انارشیستي جرم پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انارشیستي جرم پېژندنه په جرم پېژندنې کې یو فکري مکتب دی چې د انارشیستي تیوري او عمل څخه اخیستل شوی دی. د انارشیست نظر ورکوونکو لکه پیر جوزف پرودون او پیتر کروپوتکین د نظر پر بنسټ د انارشیست جرم پېژندونکي جرم لامل ته د رسیدو لپاره پر هغې لارې ټینګار کوي چې دوی استدلال کوي هغه د دولت زیانمنې اغیزې دي. انارشیست جرم پېژندونکي، چې له ۱۹۶۰مې لسیزې راهیسې ځینو په دې برخه کې کار کړی، د جرم سیاسي بنسټ باندې انتقاد کړی او د جرم د بڼو په سیاسي ارزښت باندې چې ډېری وخت سیاسي نه ګڼل کېږي، ټینګار کړی دی. انارشیستان د دولت لغوه کېدو سپارښتنه کړې. په دې اساس، انارشیسته جرم پېژندونکي تمایل لري چې د عدالت په غیر دولتي بڼو په ګته استدلال وکړي. د انارشیستي جرم پېژندنې اصول او استدلالونه له مارکسیستي جرم پېژندنې، انتقادي جرم پېژندنې او په دې برخه کې نورو فکري مکتبونو سره ځینې ځانګړتیاوې شریکوي، په داسې حال کې چې ځینې ځانګړتیاوې یې بیا سره توپیر لري.

پس منظر او مخینه[سمول]

انارشیزم یوه واحده آیډیولوژي نده، بلکې یو دود دی چې اعتقادي نظامونو او کړنو بڼې په کې شاملې دي چې په دې باور چې دولت جبري، استحصالي او ویجاړونکی دی او د غیر درجه بندۍ بڼو او متقابلو مرستو په ملاتړ سره یوځای کېږي. انارشیزم د استبداد ضد دی: په داسې حال کې چې د مارکسیزم او فمینیزم په شان آیډیولوژي ګانې د واک له ځانګړو بڼو سره مخالف دي، آنارشیستان له داسې واک سره، د سرمایه دارۍ، دولت، تنظیم شوي مذهب او پدرګرایي سره مخالف دي، ځکه هغوی یوبل سره اوبدل شوي دي. په دې اساس، انارشیزم د واک د دې بڼو لخوا تولید شوی دودیز حکمت تر پوښتنې لاندې راولي، د نړیوالتوب په اړه د نظر په شمول، او په جمالیاتي او علمي حوزو کې ډېروالی او کثرت ګرایي څاري. «انارشي» د انارشیستانو لپاره په دې معنا ده چې یوه ټولنه حاکمان ونلري، خو په دې معنا نده چې یوه ټولنه نظم ونلري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د انارشیستي جرم پېژندنې ریښې د قانون او قانونمندۍ په انتقاد کې دي چې د کلاسیک انارشیستانو لکه میخائیل باکونین، الکساندر برکمن، اما ګولډمن، ویلیام ګاډوین، پیتر کروپوتکین، پېر جوزف پرودون او ماکس اشتیرنر لخوا فورمول بندي شوي دي، چې هر یو یې د ټولنیز نظم یوه بڼه متصور کړې چې د دولت په نه شتون کې به فردي آزادي لوړ حد ته ورسوي او د ځان تنظیمول هڅوي. کروپوتکین د حقوقو ټولنپوهنې په هکله پراخ رپوټ وړندې کړ چې په هغه کې یې استدلال وکړ چې د حقوقي جوړښتونو شته اړخونه په لومړۍ درجه کې د شتمنو ملاتړ یا هم د دولت ملاتړ لپاره خدمت کوي، او د هغو لومړیو جرم پېژندونکو څخه وو چې د جرم ټولنیز لامل په هکله یې څېړنه وکړه. کروپوتکین استدلال وکړ چې قانون، په ځانګړې توګه د دولت او خصوصي مالکیت د ملاتړ قانون، د جرم او جنایت په دوام کې ملامت او د ټولنیزې رنځپوهنې د رامنځته کېدو لامل دی. کروپوتکین استدلال وکړ چې جزا ورکول د جرم او جنایت څخه د مخنیوي پرځای، یوازې ترټولو بد کارونه د خلکو په منځ کې رامنځته کوي او د خلکو په ژوند باندې د دولت واک لا زیاتوي. کروپوتکین فکر کاوه چې د خصوصي مالکیت په له منځه تلو او د ټولنې لارښوونې اصولو په توګه د ګټې او سیالۍ پرځای د همکارۍ او انساني اړتیا بدلول به ډېری جنایتونه ورک شي. په دې چوکاټ کې به د ټولنې ضد چلند د کمولو لپاره، د ټولنیز عدالت بدیل تصورات او د پیوستون بدیلې بڼې له شته جنایي عدالت جوړښتونو او د قانون حاکمیت سره بدلې شي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

