الحاد یا بې‌دیني د روشنګرۍ په دوره کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الحاد یا بې‌دینواله (Atheism)، د دیدرو د مدخل او د دالامبر د دایرة المعارف د تعریف له مخې، "د هغو کسانو نظریه ده چې په نړۍ کې د خدای له وجود څخه انکار کوي. یوازې د خدای وجود ردول هم الحاد نه دی. د الحاد پر کرکجن لقب یو څوک هغه مهال تورنېږي، چې د خدای تصور ولري او رد یې کړي." د روشنګرۍ یا روښانوالې په پېر کې، ښکاره او څرګند الحاد په مذهبي آزادۍ او مذهبي زغم کې له پرمختګ سره شونی شو، خو بیا هم د تشویق په حد کې نه و.[۱]

د بې‌دینۍ یا الحاد تورونه رایج وو، خو ډېری هغه خلک چې د خپلو هم‌څنګانو له لوري د الحاد شک پرې کېده په حقیقت کې بې‌دینان یا ملحدین نه وو. ښکاري چې په دې دوره کې هولباخ او دني دیدرو دوه له دغه کم شمېر ښکاره پېژندل شوو ملحدینو څخه وو. توماس هابز له مقدس کتاب څخه د خپل ماتریالیستي تفسیر له کبله تر ډېره یو ملحد بلل کېده – هنري هاموند، د هغه یوه پخواني ملګري، نوموړی په یوه لیک کې "مسیحي ملحد" بللی. ډیویډ هیوم د "دین طبیعي تاریخ" په اړه د لیکلو له کبله پر الحاد تورن و. پیر بېل بیا د نوموړي په انتقادي قاموس کې د یوې اخلاقي الحادي ټولنې له شونتیا څخه د دفاع له کبله پر الحاد تورن و، او باروخ سپینوزا ډېری وختونه د خپل "پانتیزم" له کبله د یوه ملحد په توګه مطرح و. که څه هم، دغو درې واړه څېرو د دا ډول تورونو پرضد له ځانه دفاع کړې ده.[۲]

د مذهبي زغم زیاتېدل[سمول]

د مذهبي اصلاحاتو او اصلاحاتو-ضد دورو کې اروپا یوه "آزاروونکې ټولنه" وه او مذهبي لږکي یا الحاد پکې د زغم وړ نه و. حتی په فرانسه کې، چېرې چې د نانت فرمان په ۱۵۹۸م کې صادر او بیا په ۱۶۸۵م کې بېرته لغوه شو، د اتلسمې پېړۍ په پیل کې د مذهبي آزادۍ او نورو ادیانو د زغملو ډېر لږ ملاتړ موجود و. دولتونو د دوو لاملونو له کبله د دیني یووالي ساتنې ته اندېښنه لرله: لومړی دا چې دوی باور درلود چې د دوی انتخابي منښته یا پر ګناه اعتراف خدای ته د رسېدو لاره وه او نور ادیان بدعتي او الحادي وو؛ او دویم دا چې مذهبي یووالی د ټولنیز او سیاسي ثبات لپاره هم اړین و. د مذهبي آزادۍ او زغم زیاتېدل د عمل ګرایۍ یا پاراګماټیکو سیاسي انګېزو او هغو اصولو پایله وه چې د روشنګرۍ فیلسوفانو یې ملاتړ او ننګه کوله. د اتلسمې پېړۍ د ډېری بحثونو یوه اصلي موضوع دین وه. دا په قهوه خانو کې او د روشنګرې اروپا د ټولنو د بحثونو موضوع وه او هم د فیلسوفانو ترمنځ د اختلاف ځای و. مایکل جې. باکلي د مذهبي زغم او آزادۍ پیل او پرمختګ او خپله الحاد بې‌دیني، په مخکې کلونو کې شته دیني تاوتریخوالي ته د یوه غبرګون په توګه توصیفوي: له فرانسې څخه د هوګنوتانو شړل، د اسپانیا عقیدوي پلټنه، د جادوګرو محاکمې، د انګلیستان، سکاټلنډ او هالنډ داخلي جګړې. باکلي استدلال کوي چې "مذهبي جګړو د اروپایي فرهنګ پرمخ تلونکي سیکولرستي حساسیت کې د منښتې یا پر ګناه د اعتراف لومړیتوب په نه جبرانېدونکي ډول بې اعتباره کړی و." همدا نظریه اولې پیتر برېل او ري پورتر هم تکرار کړې ده. که څه هم، ماریسا لینتون ټینګار کوي چې دا تصویر عام و چې مذهبي تنوع د ناآرامۍ او احتمالي کورنۍ جګړې لامل کېږي.[۳][۴][۵][۶]

