افغانستان په ۱۹۲۲ ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هغه پېښې چې په ۱۹۲۲ ز کال کې په افغانستان کې شوې په لاندې ډول بیان شوې دي.

امیر شخصاً د کار لپاره د وفادارۍ لوړ معیار ټاکي، چې دا بیا وروسته د هغه په ملکي خدماتو کې هم مراعات کېږي. نوموړی بهر ته د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره د افغان ځوانانو د استولو ملاتړ کوي. د همدې کال په ترڅ کې د تلګراف او ټیلیفون کرښې هم په کار پیل کوي؛ لکه له لنډي خانه تر کابل او کابل تر پېښور؛ په داسې حال کې چې ځوان افغانان په کراچې کې د ټیلیګراف د چارو په برخه کې روزل شوي دي.

ځای ناستي[سمول]

  • پاچا – امان الله خان

د ۱۹۲۲ کال فبروري میاشت[سمول]

د امیر په لاس لیکل شوي خط سره یو پلاوی انګورا (انقرې) ته رسېږي، په دغه لیک کې امیر د ترکیې دولت په اړه د صمیمانه درناوي څرګندولو تر څنګ، بیانوي چې ده، په کلکه د بریټانیا له دولت نه وغوښتل څو له یونانیانو سره له مرستې ډډه وکړي. خو په لومړیو کې د روسیې په اړه د افغانانو احساسات غیر دوستانه دي.

د ۱۹۲۲ کال د مارچ د میاشتې پیل[سمول]

جګړن فرانسس همفریز کابل ته د بریټانیا د ځانګړي استازي په توګه رسېږي. نږدې ورته وخت کې سردار عبدالهادي خان د افغان سفیر په توګه د سینټ جیمز دربار ته رسېږي. د سفیرانو دغه راشه درشه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې نوی پړاو پرانیزي. عبدالهادي خان له ټایمزسره په مرکه کې وايي چې نوې معاهده به د افغانستان او هندوستان ترمنځ سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا لامل شي؛ نوموړی دغه راز وايي چې خلک یې نوي له انګلستان سره د لېوالتیا په حال کې دي.[۱]

د ۱۹۲۲ ز کال د دوبي لومړي وختونه[سمول]

د ترکستان ډېری کډوال چې د شوروي حکومت پر وړاندې دښمني لري، د انور پاشا تر بیرغ لاندې راټول شول، پاشا څه وخت لپاره د بخارا حکومت په نیابت له روسیې سره جنګېده. خو په جګړه کې د روسیې بریالیتوبونو ډېر ژر د افغانستان په عواطفو کې د پام وړ بدلون راووست. هغه مقاله چې په ظاهره انګیزه یې معلومه نه ده، د جون په ۱۷ مه د جلال اباد په مشرقي اتحاد کې چاپ شوه، چې په کې د بلشویکانو پرضد د ترکستان شورش په کلکه وغندل شو او له  ټولو اړخونو سره پر بې پرې دوستۍ باندې ټینګار کېده. دغه نوی سیاست د محمد ولي له خوا مخ ته وړل کېږي، هغه څوک چې له خپل نړیوال ماموریت نه د راستنېدو پرمهال په جولای میاشت کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګومارل شو او د سردار محمد بیګ ځای ناستی کېږي. نوموړي د اګسټ په ۱۵ وینا صادره کړه او په بخارا کې یې اغتشاشونه په بشپړ ډول کورنۍ مسله وبلله. د افغانستان او روسیې ترمنځ د تېر کال په معاهده کې پر دې هوکړه شوې وه چې افغانستان به د بخارا او خېوا خپلواکي په رسميت پېژني.

د ۱۹۲۲ کال د اګسټ ۱۶ تر ۲۵[سمول]

د افغانستان د خپلواکۍ د لمانځلو لپاره په پغمان کې جشنونه جوړېږي. امیر په همدې مناسبت له خپل مشر ورور عنایت الله خان سره روغه کوي. په همدې حال کې داسې ګنګوسې خپرېږي چې نوموړی وژل شوی او امان الله د کابل پرلور بېړه کوي څو ځان وښيي. نوموړی له دغه فرصت نه ګټه پورته کوي او په خپله وینا کې د کورني صنایع په پراخوالي، له بېلابېلو بهرنیو چارواکو سره د اړیکو په ټینګولو او یوه پیاوړي پوځ  پراهمیت چې وکړای شي د خپل هېواد ساتنه وکړي، ټینګار کوي. امیر د دغو شرایطو په ویلو سره، ځان دهېواد مدرنه کولو ته لېواله ښيي. د ټولو بهرنیو سفارتونو د شتون هرکلی کوي. له دې امله ریمون پوانکاره د اکتوبر په ۱۳ مه د فرانسې له حکومت نه د امتیازونو غوښتنه کوي څو په افغانستان کې یوه سیاسي استازولي جوړه کړي، دواړوهېوادونو له مخکې موافقه کړې څو دایمي ډيپلوماټیک ماموریتونه ولري.

د ۱۹۲۲ کال اکټوبر میاشت[سمول]

افغانستان د نږدې ختیځ د کړکیچ په ترڅ کې، په ظاهره ځان بې پرې ساتي، خو دا چې دغه هېواد په ژوره توګه د ترکیې تر اغېز لاندې راغلی، څو میاشتې وروسته ښودل کېږي او د ټایمز آف انډیا ورځپاڼه د افغانستان او انقرې ترمنځ د نوي تړون مواد خپروي. په دغه سند کې افغانستان ترکیه د «حاکم مطلق» (د خلافت ارزښتونو وارث په معنی) تصدیق کړې او د بخار او خېوا خپلواکي په رسمیت پېژني. د دغه تړون اصلي موخه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه دفاعي ائتلاف جوړول دي، مالي او سوداګریزې هوکړې یوه بل پروتوکول ته سپارل کېږي. دغه راز، ترکیه ژمنه کوي چې افغانستان ته به یو شمېر استادان او افسران لېږي څو د پېنځو کلونو لپاره په دغه هېواد کې پاتې شي.

د ۱۹۲۲ ز کال نوامبر لومړۍ[سمول]

د بریټانیا سوداګریز پلاوی په کابل کې دی څو د یوه سوداګریز تړون جزییات د هغو موادو له مخې چې د افغان انګریز په معاهده کې  مشخص شوي، ترتیب کړي.

سرچينې[سمول]

  1. The London Gazette, 7 February 1922