امان الله ساهو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امان الله ساهو

امان الله ساهو (۱۳۳۶ لمريز لېږدي کال کوندوز ولايت، چاردره ولسوالۍ - د ۱۳۷۷ ل ل کال د چنگاښ ۲۳، کوزه پښتونخوا، سوات)، د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال دی.

مخينه

امان الله ساهو پر ۱۳۳۶ لمريز کال د کوندوز ولايت په چهادرې ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې هماغلته بشپړې کړې او تر منځنيو زده کړو وروسته د کابل پوهنتون په ساينس پوهنځي کې شامل شو . په پوهنځي کې تر زده کړو وروسته ، هماغه مهال کله چې پر هېواد د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د يرغل شپې ورځې وې ، پېښور ته پردېس شو او د مقاومت په ليکو کې یې قلم او ټوپک دواړه وکارول . خو لکه څنگه چې دی د قلم پر ارزښت پوهېده ، نو د جهاد په ليکو کې یې د قلم ونډه درنه وه.

دندې

امان الله ساهو يو مهال د پيکين راډیو د پښتو خپرونې په څانگه کې کار کړی دی او د سپېدې مجلې د ليکوالو د کتونکيو په ډله کې هم فعال غړی وو.

کورنۍ

امان الله ساهو واده کړی وو، د «مينه» په نامه لور او د «حمزه» په نامه زوی لري. ساهو د پښتو ژبې د نامتو شاعر محمد صديق پسرلي زوی او د عصمت څاروان، ايمل پسرلي، اجمل پسرلي او اسد الله غضنفر ورور دی.

مړينه

امان الله ساهو د ۱۳۷۷ لمريز کال د چنگاښ پر ۲۳ د کوزې پښتونخوا په سوات کې د ۴۱ کلو په عمر د زړه د درېدو لامله ومړ. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي اثار

د شعر بېلگه

اخځونه

۱- لېمه (مجله)، اتمه گڼه، د ۱۳۷۷ ل ل کال وږی، د ۱۹۹۸ زېږدي کال سيپټمبر، مسکو چاپ.

۲- محمد صديق پسرلی، پښتو برېښنايي پوهنغونډ.‎