکروبو نو پو سيله څوځله زيات دي په يو ډول خالص انتي ژنيک شکل د واکسين د هغه ارزښت په وجه چې لري هغه کسانو ته چې دشغل په ډول د انترکس د رنځ د خطر په مقابل کې واقع دي په کار وړل کېږي .

درملنه

تورټپ ناروغي خلاف معمولاً د انتي بيوتيکو نو څخه او هم د انترکس سيروم څخه استفاده کېږي هغه غو اگانې چې په ډېر تيز (Peracut ) شکل سره په مکروب اخته شوي وي نو مخکي لدې چې ي تداوي يا درملنې ته ضرورت پيښ شي غواگانې له منځه ځي ولي په تيز Acut شکل کې مخکې لدې چې ټولې کلينکې نښې ښکاره شي او در ملنه اجرا شي شايد گټور وي څرنگه چي انترکس خطرناکه وژونکې باکتريايي ناروغي ده او لنډه دوره لري نو مشکل به وي چه لمړۍ مرحله کې تشخيص شي نو قوي انتي بيو تيکو نو پوا سطه درملنه کيږي.

  1. streptomycin
  2. 2-pincillin
  3. tetracycline
  4. tetracycline
  5. teramycin
  6. oxytetracyclin
  7. clorampinicol

د ناروغۍ وقايه او مخنيوی

پخوا له دې چې نوموړې ناروغۍ په ساحه کې ښکاره شي بايد واکسين د تورټپ په پسرلي کې کله چې ژوي څړځايو ته ځي بايد تطبيق شي د دې معافيت دوره يو کال ده ټک دناروغي واکسين د تطبق څخه تر (١٤) ورځو پورې دناروغۍ په مقابل کې معافيت حاصلوي بايد محترم مالدار ن پدې وپوهيږي چې کله غواگاني ته واکسين تطبق وي نو اخته يا شکمن ځاي ته تر دوه هفتو پورې خپل څاروي انتقال نه کړي که چېر ته گلې ته واکسين تطبق شي نو مالدار ن وپوهول شي چې تر ( ٤ ) و ورځو پورې مو جوددي هغه واکسين چې د دې ناروغۍ نه دوقايي په منظور زمونږ په گران هيواد افغانستان کې ترې استفاده کېږي (Anthrax Sporvacciue ) په نوم ياديږي .

دمارچ او اپريل په مياشتو کې غواگانو ته يوميلي ( 1 ml ) او په واړو ژويو کې 0.5 ml تطبيق کېږي البته دپو ستکي لاندې

بايد په ياد ولروچې د دې واکسين تطبق حامله غواگانو ته ښه نه دى ځکه چې دنوموړي واکسين څخه ورسته په ژوی سخته تبه راځي او همغه اندازه پروجسترون چې جنين لپاره کفايت کوي هغه دکميدو سره مخامخ کېږي د انترکس د سپور ونو پواسطه چاپيريال ککړيدو دمخنيو ي لپاره بآيد اخته جسد يا وسوځول شي يا په دوه متره ژوره څاه کې چې چونه ورباندي وي واچول شي او خښ شي . دناروغ په وړاندې د بدن قوت ډېر زيات رول لري که ناروغۍ په گله کې خپره وي نو بايد روغ له ناروغ څخه جلا او روغو ته بايد واکسين او ناروغ ته انتي بيوتيکو نه ورکړل شي يعنې هر کال په مني کې چې اورښت نوي شوي کارول کېږي څرنگه چې انتي بايوتيک په ما فيتي سيستم کې مداخله کوي نو بايد هغه څارويو ته چې انتي بيو تيکونه ورکړ شوي وي بايد ددوه ونيو پورې بايد واکسين نه شي نو لازمه ده هغه واکسين چې دپوستکو په کاروبار او تجارت کې لوي لاس لري نو بايد ي پاملرنه دهغې خفظ العمي ته وشي ځکه چې انترکس د(50-100 ) کلونو پورې په خپل سپور کې ژوندى پاتې کيدي شي همدارنگه هغه کسان چې قالينو په جوړونه کې لاس لري نو دوړيو څخه په استفادې کولو کې بايد دډيراحتياظڅخه کار واخستل شي او کافي حفظ الصحه بايد مراعت شي.

