امی جانسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امی جانسون چې د کال ۱۹۰۳ د جولای په لومړی زېږېدلې او د کال ۱۹۴۱ د جنورۍ په ۵ ورکه شوې ده یوه مخکښه انکلیسۍ پیلوټه وه او لومړنۍ ښځه وه چې په یوازې ځان یې له لندن څخه استرالیا ته پرواز وکړ. په یوازې ځان او یا له خپل مېړه جیم مولیسون سره پرواز کولو له لارې هغې په کال ۱۹۳۰ د اوږده واټن وهلو ډېر ریکاردونه ټینګ کړل. په کال ۱۹۳۳ کې د کریستوفر سترانګ په فلم کې د کتراین هېپبون کرکتر د امی جانسن له خوا تشویق شو. هغې د دویمې نړیوالې جګړې په مهال د هوایي ترانسپورت مرستندوی په توګه الوت وکړ او د یوه ترانسپورتی پرواز په مهال ورکه شوه. له ډېرو کلونو راهیسې د هغه د مړينې لامل د بحث وړ موضوع ده.

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

امی په کال ۱۹۰۳ کې د انګلند د ایست ریکینګ یارکشیر په کینګسټون اپن هل کې زېږېدلې، هغه د امی هودج لور ، د هل د ښار د ښاروال ولیم هاج  او جان ولیم جانسن لمسۍ چې کورنۍ یې د اندریو جانسون نودزتون په شرکت او کمپنۍ کې د کبانو سوداګر ولمسۍ وه. هغه د پلار په لورګانو کې تر ټولو مشره وه چې په عمر کې له دې وروسته د پلار لور ارېن وه چې له دې یو کال کشره وه. [۱]

امی جانسون خپلې زده کړې د بولېوارد په ٍثانوي ښوونځي کې اووروسته یې کینګسټون په لیسه کې او د شېفیلد په پوهنتون کې سرته ورسولې چې له همدې پوهنتون څخه یې د اقتصاد په برخه د بي اې سند ترلاسه کړ. هغې وروسته په لندن کې د ویلیم چارلس کراکر په نامه له یوه حقوقي مشاور سره د سکرترې په توګه کار وکړ. هغه  د الوت برخې ته د هغې د علاقې وړ کار په توګه معرفی شوه چې د کال ۱۹۲۹ د جنورۍ په ۲۸ یې د پيلوټۍ ۸۶۶۲ شمېره تصدیقنامه،  او د کال ۱۹۲۹ د جولای په ۶  د اې درجې د پيلوتۍ  جواز د لندن د الوتکو له کلب څخه د کپټان ولنتاین بېکرتر سر پرستۍ لاندې لاس ته راوړل. په همدې کال کې هغه لومړنۍ برتانیایي ښځه وه چې د ځمکې د انجنیرۍ سي در جه جواز لاس ته راووړ.   [۲][۳][۴]

جانسون د فرېد سلنګسبای ملګرې او همکاره وه چې په یورکشایر کې د هغه  نارت یوکشایر د سلینګز بای اویشن، کېبر موریساید کمپنې د برتانیا د بې ماشینه الوتکې جوړولو مشهوره کمپني شوه.  د سلینګز بای کمپنۍ په ستون بانک کې  د یورکشیر د ګلیدینګ کلب په جوړولو کې مرسته وکړه او په کال ۱۹۳۰ کې امی جانسون د دې کلب لومړۍ غړې او کار زده کوونکې شوه. [۵][۶]

هوایي چلن[سمول]

امی جانسون د خپلې لومړۍ الوتکې لپاره  له خپل پلار څخه تل د دې له قوي ملاتړو څخه  و اولورد وېکفیلد( یو انګلیسۍ تجار او بشر پال وه چې د کسترول د لوغنیاتو کمپنۍ بنسټ يې ايښی و)   څخه بودجه تر لاسه کړه. هغې د de Havilland DH.60 Gipsy Moth G-AAAH په نامه یوه مستعمله الوتکه واخیسته او په هغې یې جسن چې دهغه د پلار د تجارت تجارتي نښه وه کېښود. [۷][۸]

