افغاني متلونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

متلونه په ټول افغانستان کې هم په عامه خبرو او هم په خبرواترو کې، د خبرو کولو یوه ارزښتناکه برخه ګڼل کېږي. افغانان «په خپلو ورځنیو خبرو کې د لویدیځوالو په پرتله له متلونو څخه ډېره زیاته ګټه اخلي او پراخې اغېزې هم لري». په افغاني ژبو یعنې پښتو او دري کې چې د افغانستان دوه رسمي ژبې هم دي په زیات شمېر سره متلونه شته. [۱]

پښتو د افغانستان د تر تولو ستر قوم یعنې پښتنو مورنۍ ژبه ده، دغه قوم په پاکستان کې هم دویم ستر قوم دی. پښتو ژبه د متلونو زیات او لرغونې ټولګې لري. دري ژبه د فارسي ژبې یوه برخه ده چې په ایران او تاجکستان کې هم خلک پرې خبرې کوي. د افغاني متلونو د پراخې څېړنې لپاره، باید دغه متلونه د ایران له فارسي متلونو (چې په دې اړه په انګریزې ژبه ګڼ شمېر کتابونه هم شته) او د تاجکستان له متلونو (لکه په Bell 2019 کې د شته متلونو) سره باید پرتله شي.

ټولګې[سمول]

د افغاني ژبو د متلونو په اړه لږ تر لږه د څلورو ژبو ټولګې په انګریزې ژبه ژباړل شوې دي چې هغه دا دي: دري، پښتو، پشه يي او بلوچي. د پښتو، دري او بلوچي متلونو د ټولګو عربي نسخه د همدې مقالې په پای کې لینکونو کې د ډاونلوډ وړ دي.

دري: د دري ژبې د متلونو په اړه دوه ټولګي چاپ شوي دي، چې یو لړ تداخلونه په کې شته. لومړی کتاب د هغو ۱۰۰ متلونو ټولګه ده چې د جي. کریسټي ویلسون له خوا د افغانستان د فارسي سل متلونه تر نوم لاندې چاپ شوی، دغه (پرته له امتیازه) لیکلړ په نورو سرچینو کې هم کارول شوی دی. د دري د متلونو تر ټولو وروستۍ ټولګه د متحده ایالاتو د سمندري کپټان ایډوارډ زلیم د ټولګې درېیمه ګڼه ده چې د ۲۰۱۲ کال د پخوانۍ ګڼې چې په کې ۱۵۱ متلونه و پکې اضافه شوي دي او همداشان ۵۰ نور متلونه پرې په انلاین بڼه سره اضافه شوي دي. د همدې ټولګې د ۲۰۱۲ کال ګڼې په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا د پوځي لیکوالو د ټولنې له خوا جایزه هم وګټله. د ۲۰۱۲ کال د ګڼې په ۱۵۱ متلونو کې ۳۸ متلونه رنګه انځورونه هم لري چې موخه یې د مشهورو مخاطبینو لپاره د دري ژبې زده کړه هم ده (زیلیم 2012a). دغه ګڼه په نوې فارمټ سره په ګڼو نورو ژبو کې هم ژباړل شوې او چاپ شوې ده. له هغې ډلې په انګریزې، روسي (زیلیم 2012a)، جرمني (زیلیم 2013b)، فرانسوي (2013c) او فنلنډۍ ژبه. داسې رپوټونه شته چې د دري ژبې د متلونو کتاب چې په کې ۱۱۵۲ د دري ژبې متلونه شته د مولانا خال محمد خسته له خوا را ټول شوي او په ۱۹۸۳ کال کې چاپ شوی دی (کرینبروک 2010:317). همداشان د نور نجرابي له خوا په جرمني ژبه باندې د دري ژبې د متلونو یوه ټولګه چاپ شوي چې په جرمني کې یې نوم Afghanische Redensarten und Volksweisheiten دی. [۲][۳][۴][۵][۶]v

