افغانستان په ۲۰۱۲ ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لاندې پېښې په ۲۰۱۲ ز کال کې په افغانستان د میاشتو په ترتیب رامنځته شوې دي.

د دولت چارواکي[سمول]

  • ولسمشر: حامد کرزی
  • د ولسمشر لومړی مرستیال: محمد فهیم
  • د ولسمشر دویم مرستیال: کریم خلیلي
  • قاضي‌القضات: عبدالسلام عظیمي

پېښې[سمول]

جنوري[سمول]

  • ۱ جنوري – ولسمشر حامدکرزي وویل چې پولیس به د هغې کورنۍ غړي ونیسي چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې د خپل زوی ښځه، سحرګل ځورولې او بندې کړي وه او ورسره زورزیاتی او بد چلند کېده، او هغه کسان چې د همدې ۱۵ کلنې ناوې پر وړاندې زورزیاتي کې ښکېل و، هغوی به ونیسي او سزا به ورته ورکړي.  [۱]
  • ۳ جنوري په افغانستان کې جګړه (له ۲۰۰۱ ز نه تر اوسه پورې)
    • یوه ځانمرګي بریدګر په کندهار ولایت کې ۴ ملکي وګړي او یو پولیس وواژه.
    • د افغانستان په سویل کې د دریو چاودنو له  امله نږدې ۱۲ کسان ووژل شول.
  • ۲۰ جنوري – طالب جګړه ماران وروسته له هغه په قهر شول چې په یوه خپره شوې ویډیو کې ښودل کېږي چې د امریکا سمندري ځواکونه د دریو مړو پر جسدونو چې ګومان کېږي طالبان به وي، ورباندې ادرار کوي. د دې تر څنګ، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال جان ار د طالبانو د یوې سترګې مشر ملا محمد عمر پر دې تورن کړ چې په ناکراره سویلي ولایتونو کې له ګڼو ځانمرګو بریدونو وروسته چې له امله یې ۲۰ زیاتره ملکي وګړي ووژل شول، د جګړې د خپلې لومړۍ کرښې د زیاترو جګړه مارو کنټرول یې له لاسه ورکړی دی. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

فبروري[سمول]

  • ۱ فبروري – د افغانستان جګړه (له ۲۰۰۱ز څخه تر اوسه پورې)
  • لنډن ټایمز ورځپاڼې یو مطلب خپور کړی و چې په هغه کې یې د ناټو یو محرم رپوټ راوستی چې طالبان به د پاکستان په ملاتړ له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، د افغانستان کنټرول بیرته په لاس کې واخلي.
  • د پاکستان د هوايي ځواک جیټ الوتکو له افغانستان سره نږدې په اورکزی او کرمه ایجنسۍ کې د جګړه مارو ځایونه بمبار کړل او ویې ویل چې ۳۱ جګړه ماران یې وزلي دي.
  • د فبروري ۴ – په افغانستان کې د ملګرو ملتونود مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) اټکل وکړ چې په ۲۰۱۱ ز کال کې د افغانستان د جګړې د ملکي قربانیانو شمېر ۳۰۲۱ کسانو ته رسېدلی او طالبان زیاتره د دغو قربانیانو مسؤل دي.
  • د فبروري ۱۰- د امریکا د دفاع وزیر، لیون پانیټا سمندري ځواکونو ته په خطاب کې وویل چې له هغو نښو ویشتونکو څخه به څېړنې وشي او اړین ګامونه به پورته کړي چې په افغانستان کې یې د نازي له لوګو سره انځورونه اخیستي دي.
  • د فبروري ۲۱ – په افغانستان کې د ایساف د ځواکونو قومندان، جنرال جان آر. الن د امریکايي ځواکونو په اډه کې د قران د سوځولو د ادعا په اړه څېړنې پیل کړي، ځکه چې افغانانو په دې اړه ستر لاریونونه تر سره کړل.