هغې هغه وخت نړیوال شهرت تر لاسه کړ چې په کال ۱۹۳۰ کې هغه لومړنۍ ښځه وه چې په تنها ځان یې له انګلند څخه استرالیا ته پرواز وکړ. هغې د مې د میاشتې به ۵ د G-AAAH Jason په الوزولو کریودون سري هوايې ډګر څخه حرکت وکړ او د مې د میاشتې په ۲۴ د داروین نارترن تریتوري په هوایي ډګر کې له ۱۸۰۰۰ کیلومتره یا ۱۱۰۰۰ مایله واټن الوت څخه وروسته ښکته شوه. شپږ ورځې وروسته هغې خپله الوتکه هغه وخت  زیانمنه کړه چې هغه د بریسبين په هوایي ډګر کې د باد په سیر ښکته کولهاو له کپتان برنک فولېت سره د سدنې په لور هغه الوت وکړ چې د دې الوتکه ترمیم شوې وه. د جسن الوتکه وروسته د سدني موسکوت ته  د کپتان لېستر برین له خوا والوزول شوه . د جسن الوتکه اوی د همیشنۍ نندارې لپاره لندن د ساینس د موزیم د فلایت په ګالرۍ کې نندارې لپاره اېښودل شوې ده.  [۹][۱۰][۱۱]

هغې په کال  ۱۹۳۰ کې د هارمون تروپي او سی بي یي جایزې د پنځم جورج په کالېزه کې  دهغه د پورته لاس ته راوړنې د قدرپېژندنې په پار لاس ته راوړې او هم یې د استرلیا د کال ۱۹۲۱ د هوایي چلن د مقرراتو په اساس د لومړۍ درجې ملکې پيلوټې د جواز په ترلاسه کولو  ویاړمنه شوه. [۱۲][۱۳]

په بل ګام کې امی جانسن د de Havilland DH.80 Puss Moth G-AAZV په نامه یو بله الوتکه ترلاسه کړه چې هغې برې د دویم جسن نوم کېښود. د کال ۱۹۳۱ د جولای په میاشت کې، هغې او پیلوت مرستیال جک همفرېس هغه لومړي کسان شول چې په یوه ورځ کې له لندن څخه تر ماسکو پورې پرواز وکړي او د ۲۸۳۰ کیلومتره یا ۱۷۶۰ مایله واټن الوت په  تقریبا یو ويشت ساعتونو کې بشپړ کړي. له هغه ځایه هغوی له سایبریا څخه له تېرېدو وروسته توکیو ته ورسېدل او او له برتانیا څخه تر جاپان پورې د الوت ریکارد ټینګ کړ.

په کال ۱۹۳۲ کې، هغې له سکاتلندې پيلوت جېم مولیسون سره واده وکړ چې جېم د یوه ۸ ساعته الوت په مهال هغې ته د لومړۍ کتنې څخه وروسته وړاندیز کړی و. د کال ۱۹۳۲ په جولای میاشت کې هغې له لندن څخه تر د جنوبې افریقا تر کېپ تاون پورې د اته ساعتونو الوت له لارې چې د   Puss Moth G-ACAB الوتکې چې د دیزرت کلاود په هم یادېده په الوزولو سره تر سره کړ د خپل نوي مېړه ریکار مات کړ. د دي هاویلاند او کسترول د تېلو کمپنۍ دا الوت په خپلو اعلاناتي کمپاینونو کې و کاراوه.  [۱۴]

دکال ۱۹۳۳ د جون په میاشت کې، امی جانسون له خپل مېړه مولیسون سره یوځای د سیفرر په نامه د G-ACCV de Havilland DH.84 Dragon I الوتکه د یوه نه درېدونکې پرواز به موخه د جنوبي ويلز له پنداین سندس څخه د نیویارک د بروکلین د فلوید بېنېت هوايي ډګر په لور والوزوله. موخه دا وه چې د سېفرر الوتکه د مولیسون له خوا د الوتنې د پیل نقطې ته وروسول شي ترڅو له نیویارک څخه تر بغداد پورې د نه درېدونکي پرواز ریکار د ټينګ شي. [۱۵]