د جاسټین چمپیون له قوله، په انګلیستان کې مسئله د دیني حقیقت مشخصول نه وه چې آیا خدای شته دی کنه، بلکې خبره دا وه چې څه ډول کشیشان د هغه څه د ټاکلو توان ترلاسه کړي چې د حقیقت په توګه منل شوي دي. راډیکالو جمهوري غوښتونکو لکه هېنري سټاب، چارلېز بلونټ او جان ټولانډ دین د یوه ټولنیز او کلتوري بنسټ په توګه درک کړی و، نه د متعالي اصولو په توګه. د دوی اصلي انګیزه کشیشي درغلي او ټګماري وه. د توماس هابز د کتاب (لویاتان) په دویمه نیمایي کې د دغه ډول ضد روحاني تفکر نمونه موندل کېږي. هابز هم د تولاند او د دغې دورې د نورو ضد روحاني لیکوالانو په څېر، دین د تاریخ پر بنسټ درک کاوه. هغوی د دیني حقیقت او کلیسا په جلا کولو سره لا ډېرو مذهبي اختلافاتو ته لاره هواروله.[۷][۸]

دا چې فرانسه یوه مطلقه شاهي وه چې پادشاه ته پکې د الهي حاکمیت په سترګه کتل کېدل، عموما تصور دا و چې فرانسویان باید د هغه مذهبي تصورات خپاره کړي. د نانت فرمان چې د هوګنو لږکیو ته یې په فرانسه کې آزادي ورکړه، په ۱۶۸۵م کال کې لغوه شو. ماریسا لینتون استدلال کوي چې که څه هم فیلسوفانو په فرانسه کې د مذهبي آزادۍ یا زغم په زیاتولو کې رول لرلی دی، خو د فرانسوي هوګنوتانو فعالیتونو هم رول پکې لرلی دی: هغوی د فرانسې په لرې پرتو سیمو کې په عام ډول د عبادت پیل وکړ او د فرانسې ولیعهد ته د دوی دوامداره وفادارۍ ښایي د اووه کلنې جګړې په پیل او دوران کې د دوی د ایمان په اړه د پادشاه د شک په کمولو کې مرسته کړې وي. د اتلسمې پېړۍ په منځنیو وختونو کې، یانسنیستي روشنفکرانو د کالوینیستانو لپاره د مذهبي آزادۍ یا زغم اړوند مبارزې پیل کړې. لینتون استدلال کوي چې دغو عواملو هم عمومي افکار د مذهبي آزادۍ یا نورو ادیانو د زغملو په لور بوتلل. مذهبي آزادي یا زغم ټولو ته هم د منلو وړ نه و؛ د مثال په توګه، آبه هوټویل په فرانسه کې مذهبي آزادي یا د نورو ادیانو زغمل وغندل ځکه دا چاره د کلیسایي اقتدار د کمزوري کېدو او د بې دینۍ د تشویق لامل کېده. له دې سره سره، په ۱۷۸۷م کال کې شپاړسم لويي د مذهبي زغم یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې هغوی د واده کولو او شتمنۍ لرلو مدني حق تایید کړ، خو بیا هم دوی د عبادت له رسمي حق څخه محروم وو او نه یې شوای کولی چې دولتي مناصب ولري او یا ښوونکي شي. د پروتستانتانو لپاره بشپړ مذهبي زغم یا آزادي د فرانسې د انقلاب تر وخته نه ورکول کېده. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

مذهبي آزادي یا زغم خپله په دوو بېلابېلو برخو ووېشل شوه. د مذهبي زغم "د منلو وړ څېره" اساسا د اصلي جریان نظریه، د عبادت آزادي او د بېلابېلو کلیساوو سوله ییز ژوند و. دا نظریه د کانت، لاک، ولټر او هیوم له لوري د روشنګرۍ د عمومي څېرې په توګه له ملاتړ برخمنه وه. له بلې خوا، راډیکاله روشنګري د مذهبي آزادۍ یا زغم هغه نظریه وه چې له مخې یې راډیکالانو تر خپل منځ د سوله ییز ژوند پر ځای د فکر او بیان آزادي غوښتله. دا غورځنګ د لږ پېژندل شوو څېرو لکه هولباخ، دیدرو، کندورسه او په ځانګړې توګه سپینوزا له لوري رامنځته شو، چې د دغې برخې زړه او روح یې جوړوله. په کوم ځای کې چې عقل د راډیکالانو لپاره برتري لرله، منځلاري متفکرین په دې اند وو چې عقل باید پر عقیده او کلتور سره محدود شي. د روشنګرۍ دغو دوو مختلفو نظریو په ګډه د مذهبي زغم سخت متضاد تصور تشکیل کړ.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Yvon او Formey 2008.
  2. Tuck 2003، م. 111.
  3. Marisa Linton, "Citizenship and Religious Toleration in France" in Toleration in Enlightenment Europe, ed. Ole Peter Grell and Roy Porter (Cambridge: Cambridge University Press, 2000), 157.
  4. Linton, 157–158.
  5. Linton, 158.
  6. Buckley 1987، م. 39.
  7. Justin Champion, The Pillars of Priestcraft Shaken (Cambridge: Cambridge University Press, 1992), 7.
  8. Champion (1992), 134.
  9. Linton, 172.
  10. Linton, 169
  11. Linton, 170.
  12. Israel 1999، م. 6.