پاستور واکسين

پاستور په کال ١٨٧٩م کې اولين واکسين جوړ کړ پاستور او د هغه ملگري متوجې شول که چېرته د انترکس مکروب د تودوخي په - او د هغه ٤٢-٤٣ سانتيگريد کې په دومداره ډول وکرل شي نو سپور منځ ته راوړي شي رشتويي شکل هم تدريج سره کم شي هغه داسې چې 23-30 ورځوپوري دکلچر کرل په متوالي ډول د هندي خوگچي لپاره هم بې ضرره دي او د ١٠-١٢ ورځو کلچر کرل په متوال ډول د دې قدرت نلري چې غواگانې مړې کړي دپاستور په طريقه کې دمعافيت منځ ته راوړنې په خاطر ميکروب د دوه مختلفو سويو د ترزيق کولو په وسيله چې په مختلفو مراحلو کې وي استفاده کېږي .

لومړني شماره واکسين چي د هغه مدت په مکمل ډول کم شوي وي هندي خوگچه او سوي نه وژني او دغواگانو لپاره هم بې ضرره دي او دوهمه شماره واکسين چې زيات مدت لري موږک او هندي خوگچه وژني او غواگاني هم دحرارت شديد عکس العمل منځ ته راوړي چې په نادرډول دمرگ سبب کيداي شي دپاستور واکسين دلومړي ځل لپاره په ١٨٨١ م کال کې فارس ته نيږدې په يو کلي کې په يو تعداد غواگانو او پسونو باندې وازمايُل شو او دوهمه شماره واکسينونه د دولسو ورځو په فاصله سر دپوستکى لاندې ذرق کړاي شول او دوه ونۍ وروسته په ژويو باندې د انترکس ميکروب په خاصه پيمانه وازمايل شوه ددغې ازموينې نتجه دڅيړنې دکميسون دمامورينو لپاره دحيرانۍ سبب شو دا په داسې حال کې چې ټولې هغه غواگانې چې نه وې واکسين شوې هغه مړې او هغه چې واکسين شوې وې يوه يي هم مړه نه شوه نوپه دې توگه د دغه کار اجرا اصلي اهميت څرگند شو د پاستور طريقه ډېر ژر د عمل ډگر ته داخل او ثابته شوه چې واکسين شوي ژوي په طبعي شرايطو کې هم ميکروب په وړاندې مقاومت کوي دمعافيت دوره دنهو (٩) مياشتو څخه زيات او دمړينې شمير يي د هغو ژويو په پرتله چې نوي واکسين شوي وي معافيت د واکسين څخه وروسته د 10 ورځو په موده کې اکثره منځ ته راځي نو پدې اساس په ککړ محيط کې هغوحيواناتو ته چې ناروغۍ دکمون په دوره کې ده . که دغه واکسين ورته زرق کړى شي کيداي شي چې مړ شي اوزياتره وختونه دواکسين کولو څخه 10 ورځو پورې مړينه وليدل شي.

دپاستور طريقه دتيرې پيړۍ په ورستيو کې شروع او تراوسه هم رواج لري چې د دې نارغۍ په مړينه کې دپام وړ کموالى راوړي او په تدريجي ډول معلومه شويده په خاصه تو گه لومړى دا چې دا وکسينو نه زياتر ه وختونه د زيات شدت په وجه په ژويو کې مختلف عکس الملونه منځ ته راوړي آن تردې چې ځينې مړه کېږي دوهم دا چې پاستور واکسين د ميکروب درشتوي برخې دغوښې په محيط کې منځ ته راځي او خارجي محيط او نور مختلف عوملو له کبله خپل شدت هغه اندازه دلاسه ورکړي چې هيڅ ډول عکس العمل په ژوی کې منځ ته رانه وړي اوپه عين وخت کې معافيت هم منځ ته رانه وړي نوپدې اساس دپاستور واکسين دلابراتوار څخه بيرون ساتل مشکل دي نو بايد ژرترژره واکسنين کړاى شي .