مارچ[سمول]

  • د مارچ ۲ – د افغانستان د علماو شورا ولسمشر کرزي ته هغه پرېکړه لیک ورکړ، چې په هغه کې په ډاګه شوې وه چې افغان ښځې باید د یوه سختګیرانه کړو وړو له منشور څخه پیروي وکړي. خو د دغه پرېکړه لیک ځینو احکامو بیا د ښځینه فعالانو خښم را وپاروه. د بېلګې په توګه، په دغه پرېکړه لیک کې راغلي و چې  ښځې نه باید په ښوونځیو، بازارونو او دفترونو کې له پردیو خلکو سره خلوت وکړي. دغه پرېکړه لیک همداشان مېړونو ته اجازه ورکوله چې خپلې ښځې تر وهلو ټکولو لاندې ونیسي. ولسمشر کرزي د علماوو د شورا دا پرېکړه لیک تایید کړ، چې غبرګونونه او نیوکې یې را وپارولې.[۸]
  • د مارچ ۴ – د افغانستان د لوی درستیز په وینا، په افغانستان کې د ناټو په یوه اډه کط د قران شریف د سوځولو پېښې د پاکستان تر کنټرول لاندې طالبانو موخې او انګیزه زیاته کړه، چې د لویدیځو ځواکونو له خوا به د دې ډول پېښو بیا تکرار فاجعه رامنځته کړي. جنرال شیر محمد کریمي په یوه مصاحبه کې زیاته کړه: «دښمن (طالبان) به دا موضوع ستره کړي او هغه به د خلکو د احساساتو د پارولو لپاره وکاروي».[۹]
  • د مارچ ۱۱ – افغان چارواکو CNN ته وویل چې، یو امریکايي سرتیری له خپلې اډې څخه را ووت او د کندهار په الکوزي او بارکزي سیمه کې کور په کور وګرځېد او ۱۷ افغانان یې په خپلو کورونو کې ووژل. یاد تلویزیون ته افغان چارواکو وویل چې، په وژل شویو کې نهه ماشومان او دری ښځې شاملي دي، چې له دې منځه پنځه یې ټپیان دي. په دې اړه ولسمشر کرزي وویل: «د یوه امریکايي سرتیري له خوا په قصدي ډول د بې ګناه خلکو وژنه د ترهګرۍ یو عمل او نه بښونکې کړنه ده». د ایساف قومندان، جنرال جان آر. الین وویل: «دا پېښه په ژوره توګه سره وحشتناکه ده او په هېڅ صورت د ایساف او ایتلافي ځواکونو د ارزښتونو ښکارندوی یا د هغه تلپاتې درناوي ښکارندوی ده چې موږ یې د افغانانو پر وړاندې لرو».[۱۰]
  • مارچ – وروسته له هغه چې یوه امریکايي سرتیري ۱۶ ملکي وګړي ووژل، نو د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د افغانانو د صبر کاسه ډکه شوه او د افغانستان د ولسي جرګې استازو هم په دې اړه خبرداری ورکړ. دا پیاوړی پرېکړه لیک په داسې حال کې وړاندې شو، چې امریکايي چارواکو د همدې وحشتناک برید له امله د غچ اخیستونکو بریدونو له امله خبرداری خپور کړی و. ولسمشر حامد کرزي هم وویل چې دا «یو نه بښونکی عمل دی» او طالبانو بیا د غچ اخیستو خبرداری ورکړ. هغه سرتیري چې دا کار یې کړی و، هغه به تر پوښتنو لاندې ونیول شي. ناټو هم ژمنه کړې ده چې عدالت به رامنځته کړي. دا ډول وژنې کولای شي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ژر وتلو لپاره لاره هواره کړي.

جون[سمول]

  • د جون ۲ – د ځانګړې هوايي سرویس ځواکونو او د امریکا د ډلټا ځواکونو په ګډه سره عملیات تر سره کړل چې له امله یې د افغانستان او تاجکستان پر پوله پرته د شهر بزرګ په ولسوالۍ کې له یاغیانو څخه ۵ مرستندویه کسان په بریالۍ توګه را ازاد کړل. دا ځواکونه د چورلکو په مټ هلته یوړل شول او د مغارو پر لور یې اوږد پیاده مزل پیل کړ، چې دا مرستندویه کسان ټول هلته د یاغیانو له خوا ساتل کېدل. وروسته دوو ټیمونو له دغې وسله والې ډلې سره جګړه وکړه او ټول یې مغلوب کړل. په دې جګړه کې ۱۱ یاغیان ووژل شول خو دې ګډو ځواکونو ته هېڅ راز زیانونه وا نه وښتل.[۱۱][۱۲]

جولای[سمول]

  • له ۷ تر ۹ جولای – د افغانستان په اړه په ټوکیو کې څه باندې ۷۰ هېوادونو ګډون وکړ او ژمنه یې وکړه چې له دې هېواد سره به په میلیاردونو ډالر مرسته وکړي.
  • ۳۰ جولای – د ارزګان ولایت د ترینکوټ ښار په یوه جومات کې دننه د اېښودل شوي ماین د چاودنې له امله چې د سهار د لمانځه په مهال وچاودید، له امله یې د جومات ملا او د ولایت قاضي ووژل شول او څلور نور چې هلته موجود و، ټپیان شول.[۱۳]

اګسټ[سمول]

  • ۱۰ اګسټ – د افغانستان د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ د ډیلي په کلي کې عام وژنه.
  • ۲۸ اګسټ – د افغانستان په هلمند ولایت کې د د وایپر هلمند عملیات پیل شول.

