ام کيو-۱ پرېډاټور

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
ام کیو-۱ پرېډاټور
MQ-1 Predator
MQ-1 Lethal Presence.jpg
بې پيلوټه الوتکه د الوتنې په وخت کی
د الوتکې ډول بې پيلوټه الوتکه
د الوتکې تولیدونکی جنرل اټومیکس
لمړی الوتنه ۱۹۹۴
د الوتکې استعمالونکی Seal of the US Air Force.svg د امریکا هوایی ځواک
قیمت ۳،۲ میلیونه ډالاره
د الوتکې ډولونه RQ-1A
RQ-1B
MQ-1K
MQ-1L

ام کیو-۱ پرېډاټور (په انگریزي:MQ-1 Predator) یوه بې پيلوټه الوتکه ده چی د امریکي هوایی ځواک لخوا کارېږي. دا بې پيلوټه الوتکه د جاسوسی (څارگري) او پوځی عملیاتو لپاره ور څخه کار اخیستل کېږې. د دغو الوتکو څخه يوازي د څار او کشف کار نه اخيستل کيږي، بلکي ورځ په ورځ د تهاجمي او يرغليزي وسيلې په توگه استعماليږي. د پرېډاټور الوتکه د ۱۹۹۵ کال ځخه د امریکی ځواکونو لخوا کارېږی. د الوتکې قیمت ۳،۲ میلیونه ډالاره دی. دا بې پيلوټه الوتکه چي کولاي سي (( ۲۴))ساعته پرواز وکړی په لسو هل فیر (Hellfire) توغنديواودورهبری شوو بمونوسمبال سوې ده. د پرېډاټور یوه عملی ډله د چلور بې پيلوټې الوتکې، یو قوماندانی مرکز، صنعتی اقمارو او ۵۵ عسکرونو ځخه تشکیل کېږی.

پاکستان

دامريکادڅار گری ادادرې دا بې پيلوټه الوتکه په پاکستان کی د القاعدې او طالبانو غړو د وژلو لپاره ور ځخه کار اخلی. دبېلگې په توگه تيرکال داکتوبرپه مياشت کي دامريکادڅار گری ادادرې دپاکستان په شمال کي پر يوه کلي باند دحملې لپاره دهمدې بې پيلوټه الوتکي نه استفاده وکړه.

سرچینې