پښتو: د پښتو ژبې د متلونو په اړه تر ټولو وروستۍ سرچینه د زیلیم له خوا را ټوله شوې د ۱۵۱ متلونو ټولګه ده. د پښتو ژبې د متلونو په اړه تر ټولو ستره ټولګه چې ۱۳۵۰ متلونه په کې دي د بارلوټي او خټک (۲۰۰۶) له خوا ترتیب شوې، دا کتاب په اصل کې د ټایر او ایډوارډز (۱۹۸۲) له خوا د را ټولو شویو متلونو وروستۍ او پراخه شوې ګڼه ده. انیولډسین ۱۰۰ متلونه او ۱۰۰ عام شعرونه (ټپې) (۱۹۶۷) کې خپاره کړل. د همدې ګڼې یوه پخوانۍ یې بیا عبدالروف بېنوا په ۱۹۷۹ کې چاپ کړې ده. یوه بله پخوانۍ سرچینه چې د ۴۶۰ پښتو متلونو لرونکې ده هغه د توربرن (۱۸۷۶) ده. نوموړي دغه متلونه د خپل کتاب په ۲۳۱-۴۷۳ پاڼو کې راوستي دي. یوه بله ټولګه چې چاپ شوې ده هغه د «نقلونه» کتاب ده: دا د پښتو متلونو او پندونو په اړه د بویل ۱۹۲۶ کال اثر ده. د پښتو ژبې د متلونو په اړه وروستۍ چاپ شوې ټولګه ۱۵۱ متلونه لري چې د پښتو ژبې ویونکو له خوا په انټرنېټ او ټویټر کې شریکه شوې ده (زیلیم ۲۰۱۴). داسې رپوټونه شته چې نوري د پشتو متلونو یوه ټولګه له پښتو ټولنې څخه په ۱۹۱۰ کال کې چاپ کړې ده (کرین بروک ۲۰۱۰:۱۵۱). د پښتو ژبې د متلونو په اړه ۵۰ مخه د موضوع د ترتیب له مخې تنظیم شوي دي چې د بارلوتي د ډوکتورا په رساله کې هم شته. د پښټو ژبې د متلونو په اړه دری ټوکه کتابونه په پاکستان کې هم چاپ شوي دي، لومړی ټوک یې د ایم. ایم. ک. شینواري له خوا د متلونو قصې تر عنوان لاندې په ۱۹۹۹ کې چاپ شو. دوه نور کتابونه هم په پاکستان کې چاپ شوي دي چې هغه دواړه د ایم. اي. لشکر اثرونه دي، ولسي متلونه په ۲۰۰۵ او د متلونو قصې: تېر په هیر باقي روزګار په ۲۰۰۹ کال کې چاپ شول. د پښتو ژبې د متلونو په اړه یوه بله ټولګه هم شته چې د بویل له خوا په ۱۹۲۶ کې چاپ شوې ده. د پښتو ژبې د متلونو څېړونکی نور ثناالدین د پښتو ژبې د ټولو متلونو پرتلنه تر سره کړې ده.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

پشه يي: پښه یي یوه ډېره ناپېژانده ژبه ده، چې ویونکي یې د کابل په ختیځ کې اوسي. یوې سیمه ایزې کمېټې چې له یون (Yun) سره یې کار کاوه، په ۲۰۱۰ کال کې یې ۱۷۱ د پشه یې ژبې متلونه را ټول کړل، چې دا ټولګه په انګریزې، کوریايي او پښتو ژبو سره ژباړل شوي دي. لهر (Lehr) د همدې ژبې د ګرامر او د متلونو د کارولو تجزیه او تحلیل کړی. [۱۵]

بلوچي: بدلخان بیا د بلوچي ژبې یو شمېر متلونه په خپله مقاله کې په انګلیسي ترجمه کړي دي، دا ژبه د افغانستان او پاکستان تر منځ په پوله پراته بلوچان کاروي. بدلخان زیاتره پر هغو متلونو باندې تمرکز کړی دی چې له مشخصو داستانونو سره تړلي دي (۲۰۰۰). نوموړی همداشان د بلوچي متلونو د ګڼ شمېر چاپ شویو کتابونو نومونه هم اخیستي، خو دا ټول په بلوچي ژبه چاپ شوي دي.  د ډیمز په یوه مشهور کتاب ۱۹۰۷ کې په وروستیو (۲۰۳ او ۲۰۴) مخونو کې شپږ متلونه د بلوچانو د مشهورو شعرونو په نوم راغلي دي.[۱۶]

سربېره پر دې کتابونو چې په انګریزې ژبه کې شته، د افغاني ژبو د متلونو په اړه یو لړ مقالې هم شته چې په نورو ژبو باندې چاپ شوي دي: دا مقالې عبارت دې له:

  • په جرمني ژبه د ویګلي متلونو په اړه مقاله (بودروس 1992)
  • په فرانسوي ژبه د افغانستان د قرغیزي متلونو په اړه مقاله (دور 1982)

مشترکات[سمول]

