الهي عدل (نیاو)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب ځانګړنې:

د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

وېبپاڼه:www.andyal.com

الهي عدل (نیاو)[سمول]

حضرت مولا علي کرم الله وجهه وویل: ((هر څه په خپل ځای کې ایښوولو ته او په غوره بڼه د هر کار ترسره کولو ته عدل وايي.[1]))

البته مهمه ده، چې په دې پوه شو، چې عدل په هر ځای کې د مساوات په مانا نه دی. عادل ښووند هغه نه دی، چې ټولو زده کړیالانو ته یو شان نمرې ورکړي؛ بلکې هغه ښووند عادل دی، چې هر زده کړیال ته یې خپلې نمرې ورکړي.

عادل ډاکټر هغه نه دی، چې ټولو رنځورانو ته یوه شان نسخه ولیکي؛ بلکې هغه طبیب عادل دی، چې هر رنځور ته یې د رنځ له مخې درمل ورکړي.

الله، عادل حکیم دی؛ یعنې عدل یې د حکمت پر بنسټ دی.

د الله عدل؛ یعنې داچې الله د یوه ژوي حق هم نه لتاړي، له دې خو به تېر شو، چې یوه ژوي هم له پیله پر الله یو حق هم نه درلود، چې ولتاړل شي. موږ خو مخکې نه وو او نه مو څه درلودل، چې راځنې واخستل شي او یا تېری راباندې وشي.

لارڼاوي ته یوې بېلګې ته پام وکړئ:

د ((ادب)) په ټکي کې ((الف)) ولاړ، ((دال)) کوږ او ((ب)) پرته ده؛ نو که دې توریو عقل او شعور درلودای، پر لیکوال یې د نیوکې حق درلود؟ آیا ((الف)) حق درلود، چې پر لیکوال نیوکه وکړي، چې زه دې ولې پر پښو درولی یم او ((دال)) نیوکه وکړي، چې زما ملا دې کږه کړې او یا ((ب)) ووايي، چې زه د سملولې یم؟ نه ! هېڅکله نه! ځکه دا توري له مخکې نه وو او موږ یې پورووړي هم نه یو. هوښیار او د موخې خاوند لیکوال دا توري یو د بل ترڅنګ ایښي او ددې په پامنیوي چې هر توری یو غږ لري او له ګډونه یې د ((ادب)) ټکی جوړېږي.

په پنځونه کې هم یو جماد، یو نبات، یو څاروی او یو یې انسان دی او څلور واڼه ډلې یې په سلوګونو بېلګې، بڼې، رنګونه او ځانګړی اغېز لري. علیم او حکیم الله دا مخلوقات وپنځول او د یوې سترې موخې لپاره یې یو د بل ترڅنګ کړل (لکه د ((ادب)) د ټکي په څېر) او داچې یو یې هم له مخکې موجود نه و؛ نو یو یې هم د نیوکې حق نه لري.

بله بېلګه:

که یو ستره غالۍ په چاقو ټوټې ټوټې کړو؛ نو د غالۍ پر خاوند تېری شوی دی؛  ځکه دې غالۍ له ځانه ستروالی درلود؛ خو که یوه سړي له پیله یو کوشنی ټغر اوبدلی وي؛ نو په دې بڼه کې کوم تېری نه دی شوی؛ ځکه دې ټغر له مخکې کوم ستروالی نه درلود، چې ستروالی مو ترې اخستی وي. پردې سربېره، تېری خو به هغه مهال وي، چې له ستر او کوشني ټغر نه مو یو شان تمه وي؛ خو که له هر څه، په خپله اندازه تمه ولرو؛ نو په دې بڼه کې تېری نه دی شوی. د بېلګې په توګه: که یو کس ته زر افغانۍ او بل ته لس زره افغانۍ ورکړو او ورته مو وویل چې بوره وپېره او دا دواړه په دې پیسو بوره وپېري. دلته د دواړو ثواب یو شان دی؛ ځکه دواړو یو شان پر خپله دنده عمل کړی دی. که یوه یې د بل په پرتله لږه بوره راوړې، لنډون یې نه دی کړی؛ ځکه پیسې یې لږې وې.

تردې بېلګو روسته پوهېږو، چې د الله د عدالت مانا دا نه ده، چې ټول انسانان د اورلګيد او یا هم د صابون د قوطۍ په شان یو شان وي؛ بلکې همداچې الله بېلابېل څیزونه یې پنځولي او له هر یوه یې مناسبه تمه درلودلې، عادل دی.

څوک چې ډېر برخمن دی، پازوالي یې هم ډېره ده؛ لکه که په یوه موټر کې مو ډېر تېل واچول؛ نو له هغه موټره د ډېر مسافت وهلو او ډېر بار وړلو تمه هم کېږي.

الله ټول مخلوقات په یو لړ حکیمانه توپیرونو پنځولي دي او هر موجود ته یې، کمال ته د رسېدو لپاره مناسبه لار ټاکلې ده او خپل هر حکم ته یې ثواب یا عذاب ټاکلی دی او د یوه توکم او بل توکم او د یوه ټبر او بل ټبر او د یوه وګړي او بل وګړي ترمنځ یې هېڅ ډول تبعیض نه دی کړی.

هر انجینیر، د ودانۍ د لاندېنیو پوړونه سیخ او اوسپنه ډېره اچوي او دا تېری نه دی.

هر ښووند د زده کړیالانو د مهارت او د پوښتنو د ځواب پر بنسټ نمرې ورکوي او دا تېری نه دی.

د موټر جوړولو په فابریکه کې نټ او بولټ کوشني خو ټایرونه ستر جوړېږي او له هر یوه یې یوه تمه کېږي؛ خو دلته یو کس هم د فابریکې څښتن ته ظالم نشي ویلی.

په هستۍ کې توپیرونه، د الله د ځواک نښې دي؛ لکه څنګه چې خدای په قرآن کریم کې وايي: (('وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ[2]'= او (د ځواک) له نښو یې د اسمانونو او ځمكې پنځون او ستاسې د ژبو او رنګونو ( توپير او) بېلابېلوالى دى.))


[1] . نهج البلاغه، ۴۳۷ حکمت.

[2] .روم/۲۲