جف شانتز او دانا ام ویلیامز استدلال کوي چې «له انارشیستي جرم پېژندنې سره مقابله د ټولنیز نظم او جنایت په هکله د انارشیستي لیکنو تاریخ سره ډېر مخامخ او ډېر په بشپړ ډول ښکېل کېدل دي» او د پرودون کار په ځانګړې توګه د کین اړخه رئالیستي جرم پېژندنې بصیرت وړاندوینه کوي، په داسې حال کې چې همدارنګه د دولتي واک په اړه د انتقادي لیدلوري په ساتلو سره له هغه څخه وړاندې لاړ. شانتس او ویلیامز استدلال کوي چې د پرودون فکر «د استبداد لپاره ضد درمل او د عدالت افسانوي مفهوم دی چې د ټولنیز تړون نظریې او د جرم پېژندنې اصلي جریان په توګه وړاندې شوی، خو همدارنګه د عدالت محدود او محدود شوي تصورات چې د دولت ګرا انتقادي نظریې او سوسیالیزم لخوا مطرح شوی» او د سوله‌جوړوونکې جرم پېژندنې او رغنده عدالت نظریو لپاره یو مختاړی دی.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

عمومي کتنه[سمول]

د جرم لاملونه[سمول]

انارشیست جرم پېژندونکي باور لري چې جرم د ظلم او تسلط جوړښتونو له امله رامنځته کېږي. د دې له مخې، د هغوی لومړیتوب ډېری په دې جوړښتونو باندې انتقاد کول دي، په دې موخه چې هغه بدل کړي، د دې پرځای چې د جرم د رامنځته کېدو د څرنګوالي په هکله دقیقو تحلیلونو ته وده ورکړي.[۱]

انارشیست جرم پېژندونکو قانون د «دولتي ساتنیز دفتر» په توګه تعریف کړی دی او استدلال کوي چې د سرعت جالونو او د مصادرې قوانینو په توګه پدیدې هم په ورته ډول د تاوتریخوالي له ګواښ سره ملاتړ کېږي. هغوی استدلال کوي چې دا او داسې ورته پدیدې د حقوقي نظامونو ورته ځانګړنې دي – چې په ډیموکراسي ګانو او دیکتاتوري ګانو کې پیدا کېږي – او د هغوی هراړخیز توب دا ښکاروي چې قانون له زیان څخه ساتنه نشي کولی، بلکې په خپله د زیان یوه بڼه ده.[۱۶][۱۷]

انارشیست جرم پېژندونکي همدارنګه د جنایي عدالت سیسټمونو پر «تعریفي» رول باندې ټینګار کوي، چې د هغه له لارې دا سیسټمونه ځانګړې چلندونه د مجرم په توګه تعریف کوي او استدلال کوي چې ډېری کارونه یوازې په دې دلیل جرمي ګڼل کېږي چې له لږو واکمنو ټولنیز ډلو سره په اړیکه کې دي یا د واک شته جوړښتونو د له منځه وړلو په هڅه کې دي.[۱۷]

فرل استدلال کوي چې انارشیستي جرم پېژندنه د انساني اړیکو په هغې بڼې باندې انتقاد دی چې په قانوني واک جوړښتونو کې ډوبېږي او د هغو له لورې بې حرکته کېږي. انارشیستي جرم پېژندنه ادعا کوي چې قانون د واک شته جوړښتونه ټینګوي او بیا تولیدوي او له دې لارې د احتمالي ټولنیزو اړیکو لپاره محدودیتونه رامنځته کوي او جرم او تاوتریخوالی لا زیاتوي.[۲][۴][۱۸]

ډسېپلین ته تګ[سمول]

انارشیستي جرم پېژندونکي استدلال کوي چې دولت له سیاسي اړخه بې پلوه ندی او جرم پېژندنه هم نشي کولی بې پلوه اوسي. په دې چوکاټ کې، انارشیستي جرم پېژندونکي استدلال کوي په داسې حال کې چې ډېری جرم پېژندونکي د واکمنانو خوا نیسي، د جرم پېژندنې نور دودونه بیا د مظلومانو او استبدادشویو خوا ته درېږي.[۱۹]

انارشیستي جرم پېژندونکي استدلال کوي چې دولتي قوانین او جرمي کړنې په طبیعي توګه سیاسي دي، له همدې کبله جرمونه تل له سیاسي ارزښت سره ښکېل دي. په دې ترتیب، انارشیستي جرم پېژندنه جرمي (مجرمانه) چلند ته د دقیق پام غوښتنه کوي لکه ګرافیتي لیکنه، «فاحش» هنري او موسیقي اجراګانې، د سمندري غلو د راډیو خپرول، غیرقانوني بریدونه، له هټۍ څخه غلا، د نشه یي توکو کارول او هک کول دي او د ژوند په لارو او کړنو کې د سیاسي مقاومت هغه بڼې چې په معمول ډول جرمي ګڼل کېږي.[۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Lanier او Henry 2010، م. 371.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Ferrell 1994، م. 162.
  3. Ferrell 1996، مم. 161–2.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Ferrell 2010، م. 42.
  5. Ferrell 1996، م. 160.
  6. Ferrell 1994، مم. 161–2.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ McLaughlin 2013، م. 8.
  8. McLaughlin 2013، م. 9.
  9. Ferrell 2010، م. 43.
  10. Nocella 2015، م. 44.
  11. Ferrell 2018، مم. 12–13.
  12. Shantz او Williams 2013، مم. 94–5.
  13. Shantz او Williams 2013، مم. 71–2.
  14. Shantz او Williams 2013، م. 70.
  15. Shantz او Williams 2013، م. 73.
  16. Ferrell 2010، م. 44.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Ferrell 2010، مم. 43–4.
  18. Ferrell 1996، م. 187.
  19. Nocella، Seis او Shantz 2018، م. 2.
  20. Ferrell 2018، م. 17.
  21. Ferrell 2018، مم. 17–18.
  22. Ferrell 1996، مم. 196–7.