کله چې د وګړو تر منځ تعاملات وي، نو د هغوی د ژبو تر منځ متلونه هم ګډ وي. د افغانستان د ژبو تر منځ د ګډو متلونو ځینې بېلګې په لاندې ډول دي:

  • «غر چې هر څومره لوړ وي، پر سر یې لار شته» دا بیت په پښتو، دري او پشه يي ژبو کې شته.
  • «د تورې ټپ به جوړ شي خو د خولې نه» په دري، پښتو او پشه يي ژبو کې شته.
  • «چې پیلان ساتي، دروازې به لوړې جوړوي» په دري، پښتو او پشه يي ژبو کې شته.
  • «تر کم عقل دښمن هوښیار دښمن ښه ده» په دري، پشه يي او پښتو ژبو کې شته، خو د دې متل ریښه د یوولسمې پېړۍ د فارسي ژبې شاعر، الغزالي ته ورګرځي.

د افغانستان متلونه کومې ثابتې او لرغونې خبرې نه دي. د بېلګې په توګه په پښتو ژبه (بارلوتي او خټک ۲۶۴:۲۰۰۶) او دري ژبه (ویلسون ۲۰۰۲: ۳۲) کې مشهور متل شته چې وايي: «د ټوپک ټپ به جوړ شي، خو د ژبې ټپ نه جوړیږي» (یون ۲۰۱۰: ۱۵۹). د نویو متلونو یوه بېلګه، د نن ورځې د پشه يي ژبې یو متل دی چې وايي: «هغه وسله چې مرمۍ نه لري دوه کسه ډارولای شي»، په داسې حال کې چې د همدې متل پخوانۍ بڼه په پښتو ژبه کې هم شته چې په ۱۸۷۶ کال کې چاپ شوی،  «په یوه مات تیر سره دوه کسه ډاریږي» (۱۸۷۶:۴۰۸).

که څه هم د تعجب خبره نه ده، خو د افغانستان له څلورو ژبو څخه مستند شوي متلونه ورته یا ګډ اصطلاحات لري، لکه: «اوښ»، «غر» او «فقر».

د افغانستان د اسلامي دودونو د منعکسوونکو متلونه موندل، په اصل کې هېڅ د تعجب خبره نه ده، لکه:

  • «قران چې څومره لولي هغومره ښه ده» پښتو (توربرن 1876:374)
  • «دا توره ده چې له اسلام څخه ساتنه کوي» پښتو (بارلوتی او خټک 2006:36)
  • «سلام اچول د ایمان حقیقي نښه ده». دري (ویلسون 2002:51)
  • «په وړکتوب کې لوبې کوي، په لویوالي کې عشرت کوي، په بوډا توب کې ناوسه یې، نو څه وخت به د خدای (ج) عبادت کوي»؟ دري (ویلسون 2022:54)
  • «ځان خو دې پاک کړ، روح به دې څنګه پاکوي؟» پښتو (بارلوتي او خټک 2006:48)

د افغانستان په ژبو کې د متلونو تر منځ ګډ ټکی دا دی چې ځینې داستانونو پورې تړلې دي (که څه هم دا خبره یوازې په افغانستان پورې تړلې نه ده). هغه متلونه چې له داستانونو څخه سرچینه اخلي په پښتو ژبه (توربرن ۱۸۷۶:۳۱۴)، دري ژبه (زیلیم 2012b:153) او بلوچي ژبه (بدلخان ۲۰۰۰) کې موندل کېږي.

د افغاني متلونو تحلیل[سمول]

د افغاني ژبو په اړه وړاندې تر دې چې هغه تحلیل او تجزیه شي لومړۍ ننګوونه د هغوی را ټولول دي. د پښتو ژبې په اړه چې تر ټولو ډېر او لرغوني د متلونو ټولګې لري، دوه رسالې شته چې د متلونو او د هغو د کلتور تر منځ اړیکه تر تجزیې او تحلیل لاندې نیسي (که څه هم دا دواړه ټولګې په پاکستان کې د مېشتو پښتو ژبو لپاره دي، خو تمه کېږي چې دا به د افغانستان په خاوره کې پر مېشتو پښتنو باندې هم د پلي کېدو وړ وي). تر ټولو لومړی متل د «پښتونوالې» په اړه و... یعنې هغه اخلاقي اصول چې په کې دودیز قانون، اخلاقیات، د نیکونو میراث او مفهوم چې له «پښتون اوسیدو» سره تړلې دي. دویمه رساله دا استدلال کوي چې د پښتو متلونه یو ډول پلارسالارانه نظریه او جنسیتي ایډولوژي لري او هغو ته وده ورکوي. هغه هویت او جنسي نقش چې په پښټو متلونو کې نغښتی په یوه پریزنټیشن کې د یوې مقالې په حد کې ده. سرپېره پر دې، د پښتو ژبې په متلونو کې د ښځو د دریځ په اړه هم یوه مقاله شته. د پښتو ژبې متلونه همداشان په واده پورې د تړلو لیدلورو د ښودلو لپاره هم تر مطالعې لاندې نیول شوي دي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

