امین الله نوري په انګریزي Aminullah Noori

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امین الله نوري د محمدزمان زوی د غزني ولایت قره باغ ولسوالي په بهادرګې کلي کې سترګې وغړولې.

زده کړي: ښاغلی امین الله نوري په یوه دینداره او متدینه کورنۍ کې پیدا شوی په وړکتوب کې له خپلی کورنۍ جلا شوی او پالنه یې نیکه مرحوم استاد عبدالله ګل ریان کړي ده، نوموړي په دارالهجرت کې خپلی زده کړې د پاکستان کویټې ښار په امام ابوحنیفه رح عالي لیسه کې مکملې کړي دي. او له همدي لیسې یې شهادت نامه ترلاسه کړي ده. بیا د کانکور ازموینې له ورکولو وروسته د کمپیوټر ساینس پوهنځی ته په ښو نمرو بریالی شو. دا چې پوهنځی یې خوښه نه وه په غزني ولایت کې یې خصوصي پوهنتون کې د طب معالجوي رشته شروع کړه.