په داسې حال کې چې د الوتکې تېل کم و او د شپې په تیاره کې یې آلوتنه کوله نو جوړې ( مېړه اوښځې) تصمیم ونیو چې نیویارک ته په کم واټن کې ښکته شي.  د کونېکتیکت په ستراتفورد کې د برایج پورت مونسیپل د هوایي ډګر ( چې اوس یې نوم سیکروسکي مېموریل هوایي ډګر دي) د څراغونو په لیدلو سره، هغوی مخکې له دې چې الوتکه  له هوایي ډګربهر د فاضلابو یوه لښتي ته نژدې د سقوط په ډول ښکته شي الوتکې ته پنځه دورې ورکړې. دواړه مېړه اوښځه له الوتکې وغورځېدل  خو یواځې بدن ځينې ځایونه یې څېرې او پرې شول. له ښه کېدو وروسته، هغوی د نیویارک د ټولنې له خوا استقبال شول اووال سترېت نه ښکته هغوی ته یو پرېټ اجراء شو. [۱۶][۱۷]

مېړه اوښځې په کال ۱۹۳۴ کې د G-ACSP, named Black Magic, a de Havilland DH.88 Comet الوتکې په الوزولو سره له برتانیا څخه هند ته الوت وکړ تر څو له برتانیا څخه تر استرلیا پورې پرواز د ریکارد ټینګولو لپاره MacRobertson Air Race  په مسابقه کې ګډون وکړې خو اړ کړل شول چې په ماشین کې د عارضې له امله له مسابقې څخه شاته تګ وکړي.  

د کال ۱۹۳۴ په سپتمبر میاشت کې، امی جانسن ( د خپل مولیسون دواده په نامه) د ښځو د انجینرۍ ټولنې ځوانه رئیسه شوه چې پخوا یې مرستیاله وه. هغه د الیزابت ام کینېدی( دا له کال ۱۹۳۴ څخه دمخه د ښځو د انجینیرۍ د ټولنې رئیسه وه)   څخه وروسته د هغې د رول ځای ناستې شوه چې له دې وروسته ایدت ماری دوګولوس د دې ټولنې رئیسه شوه. هغه په دې ټولنه کې تر مرګ پورې فعاله وه. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د کال ۱۹۳۶ د مې په میاشت کې، هغې خپل وروستۍ ریکارد ماتوونکی پرواز تر سره کړ. د هغې دا پرواز د ګراویسند څخه پیل کړ او له برتانیا څخه تر جنوبي افریقا پورې یې د پرواز ریکارد د G-ADZO, a Percival Gull Six په واسطه مات کړ. په همدې کال کې هغې ته د رویل اېرو کلب د طلا مډال ورکړل شو.[۲۲][۲۳]

هغې وروسته د خپل د بې ماشینه الوتکې مهارتونه د مېدلند ګلیدینګ کلب سره تقویه کړل چې له دې کلب سره دا په کال ۱۹۳۷ کې یو ځای شوې وه او د دویمې نړیوالې جګړې تر پیل پورې چې د بې ماشینه الوتکې الوتونه وځنډیډل هغه د دې کلب فعاله غړې وه. په کال ۱۹۳۸ کې هغې خپله بې ماشینه الوتکه د لندن په واالسال اېرودروم کې له یوې نندارې وروسته د ښکته کېدو په مهال چپه کړه خوډېره ژوبله نه شوه. له دې پېښې هغې خبریالانو ته وویل(( زه تراوسه اعلانوم چې د بې ماشینه الوتکې په واسطه الوت د الوتکې په واسطه د الوت په پرتله خوندې ده)). په همدې کال هغې له خپل مېړه مولیسون څخه طلاق واخیست او ژر یې  بېرته خپل پلارنی اعاده کړ. [۲۴][۲۵][۲۶]