کوهستاني یوه رساله لیکلې چې ښیې څرنګه اروپایانو ته د دري متلونو په ور زده کولو کې هغوی سره د افغانستان د کلتور په اړه پوهاوي کې مرسته کوي. [۲۲]

په افغانستان کې د جګړې او بې ثباتۍ په اړه د خبرو کولو په مهال له متلونو او د ژبې له نورو هنرونو څخه کار اخیستل، د مارګریټ میلز له خوا د څېړنې موضوع ده.  [۲۳]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Edward Zellem 2012b: i)
  2. Concise English Afghan Dari Dictionary & Proverbs, Behzad Book Center
  3. Wilson's 100 proverbs
  4. Edward Zellem. 2015. Zarbul Masalha. Tampa, FL: Cultures Direct.
  5. Lynch, Ruth. 2016. Review of Zarbul Masalha: 151 Afghan Dari Proverbs. Online access to review Archived 2017-08-15 at the Wayback Machine.
  6. 2013 award by MWSA Archived 2013-10-04 at the Wayback Machine.
  7. Mataluna: 151 Afghan Pashto Proverbs. 2014. Tampa: Cultures Direct.
  8. Kulberg, Eve. 2015. Review of Mataluna: 151 Afghan Pashto Proverbs. Online access.
  9. Leonard Bartlotti. 2000. Negotiating Pakhto: Proverbs, Islam and the Construction of Identity among Pashtuns. University of Wales: Ph.D. thesis. Web access
  10. Shinwari, M. M. K. (1999). Da mataluno qisay (stories of proverbs). Peshawar: Master Printers, Mohalla Jangi.
  11. Lashkari, M. A. (2005). Oulasi mataluna (Popular Proverbs). Peshawar: Zeb Art Publishers
  12. Lashkari, M. A. (2009). Da mataluno qisay: Ter pa her baqi rozgar (Stories of proverbs: Old forgotten new adopted). Peshawar: Zeb Art Publishers.
  13. Boyle, Cecil Alexander. 1926. "Naqluna": Some Pushtu Proverbs and Sayings. Allababad: The Pioneer Press.
  14. Noor Sanauddin. 2016. Pashto Proverb Collections: A Critical Chronology. Pashto 45.651:57-72. Web access Archived 2021-12-02 at the Wayback Machine.
  15. p. 293. Lehr, Rachel. 2014. A descriptive grammar of Pashai: The language and speech of a community of Darrai Nur. Phd dissertation, University of Chicago.
  16. scanned copy of Popular poetry of the Baloches
  17. p. iii. Leonard Bartlotti. 2000. Negotiating Pashto: Proverbs, Islam and the Construction of Identity among Pashtuns. University of Wales: Ph.D. thesis. Web access
  18. Sanauddin, Noor. (2015) Proverbs and patriarchy: analysis of linguistic sexism and gender relations among the Pashtuns of Pakistan. University of Glasgow: PhD thesis. PDF of the dissertation
  19. Khan, Qaisar, Nighat Sultana, Arab Naz. 2015. The Linguistic Representation of Gender Identities in Pakhtu Proverbs. NUML Journal of Critical Inquiry. 13 (2). Web access
  20. Ikram Badshah and Sarfraz Khan. 2017. "Understanding the Status of Women through the Deconstruction of Sexist Proverbs in Pakhtun Society in Pakistan." THE 6th INTERNATIONAL ACADEMIC CONFERENCE ON SOCIAL SCIENCES pp. 25-29.
  21. Badshah, Ikram and Sarfraz Khan. Understanding Pakhtun Society through Proverbs. Journal of Asian Civilizations Islamabad Vol. 38.2, (Dec 2015): 159-171.
  22. Kohistani, Zahra. 2011. Understanding culture through proverbs. University of Amsterdam MA thesis. Online access
  23. Mills, Margaret A. "Gnomics: Proverbs, Aphorisms, Metaphors, Key Words and Epithets in Afghan Discourses of War and Instability." Afghanistan in Ink: Literature Between Diaspora and Nation (2013): 229-253.