سايونين لرونکي واکسين

سايونين يو ډول صابون لرونکي مواد دي چې نه پريږدي واکسين راساً جذب شي او ووځي له بدن څخه په اثر د واکسين کولو ( مخلو ط ) کولو دسايونين او د سپور څخه تهيه شوي واکسين چې پاستور شماره (2) په نوم ياديږي حاصل شوي دي زرق په ساحه کې تخريش منځ ته راوړي او د بدن دفاعي قوه سخته وي او پدې ډول معافيت قوي کوي دسايونين مقدار بايد له 10% فيصدو څخه تيري ونه کړي په غير له دې نه که چېرته تحريک شديد وي دپوستکي دتخريش او دحيوان لپاره هم خطرناک وي .

د انترکس پر ضد سيروم

دانترکس ضدسيروم څخه کولى شو دلنډې مودې معافيت منځ ته راوړو او دناروغۍ څخه دتداوي په خاطر په اخته شو څارويوکې استفاده وکړو داسيروم کولاي شو دپسونو په ذريعه تهيه کړو چې آس او آسپه کولاي شي قوي سيروم منځ ته راوړي داليمون کولو په وخت کې ډېر کم د انترکس پواسطه مړه کېږي او د دې تر څنگ په زياته اندازه سيرم توليدوي د ژويو واکسين کولو څخه وروسته په ډېر کمه اندازه د انترکس مکروب کلچر تر پوستکي لاندې زرق کېږي دڅه موده ورسته د ژويو څخه اخستل کېږي او د سيروم د معافيت مڼځ ته راوړنې اندازه دپسونو په وړاندې ازمايل کېږي په تيرو وختونو کې په هغه رمو يا گلو کې چې انترکس به موجود و د انترکس ضد سيروم څخه د موقتي معافيت يا تداوي په منظوراستفاده کېدله ټول هغه ژوي چې تبه يي نه درلوده يا نورې نښې به نه درلودې 50ml او هغه ژوي چې تبه درلوده او نورې نښې به يي نه لرلي 100-300ml ملي سيروم ورته زرقيده.

هغه ژوي چې په شدت سره به په دغه ناروغۍ اخته وه دتداوي په برخه کې به دسيروم دزرق کولو څخه وروسته څو دقيقي دناروغۍ نښې کميدلې خو په دوهمه او دريمه ورځ دتداوي په ځينو حا لاتو کې نښې نښانې بيا رابرسيره کيدې چې په داسې حالاتو کې بيا سيروم تطبيق کيدل ترسره کيدل . هغه ژوي چې په شدت سره به په ناروغۍ اخته و او يا د هغوي په وينه کې به انترکس ميکروب ليدل شوي و ځينې وختونه به دسيروم په وسيله تداوي کيده پدې وروستيو و ختونوکې هغه برياوي او پرمختگونه چې دواکسين جوړولو په برخه کې ترلاسه شوي دي او دبيلا بيلو انتي بيوتيک دجوړيدو په وجه دانتر کس سيروم څخه استفاده نه کېږي .

سرچينې

  1. ملک زاده – فريدون – ميکروب شناسي تهران – ١٣٨١ ه ش کال صفحه ( ٤٦٣-٤٦٤)
  2. نيازي نورمحمد،مالداري اووترنري لارښونې ،کابل پوهنتو ن ، ١٣٨٠ه ش کال صفحه ٩٥
  3. نظيمي شفيع اله ،وترنري علومو پوهنځى ننگرهار اسلامي پوهنتون ،١٣٨٦ کال - لکچر نوټ مضمون.
  4. تقصور-يم – جانورون کا متحدي امراض ،لاهور ،١٩٨٢م کال،صفحه٣٠
  5. امين الدين، مايکروبيولوژي، کابل پوهنتون( ١٣٦٦)ه ش کال، صفحي٣١٦-٣١٧.
  6. Veterinary Medicine ١٩٩٢م کال ، ٣٣ ٥ صفحه
  7. Blood Rado Stits and Handerson - ١٩٨٣م کال.
  8. Hagan. W. A. 1973. sixth Edition Haganis Infections Diseases of Domestic Animals