الپرازولم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الپرازولم

ژباړه: وړانګه اکبر

الپرازولم (Alprazolam) د اندېښنې ضد درمل دي چې په بازار کې د زَنَکس xanax په نوم خرڅېږي.دغه درمل د benzodiazepines په نوم د درملو له ډلې څخه دی. الپرازولم د اندېښنې په درملنه کې کارول کېږي، همدارنګه د وېرې ،تروروالي او خفګان په درملنه کې هم ورڅخه کار اخیستل کېږي.

د الپرازولم د کړنې مېخانیکیت: د نوموړو درملو د کړنې مېخانیکیت په څرګند ډول نه دی معلوم خو ټول benzodiazepines چې الپرازولم هم د همدوی له ډلې دی په دماغو کې له یو ډول آخذو سره چې Gama amino butyric acid په نوم دي یو ځای کېږي او د همدې آخذې په منځګړیتوب د نیوروټرانزمشن (د خبر یاسیالې لېږد د یو نیورون څخه بل نیورون ته کوم چې دا دواړه د ساینپس په واسطه سره یوځای شوي دي.)نهې کېدل زیاتېږي. په دې سره به د یو نیورون څخه بل نیورون ته سیاله و نه لېږدول شي او چې سیاله یا خبر ونه لېږدول شي کس د چاپېریال د پېښو په وړاندې کوم غبرګون نه ښکاره کوي او خوبوړی حالت رامنځته کېږي.چې همدا د الپرازولم تر ټول غوره اغېزمنتیا ده.

الپرازولم په ځیګر کې مېټابولایز(د درملو په کوچنیو ټوټو ویشل ترڅو ښه په مصرف ورسېږي او په اسانۍ سره اطراح شي.) کېږي او د اغېرو څرګندولو ته چمتو کېږي، اواطراح یې د پښتورګو په واسطه صورت نیسي. د الپرازولم د کارولو لارې چارې:

دغه درمل کېدای شي چې یو ټابلیټ له اوبو یا پرته له اوبو د خولې له لارې واخیستل شي پرته له دې چې وژوول شي، یا میده شي او یا یې په ټوټو ټوټو وویشو.درمل له کمې اندازې څخه پیل کېږي او د زینو د پاټکو په څېر یې په دوز کې زیاتوالی رامنځته کېږي. اندازه: نوموړي درمل ځوانانو ته په هغه صورت کې چې د اندېښنې ناانډولي ولري له ۰.۲۵ څخه نیولي تر۰،۵ ملي ګرامه د ورځې درې ځلې ورکول کېږي.اعظمي او ترټولو ډېره اندازه یې ۴ ملي ګرامه ده.

خو په هغه صورت کې چې یو ځوان د وېرې او اضطراب ناانډولي ولري په ورځ کې درې ځلې ۰،۵ ملي ګرامه الپرازولم ورکول کېږي او تر ټولو زیاته اندازه ېې ۱۰ ملي ګرامه دی.که د ورځې په اوږدو کې مو د درملو د کارولو یو ډوز هیر کړ، نو هیر شوی دوز پرځای پرېږدئ او په راتلونکي دوز کې یوازې د هماغه دوز درمل واخلئ نه د هیر شوي دوز سره یو ځای.که درمل له خپل اندازې څخه زیات وکارول شي، ساه اخیستل به ټکنی شي. هغه درمل چې باید د الپرازولم سره یو ځای ونه کارول شي:

ټول هغه درمل چې د ساه په اخیستلو کې ستونزې رامنځته کوي او د ساه اخیستلو د وروسته والي سبب ګرځي یا د خوب راوړونکي درمل باید د الپرازولم سره یو ځای و نه کارول شي ، دبېلګې په ډول opioid درمل چې پکې د هایډروکوډون او کوډین کارول د الپرازولم سره منع دي. همدارنګه هغه کسان چې الکول کاروي هم الپرازولم نه شي کارولای.

اړخیزې اغېرې:

خوبوړی حالت، خفګان ، سردرد، دستړیا احساس، دخولې وچوالی،اوپه یادښت کې ستونزې رامنځته کېدل د نوموړو درملو تر ټولو دودېزې اړخیزې اغېزې دي. د درملو په واسطه ستړیا او ارام راوړونکی حالت شونې ده چې یوازې دیو څو ورځو په اوږدو کې پرمختګ وکړي. کله چې الپرازولم کارول کېږي د درملو د دوز پوره کېدو ته نږدې باید په ځنډني ډول سره د درملو کارول ودرول شي، که چېرې درمل ناڅاپه ودرول شي د نښو د بیا را ستنېدو لامل ګرځي.که الپرازولم د ټاکل شوې کچې څخه زیات وکارول شي په کس کې د کوما او مړینې د رامنځته کېدو سبب کېږي.

هغه حالات چې الپرازولم پکې باید په احتیاط سره وکاروو:

الپرازولم باید په ماشومانو اوهغو کسانو کې په احتیاط سره وکارول شي کوم چې د الکولو په کارولو روږدي دي. د دې درملو په کارولو کې ځانګړې پاملرنه باید بلاربو(حامله) مېرمنو او په عمر تېر خلکو ته وشي.هغه کسان چې پرته له اندېښنې او خفګان څخه نورې ناروغۍ ولري پرته د ډاکټر له مشورې باید چې الپرازولم ونه کاروي.