امين رنځور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پښتون ليکوال او «ژورنالیست» دی، اصلاً د لوګر ولایت د ازری ولسوالۍ د منګل د سيمی اوسيدونکی خو له دوه زره یو کال راهيسی په ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کی اوسيده.

د روسيې خلاف د افغانانو تر پاڅون وروسته له خپلی کورنۍ سره د ډيورنډ بلی غاړی کوهاټ ضلعی ته کډه شول، سره له دی چی د پاکستان حکومت اجازه نه ورکوله خو په ځوانو افغانانو کی د يو ريښتيني ملي فکر ژوندي ساتلو لپاره يې په پښتو او انګريزۍ اخبار (National Tribune) شروع کړ چی په کمشنرۍ مکتبونو کی به تقسيمېده او څو ځله پاکستاني حکومت بنديز پری ولګاوو خو بيا يې هم تر دوه زره ميلادي کال پوری دوام وکړ.

د يوولسم سپتمبر له پيښو وروسته چی کله امريکا د طالبانو حکومت نسکور کړ نو هيواد ته ستون شو او د ملي فکر په نوم اخبار یی پيل کړ چی د ډيورنډ په پوله پرتو ولایاتو کی به وړيا توزيع کیده. نه یوازی دا بلکی د افغانستان په ختيځ کی يې د بی روزګاره ځوانانو لپاره د پژواک په نوم د حرفوي زده کړو يو مسلکي انسټيټيوټ بنياد کیښود چی سلګونه کسانو ته يې په شپږو برخو کی تخنيکي زده کړی ورکولی.

ددی ترڅنګ یی څو جلده کتابونه ليکلي او ژباړلي دي چی يوشمير یی چاپ شوي هم دي. فلسفه په ساده ژبه، ستر فيلسوفان يې مشهوری ژباړی او د نړۍ سترمذاهب، ماډرن پولټري فارمينګ، کوچنی انسان يې مشهور ليکل شوي کتابونه دي.

په بيلابيلو دولتي او غيردولتي څوکيو يې کار کړی او ددی ترڅنګ يې د ايکوزون، ويټيريا او انټرلينک په نامه د زراعت، مالدارۍ او سايبري خدماتو کمپنۍ هم رامنځته کړی وی چی د خپل وخت ګټوری هلی ځلی یی کړي دي.