اصحاب کهف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د اصحاب کهف یادونه د قرآن کریم په ۱۸م سورت "کهف" کې شوېده. اصحاب کهف ته د غار خلک هم ویل کېږي.

د اصحاب کهف شمېره:[سمول]

دا یوه اختلافي خبره د چې اصحاب کهف څو تنه وو؟ ځینې یې ۳، ۵ او یا ۷ تنه ښایي خو په قرآن کریم کې یې دقیقه شمېره نه د ښودل شوې له دوی سره یو سپی هم وو.

د اصحاب کهف نومونه:[سمول]

په ځینو روایاتو کې د اصحاب کهف نومونه دا ډول راغلي دي.

۱.یملیخا

۲.مکشییلیا

۳.منسیلیا

۴.مرنوش

۵.دیرنوش

۶.شاذنوش

۷. کفشطیطیوش،

ویل کېږي چې دا اووم تن یې یو شپونکی و چې په لاره کې له دوی سره ملګری شوی و. د دوی د سپي نوم قطمیر و او د ښار نوم افسوس و. (بیضاوي).

په دې اړه د ابن عباس قول دا دی

أَنَا مِنْ أُولَئِكَ الْقَلِيلِ مكسمليثا، وَتمليخا وَهُوَ الْمَبْعُوثُ بِالْوَرِقِ إِلَى الْمَدِينَةِ، وَمرطولس، وَيثبونس، وَذرتونس، وَكفاشطيطوس، وَمنطنواسيسوس وَهُوَ الرَّاعِي وَالْكَلْبُ اسْمُهُ قِطْمِير.

د اصحاب کهف یادونه په تفاسیرو کې:[سمول]

د طبري او ځینو نورو تفیسیرونو تر مخ اصحاب کهف مسیحیت قبول کړی او له شرکه منکر شوي وو، دوی د منځنۍ اسیا د ښار افسوس یا اسبوس اوسېدونکي وو. د باچا دقیانوس (۲۴۹ء. ۲۵۱ء) له وېرې له ښاره د باندې په یوه کنده (غار) کې پټ شوي وو د دوی سپی هم له دوی سره وو پر دوی خوب غالب شو او ۳۰۹ کاله په غار کې ویده وو چې څه وخت له خوبه را ویښ شو نو دوی خپل یو ملګری ښار ته د خوړو را نیولو لپاره ولېژی. دکاندارو چې د زړې زمانې پیسې ولیدلې نو هغوی حق حیران شو نو په دا پېښه د وخت باچا هم خبر شو خو دا د اصحاب کهف ملګری بېرته غار ته ستون شو. د حضرت عباس رضي الله تعالیٰٰ عنه په وینا د اصحاب کهف د سپي نوم قطمیر وو.