افغانستان چا وران کړ؟

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

روایت دا دی چې انګلیسانو له افغانانو سره په شوو درې جګړو کې دماتې له امله کینه درلوده، نو له هند له نیمې وچې څخه له وتلو سم یې پاکستان جوړ کړ، زموږ غصب شوې خاوره یې هم پاکستان ته ورکړه، پوځ یې ورپیاوړی کړ او په سیمه کې یې خپل متحد جوړ کړ. انګریزانو، امریکا او پاکستان د سردار داود پر ضد د ناراضي مجاهدینو د تقویه کولو له لارې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل ته راکش کړ، بیا یې د افغانانو په بدنونو او وینو، د پاکستان په لوژستیکي مدیریت، د عربو او غرب په پیسو او (زیاتره) د غرب په وسلو شوروي اتحاد مات او په روسیې بدل کړ. افغانستان په دې جګړه کې وران شو خو د قربانیو ګټه یې پاکستان او امریکا ته ورسیده.بل روایت دادی چې افغانستان د امیردوست محمد خان، امیر عبدالرحمن او محمد نادرشاه د ستراتیژیک لید له مخې د شرق او غرب (لومړی تزاري روسیه او انګلیستان او بیا شوروي اتحاد او د امریکا متحده ایالاتو) تر منځ د توازن سیاست پر مخ بیوه. تر دویمې نړیوالې جکړې وروسته چې انګلیسانو له سیمې د وتلو هوډ وکړ نو امریکا افغانستان په سیاټو یا سنټو کې د غړیتوب له لارې اتحاد ته وباله خو پادشاه محمد ظاهر شاه د شوروي سره د اوږدې پولې په درلودلو، د ګاونديتوب د اصولو مراعاتولو او د هیواد د عنعنوي بې طرفۍ له مخې له دغه فرصته استفاده ونه کړه او هماغسې بې طرفه پاتې شو. امریکا او انګلستان د خپلو ګټو ساتلو لپاره پاکستان رامنځ ته کړ. افغانستان مجبور شو د شوروي خواته متمایل شي تر څو د پاکستان د پرمخ تلونکې نظامي ګرۍ مقابله وکړای شي. خو شوروي د تزار او لینن د هغه ارمان د پوره کولو پر لور ګړندی شو چې ځان ګرمو اوبو ته ورسوي او د نړیوالې مشرۍ لپاره د امریکا په مقایل کې له ښه دریځه برخمن شي. محمد ظاهر شاه یې د خپل تره زوی او اوښي سردار داود په واسطه له منځه یووړ، د سردار داود نظام یې په خلقیانو چپه کړ، د خلقیانو پر خلاف یې د ببرک کارمل کودتا پلان کړه چې ناکامه شوه او څه موده وروسته یې پر خپلو ایډیولوژیکو ملګرو (خلقیانو) نظامي یرغل راوړ؛ د دوی نظام یې ړنګ کړ او ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کښیناوه. دې عمل اکثریت ملت د مجاهدینو سره ملګرتوب ته مجبور کړ. د اوږده جنګ په نتیجه کې شوروي اتحاد له افغانستان څخه د خپلو پوځونو وتلو ته مجبور شو او یوه موده وروسته زموږ هیواد په کورنۍ جګړه کې ښکیل شو. همدغو کورنیو جګړو د امریکا راتګ ته هم لار هواره کړه او تر اوسه لا افغانستان د هماغه څه سزا ویني چې د دوستۍ په جامه کې د شوروي اتحاد له یرغل سره پیل شوې وو.

سرچينې[سمول]

ډاکتر ابراهيم شينواری