امام حسن او امام حسین (حسنین)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب ځانګړنې:

د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

وېبپاڼه:www.andyal.com

امام حسن او امام حسین (حسنین)[سمول]

داچې انسان تل لارښود ته اړمن دی، (لکه اوبو، خوړو او هوا ته  چې اړمن دی) امامت او مشري د یوه ځانګړي وخت لپاره نه ده؛ بلکې د لمر په څېر د تل لپاره د هدایت او ښیون په وړانګو عقلونه او اندونه رڼا کوي.

امام حسن د نبوي کورنۍ د امامانو د لړۍ دویم امام دی، په رمضان میاشت کې، درې کاله روسته له هغه وزيږېد، چې رسول الله (ص) مدینې ته مهاجر شو، نیکه یې ورته په غوږ کې اذان وکړ او عقیقه یې ورکړه.

په کوشنیتوب کې یې د قرآن آیتونه او د خپل نیکه ویناوې اورېدې او په کور کې به یې مور ته ویلې او هر مهال به چې حضرت علي، حضرت فاطمه پوښتله: (( دا آیتونه دې له کومه اورېدلي؟)) ویل به یې: (( له حسن نه مې اورېدلي دي.))

امام حسن ډېر متواضع او مخ ماتی و. یوه ورځ یوه ډله ماشومانو، چې یوازې وچه ډوډۍ یې درلوده، امام حسن یې مېلمه کړ. آنحضرت هم ومنله او بیا امام حسن هغوی مېلمانه کړل. چا به چې ورسره ناوړه چلن وکړ، سینه یې ورته پراخوله. یوه ورځ یو شامي سړي د امام حسن سپکاوی وکړ او و یې کنځه، امام چوپ پاتې شو او چې کله پوه شو، چې هغه د نشتمنۍ او بېوزلۍ له لامله تنګلاسی دی، و یې ویل: (( که لار دې ورکه کړې، چې لارښوونه دې وکړم، که وږی یې، چې موړ دې کړم او که اړتیا لرې، چې درپوره یې کړم؟)) هغه سړي په خېجلتیا وویل : (( خدای په خپله ښه پوهېږي، چې څوک امام وټاکي.))

امام حسین د نبوي کورنۍ د امامانو د لړۍ درېیم امام دی، د درېیم هجري کال، شعبان میاشت په درېیمه نېټه زيږېدلی دی.

نیکه یې ورته په ښي غوږ کې اذان او په کيڼ کې یې ورته اقامه وویله. د وحې پرښتې ورته الهي پيغام راووړ، چې نامه یې حسین ده. نیکه یې د زوکړې پر اوومه ورځ پسه حلال کړ او د پسه غوښه او سپین زر یې پر بېوزلیو وویشل.

سلمان فارسي (رض) وايي:

رسول الله (ص) به امام حسین پر خپل زنګانه کېناوه، ویل یې: ((ته امام، د امام زوی او امامانو پلار یې. نهه امامان ستا له ځوځاته دي، چې روستی یې قایم دی.))

امام حسین، چې کوشنی و، رسول الله (ص) په غېږ کې رانیوه، ښکلاوه یې، ویل یې :

(( حسین منی و انا من حسین[1]= حسین له ما ځنې او زه له حسین ځنې یم.))

په کوفه کې وچکالي وه، خلک حضرت علي کرم الله وجهه ته ورغلل او له وچکالۍ یې سر وټکاوه. آنحضرت خپل زوی امام حسین ته وویل: ((پاڅه او دعا وکړه.)) امام حسین پاڅېد، الله یې وستایه او پر رسول الله (ص) یې تر درود روسته د ورښت دعا وکړه. د آنحضرت د دعا له پای ته رسېدو سره سم، وریځې راپیدا شوې او ورښت وشو.

په صفین جګړه کې د حضرت علي کرم الله وجهه لښکر تږی شو، ځینې په اوبو پسې ولاړل؛ خو تش لاس راستانه شول. امام حسین له خپل پلاره په اجازې په اوبو پسې ولاړ او را یې وړې. حضرت علي په ژړا شو، وپوښتل شو: ولې ژاړې؟ و یې ویل: همدا کس چې نن یې مسلمانان خړوب کړل، په راتلونکي کې به په کربلا کې د اوبو ترڅنګ تږی شهید شي.

امام حسین د امام حسن د امامت او مشرۍ په پېر کې وویل:

(( امام حسن مې رور او امام دی او زه یې لاروی یم.))

امام حسین یو وخت د خپل نيکه پر اوږو سپور ګرځېده او یو وخت په کربلا کې د اسونو تر پښو لاندې ولتاړل شو؛ خو مهمه داده، چې په دواړه حالتونو کې له الله خوښ و او ویل یې: (( الهی رضا برضاک))

امام حسین چې کوشنی و او نیکه یې د اختر لمانځه ته تله؛ نو له ځان سره یې وړه او له رسول الله (ص) سره یو ځای یې تکبیر (( الله اکبر)) وایه. په کوم ځای کې چې په کار وه، چې رسول الله (ص) چا ته ښېراوې او مباهله ورسره وکړي؛ نو هلته هم حسین ورسره و.

نیمه شپه وه، امام حسن له خوبه راپاڅېد، اوبه یې وغوښتې، پر هغه شپه رسول الله (ص) د فاطمه الزهرا په کور کې مېلمه و، راپاڅېد او دې ماشوم ته یې اوبه راوړې. په همدې ترڅ کې امام حسین هم راویښ شو او اوبه یې وغوښتې؛ خو آنحضرت (ص) لومړی اوبه امام حسن ته ورکړې. فاطمې بي بي وپوښتل : حسن درباندې ډېر ګران دی؟ رسول الله (ص) وویل: (( دواړه راته یو شان دي؛ خو وار د حسن و، اوبه لومړی هغه غوښتې وې.))

امام حسین د ظالم حکومت پر وړاندې په مړانه ودرېد او چمتو شو، چې پخپله، ملګري یې، ان تی روی نوی زېږی یې شهیدان شي؛ خو ظلم او ظالم ته یې غاړه کېنښووله او ټولو انسانانو ته یې وښووله چې: ((عزت، د حق پر لار په تګ کې دی او د حق په لار کې شهادت، د باطل په لار کې تر ژونده غوره دی.))

ان په کربلا کې ځوانانو؛ حضرت قاسم وویل : (( که داسې وي، چې ځواک او واک له امویانو سره وي؛ نو ما ته مرګ تر شاتو خوږ دی.))

هو! ژوند هغه مهال خوږ دی، چې مشر، قانون او اخلاق الهي وي.


[1] . بحارالانوار، ۴۳ ټوک، ۲۷ مخ.