هغه د ژوند کولو د نورو لارو لکه د سوداګرۍ سودا ګریز شراکت، ژورنالیزم او فیشن له لارو د پیدا کولو په لټه کې شوه. هغې به د دیزاین کوونکې السا سچیاپارلي لپاره د جامو مودلونه جوړول او د هغې لپاره به د هغې په نامه د سفر بکسونه جوړول. [۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. "Amy Johnson pioneering aviator" (PDF). Hull Local Studies Library, Hull City Council. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dunmore, Spencer (2004). "Undaunted: Long-Distance Flyers in the Golden Age of Aviation" Toronto: McClelland & Stewart. ISBN 0771029373. pp. 194–195.
  3. "The Royal Aero Club of the United Kingdom: Official notices to members". Flight. 25 October 1929. د کتاب پاڼې 1141. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Aitken, Kenneth (July 1991). "Amy Johnson (The Speed Seekers)." Aeroplane Monthly, Vol. 19, no. 7, Issue no. 219. p. 440.
  5. "Amy's Yorkshire Flying Club". Amy Johnson Arts Trust. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. . Amy's Yorkshire Flying Club.
  7. Dunmore, Spencer (2004). "Undaunted: Long-Distance Flyers in the Golden Age of Aviation" Toronto: McClelland & Stewart. ISBN 0771029373. pp. 194–195.
  8. Eden, P. E. Civil Aircraft 1907–Present 2012 p. 46 colour drawing ISBN 9781908696649
  9. Captain Lester Brain beside Amy's "Jason". Ted Hood. 1931. information from original catalogue record الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  10. (په 30 May 1930 باندې). Miss Amy Johnson.
  11. Marshall, A. C., المحرر (1934). Newnes Golden Treasury. George Newnes Ltd. د کتاب پاڼې 488 (photo plate opposite). The photograph was taken at Insein, and shows how the plane was damaged in landing. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. کينډۍ:London Gazette
  13. "Brearley Pilot's Licences". Treasures of the Battye Library. State Library of Western Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اکتوبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. De Vries, G. Wingfield. A Pictorial History 1991 pp. 79–80 with photos ISBN 0620159391
  15. Ignasher, Jim (30 December 2015). "Stratford, CT – July 23, 1933." Archived 10 May 2019 at the Wayback Machine. New England Aviation History. Retrieved: 9 January 2016.
  16. Aitken, Kenneth (July 1991). "Amy Johnson (The Speed Seekers)." Aeroplane Monthly, Vol. 19, no. 7, Issue no. 219. p. 440.
  17. "Fly ocean, crash near goal." Chicago Daily Tribune, 24 July 1933. Retrieved: 9 January 2016.
  18. "The Woman Engineer Vol 5". www2.theiet.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "The Women Engineer, vol 3 p. 309". www2.theiet.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  20. "The Woman Engineer vol 3 pg 235". twej.theiet.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مارچ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "The Woman Engineer vol 3 pg 397". twej.theiet.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مارچ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Aitken, Kenneth (July 1991). "Amy Johnson (The Speed Seekers)." Aeroplane Monthly, Vol. 19, no. 7, Issue no. 219. p. 440.
  23. De Vries, G. Wingfield. A Pictorial History 1991 p. 99 with photo ISBN 0620159391
  24. Smith, Constance Babington (2004). Amy Johnson. Stroud, Gloucestershire, UK: The History Press Ltd. ISBN 978-0-75093-703-0. pp. 312–313.
  25. (په 20 July 2022 باندې). [{{{url}}} Aviation heroine's close shave]. Shropshire Star.Article by Toby Neal, title referred to the gliding accident in Walsall in 1938.
  26. "Helliwells aircraft component factory at Walsall airport." Archived 28 September 2011 at the Wayback Machine. Black Country Bugle, 25 November 2010. Retrieved: 19 May 2013.
  27. "About Amy". Amy Johnson Project. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Air Transport Auxiliary". www.rafmuseum.org.uk. مؤرشف من الأصل في ۲۱ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)