افغانايټ

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
افغانايت
افغانايت

افغانايت, (Na,Ca,K)8[Al6Si6O24](SO4,Cl2,CO3)3 · 0.5H2O, يو هايډروس سوډيم, کلسيم, پوټاشيم, سلفېټ, کلورايډ, کاربونېټ الومينو سېلېکېټ منرال دی. افغانايت يو شين رنګه يا بېرنګه کرسټالي معدن دی چې د هېکساګونال کرېسټالي سيستم په ډله کې شمېرل کېږي. د دې معدن د موهس کلکوالی له ۵.۵ - ۶ پورې او سپېسيفيک ګرېويټي يې له ۲،۵۵ - ۲،۶۵ ده. د دغه منرال رېفلېکټيف انډېکس شمېره nω=1.523 او nε=1.529 ده.

افغانايټ په ۱۹۶۸ ز. کال کې د افغانستان د بدخشان ولايت د سر سنګ کان د لاجوردو په کان کې د لومړي ځل لپاره کشف شوی او له همدې کبله يې نوم دغه هېواد له نومه اشتقاق شوی.

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې