الطور (مصر)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الطور (عربي: الطور)کينډۍ:IPA-arzپه مصر هیواد کي د سویلي سینا اړوند یو کوچنی ښار دی. ددې ښار نوم د عربي د جبل الطور د اصطلاح څخه اخیستل سوی، کوم چي پیغمبر موسی(ع) د خدایﷻ سره ورباندي ملاقات ترسره کړ.

د تاریخونو له مخي الطور ښار پخپله په 13 پیړۍ کې د لرغوني ریتو (منځنۍ دورې رایا ) ځای ته نږدې رامنځ ته سوی دی. یاد ښار د مسلمان حاجیانو لپاره د قرنطین کمپ وو، کوم چي له حج څخه راستنېدل. الطور د خپلو چینو او ښکلو ځایونو له مخي د شرم الشیخ او سینټ کیترین سره په سویلي سینا کي د سیاحت یو مهم ځای دی.