ام – ۵۳/۵۹
ام – ۵۳/۵۹ M53/59 Praga Praga PLDvK 53/59 | |
---|---|
| |
وسله | د لنډ توغولو د مځکې نه هوا ته یو ډول پخپله څرخېدونكى توپ |
تولیدونکی | چکوسلواکیا |
جوړونکی | Závody Říjnové Revoluce Vsetín |
ام – ۵۳/۵۹ (په چېکي:30mm samohybný protiletadlový dvojkanón Praga PLDvK 53/59) چی د څرمښكى (په چېکي: Ještěrka)په نوم هم یادېږي د لنډ توغولو د مځکې نه هوا ته یو ډول پخپله څرخېدونكى توپ دي چی د چورلکو او الوتکو د منځه وړولو لپاره ور څخه کار اخیستل کېږي.
تاریخ[سمول]
ام – ۵۳/۵۹ د ۳۰ میلیمټرو پخپله څرخېدونكى توپ د چکوسلواکيا په جمهوريت کی د ۱۹۵۹ کال څخه تر ۱۹۶۲ کال پورې د چکوسلواکي پوځ لپاره جوړېده. دغه وسله لیبیا او یوگوسلاویا ته هم صادره شوه.
توصیف[سمول]
ام – ۵۳/۵۹ د مځکې نه هوا ته یوه وسله ده چی د مځکنی اهدافو د منځه وړولو لپاره هم کارېدلای سی. نوموړي توپ د پراگا وې ۳ اس د زره پوښ پر شاسي باندي نصب شوي دي ویشتونکی ارتفاع یی د -۲ درجو څخه تر ۸۵ درجو پورې دي. د توپونو واټن ویشتونکی ۳۰۰۰ متره دي.