اېمل پسرلی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اېمل پسرلی

ايمل پسرلی (په انگرېزي: Emal Pasarlai) يو افغان پښتو ژبی ليکوال او خبريال دی. نوموړی په پښتو ژبه ليکوالي کوي او همدا راز د لنډو کيسو څو کتابونه يې چاپ شوي دي. د ليکوالۍ تر څنگ د بي بي سي د پښتو څانگې خبريال او وياند هم پاتې شوی دی.

مخينه

ايمل پسرلی د افغانستان په کندوز ولايت کې زيږيدلی دی. نوموړی د نامتو پښتون شاعر او اديب محمد صديق پسرلي زوی، د پښتنو کيسه ليکوالو اسد الله غضنفر، اجمل پسرلي او د آزادۍ راډيو د خبريال او ليکوال عصمت الله څاروان ورور دی.

زده کړې

ايمل پسرلي د کوشنيتوب دوره په کندوز کې تېره کړې او لومړني دوه ټولگې يې په کابل کې لوستي دي. ده د پېښور له پوهنتونه د لسانس سند اخيستی دی. د نوې مېډيا په نامه يې نورې زده کړې د انگلستان پهلندن کې بشپړې کړي دي.

دندې

دوتنه:EMal.jpg
اېمل پسرلی

اوس هم په لندن کې ژوند کوي او له بي بي سي راديو سره په کار بوخت دی.

ادبي کارونه

ايمل پسرلي د ١٩٩٤ کال څخه تر ١٩٩٦ کاله پورې له لندن څخه په پښتو ژبه د ډيوې مياشتنۍ مجله خپروله. هغه ډيرې لنډې کيسې ليکلې او يو ناول او د ډرامو يوه ټولگه يې هم خپره شوې ده.

چاپ شوي آثار

د ده د چاپ شويو کتابونو نومونه په دې ډول دي:

  1. څلورمه لار - د لنډو کيسو ټولگه
  2. بې ځالې مرغۀ - ناول
  3. ډالري معاش - د ډرامو ټولگه
  4. يو مزل دوه نړۍ - د لنډو کيسو ټولگه

ناچاپه آثار