البېرټ کامو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
البېغت کامو

نامتو سوسياليست ليکوال او د ادبياتو د نوبل جايزې گټونکى فرانسوي توکمه آلبير کامو د ١٩١٣ کال د نومبر په اوومه نېټه په الجزاير کې په يوه کوچني کلي کې زېږېدلى دى. د کامو کورنۍ له هغو کډوالو څخه وه چې له فرانسې څخه د ځمکې او کروندگرۍ په موخه الجزاير ته تللي وو . پلار يې لوسين کامو نومېده او د آلبير له زېږېدو يو کال وروسته په لومړۍ نړيواله جگړه کې ووژل شو. آلبير د خپل پلار له وژل کېدو وروسته له خپلې اسپانوۍ مور سره په الجزيره کې خپل مورني ټاټوبي لاړ. د کامو ماشومتوب په بې وزله او کارگره ټولنه کې تېر شو او پدې مهال يې بې وزلي، درناوى او له بې وزلو سره همدردي ښه درک کړه. کامو د خپلو منځنيو زده کړو له بشپړولو سره الجزيرې پوهنتون ته لاړ او د ١٩٢٨ او ١٩٣٠ کلونو په اوږدو کې يې خپل لومړنى اثر هم وليکه. آلبير کامو په ١٩٣٤ کال کمونست گوند ته لاړ چې دوه کاله وروسته د گوند د دستور له مخې له غړيتوب څخه بې برخې شو. هغه په ١٩٣٥ کال کې د فلسفې لسانس تر لاسه کړ او د ١٩٣٦ کال په مۍ مياشت کې يې خپله لومړنۍ څېړنه هم خپره کړه. آلبير په ١٩٣٨ کال کې د الجزاير جمهوري غوښتونکو په نوې ورځپاڼه کې د خبريال په توگه کار پيل کړ او خپلې ټولې مقالې يې د لومړي شخص په روايتي بڼه ليکلې چې دا روده تر هغه مهاله په فرانسوي خبريالۍ کې نه وده دود شوې او بالاخره يې په ١٩٣٩ کال کې د قبيلې بې وزلي په نامه د مقالو ټولگه خپره کړه. آلبير کامو په ١٩٣٤ کال له سيمون هاى سره واده وکړ چې هغه په موفينو روږدې وه، چې د دوى دغه واده تر يوه کاله دوام وکړ او د سيمون په خيانت پاى ته ورسېده او کامو بيا په ١٩٤٠ کال کې له فرانسين فور سره واده وکړ. کامو د دوهمې نړيوالې جگړې په رانږدې کېدو سره د سرتيري په توگه خپل نوم ثبت کړ خو د سېل ناروغۍ له امله ونه منل شو. هغه پدې مهال د جمهوري پړاو ورځپاڼې اېډېټر وو چې په ١٩٤٠ کال کې د الجزاير د سانسور ادارې پرې د تړلو امر وکړ. د همدې کال په مارچ مياشت کې د ملي امنيت لپاره د گواښ په توگه معرفي شو او وړانديز ورته وشو چې له ښار څخه ولاړ شي او له همدې سره آلبرت کامو مخ په پاريس وخوځېده او هلته يې د پاريس مهال له ورځپاڼې سره خپل کار پيل کړ او وروسته له نازي لښکر څخه د ليرې والي په خاطر د ورځپاڼې له نورو کارکوونکو سره لومړى کلرمون فران ښار او بيا لويديځ ښار بوردو ته ولاړ. آلبير کامو په ١٩٤٢ کال کې د بېگانه په نوم خپل ناول او د سيزيف افسانې په نامه د خپلو فلسفي مقالو ټولگه کتابونه خپاره کړل. د کاليگولا ننداره يې په ١٩٤٣ کې خپره کړه او د پنځوسمې لسيزې تر پايه يې څو ځله سمه او بيا بيا وکتله. په همدې کال يې د يوه جرمني دوست ليکونه کتاب هم په پټه توگه چاپ او خپور کړ. آلبير کامو د جرمنانو سخت ضد وو او په ١٩٤٢ کال کې يې د فرانسوي مقاومت د ډلې غړيتوب تر لاسه کړ او په راتلونکي کال کې يې په پټه د ورځپاڼې چلونې ته مخه کړه. آلبير کامو د طاعون په نوم ناول په ١٩٤٧ کال خپور کړ او د هغه مهال تر ټولو په غوره او ډېر پلورل کېدونکي کتاب واوښت. کامو د خبريالۍ په ډگر له اوږده کار وروسته په ١٩٤٧ کال کې دغې لړۍ ته د پاى ټکى کېښود او دوه کاله وروسته يې د عادلانو په نوم ننداره خپره کړه او خپل فلسفي اثر يې د ياغي انسان په نامه په ١٩٥١ کې له چاپه وايستله. هغه څه وخت په يونسکو کې کار وکړ او بالاخره يې په ١٩٥٢ کال کې هلته استعفا ورکړه ، هغه هم ځکه چې ملگرو متلونو د جنرال فرانکو تر مشرۍ لاندې د اسپانيا غړيتوب رد کړى وو. کامو د خپل عمر تر پايه د الجزاير د خپلواکۍ مخالف وو او د فرانسوي توکمه الجزايرانو د ايستلو غوښتنه يې کوله خو په عين حال کې يې هېڅکله هم د مسلمانانو د حقوقو د نشتوالي په اړه له خپلو څرگندونو لاس وانه خيست. کامو په ١٩٥٥ کال کې يو ځل بيا خبريالۍ ډگر ته ننوت او له اکسپرس ورځپاڼې سره يې کار پيل کړ او د ټوټې الجزاير په نامه يې په اتو مياشتو کې ٣٥ مقالې وکښلې، او ورسره په څنگ کې يې پياوړي داستاني اثار وپنځول. آلبير کامو په ١٩٥٧کال د ادبياتو د نوبل جايزه تر لاسه کړه او د ځوانۍ له نظره دوهم ليکوال وو چې تر هغې ورځې يې د نوبل مشهوره جايزه خپله کړې وه. آلبير کامو له جالب او بوخت ژوند وروسته د ١٩٦٠ کال د جنورۍ په څلورويشتمه نېټه د يو سفر پر مهال د موټر د ټکر له امله ومړ.

اخځونه[سمول]