سپټمبر[سمول]

  • ۱۸ سپټمبر – د افغان سرتیرو له خوا د عملیاتو تر سره کول وروسته له هغه محدود شول چې د افغان اردو او پولیسو سرتیرو له خوا او یا هم د طالبانو له خوا چې یونیفورم به یې اغوستی و، یو شمېر بریدونه تر سره شول.[۱۴][۱۵]

اکټوبر[سمول]

  • د اکټوبر ۱ – د یوه ځانمرګي برید له امله د ناټو دری سرتیري، څلور افغان پولیس او ۷ ملکي خلک ووژل شول. دې چاودنې ۳۷ کسه ټپیان کړل.[۱۶]
  • د اکټوبر په ۱۳ یوه ځانمرګي بریدګر د امریکا د استخباراتو دوه افسران او څلور افغان چارواکي ووژل.

نومبر[سمول]

  • د نومبر ۲۳ – یوه ځانمرګي بریدګر د افغانستان په ختیځ کې ۳ ملکي وګړي ووژل او د ناټو سرتیرو په ګډون یې ۹۰ خلک ټپیان کړل. [۱۷]

ډیسمبر[سمول]

  • د ډیسمبر ۲ – د افغانستان په ختیځ کې د ناټو پر اډې باندې د طالبانو د برید له امله، دری افغان سرتیري ووژل شول او د ناټو یو شمېر سرتیري ټپیان شول.[۱۸]
  • د ډیسمبر ۸ او ۹ – د امریکا د سمندري ځانګړو ځواکونو د (DEVGRU) یوې ډلې هغه امریکايي ډاکتر چې دری ورځې وړاندې د طالبانو له خوا په لغمان ولایت کې تښتول شوی و، وژغورل شو. په دغو عملیاتو کې، د طالبانو څلور جګړه مار ووژل شول، که څه هم د امریکا د سمندري ځانګړو ځواکونو یوه سرتیري په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ (چې له مړینې وروسته ورته د سمندري ځواکونو صلیب هم ورکړل شو). له بلې خوا، د امریکا د متحده ایالاتو د سمندري ځانګړو ځواکونو یوه بل سرتیري ته په همدې جګړه کې د مېړانې او ښې جګړې له امله د ویاړ مېډال ورکړل شو.

سرچینې[سمول]

  1. (په January 1, 2012 باندې). Afghan president orders arrest of family accused of torturing son's 15-year-old wife.
  2. (په January 20, 2012 باندې). Marine tape reaction sets Taliban fighters against commanders.
  3. (په January 21, 2012 باندې). 'Taliban infiltrator' killed French soldiers.
  4. Cody, Edward and Karen DeYoung, "France to accelerate Afghan withdrawal", The Washington Post p. A1, January 28, 2012.
  5. (په January 21, 2012 باندې). Marines killed in crash identified.
  6. (په January 21, 2012 باندې). U.S. envoy Grossman in Afghanistan to discuss peace, Taliban.
  7. (په January 21, 2012 باندې). Karzai says he's met with Afghan insurgent faction.
  8. Hamid Karzai backs clerics' move to limit Afghan women's rights -The Guardian, 6 March 2012
  9. (په 4 March 2012 باندې). Afghan army chief warns against another NATO blunder.
  10. (په 11 March 2012 باندې). U.S. soldier kills 16 Afghan civilians, Karzai says.
  11. US losing patience with Pakistan over insurgent bases, warns Panetta - The Guardian, 7 June 2012.
  12. . How the SAS freed hostages from Taliban caves. The Sydney Morning Herald.
  13. (په 30 July 2012 باندې). Judge killed in Kandahar mosque explosion.
  14. (په 18 September 2012 باندې). Nato curbs Afghan joint patrols over 'insider' attacks. BBC
  15. Afghanistan: Post-Taliban Governance, Security, and U.S. Policy - Kenneth Katzman, 27 April 2015
  16. "At least 14 killed in suicide attack on NATO patrol in Afghanistan". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Afghanistan: Wardak Province Suicide Bombing Injures At Least 40, Officials Say". The Huffington Post. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Emma Graham-Harrison. "Taliban attack Nato airbase in Afghanistan". the Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)