اسلامي تمدن ځلانده ستوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اسلامي تمدن ځلانده ستوري امام حکیم علاء الدین ابن نفیس رحمه الله

د اسلام تاريخ د بې شميره ځلانده ستورو څخه ډک دی چې د بشريت د نيکمرغۍ لپاره يې نه ستړي کيدونکي هلې ځلې کړي دي؛ يو ددغه ځلانده شخصيتونو څخه ابن نفيس رحمه الله دی. نوموړې عالم د وخت څخه په سمې ګټې اخيستنې سره زيات شمير علمي اثار ليکلي.

ابن نفيس  رحمه الله چې اصلي نوم يې امام حکيم علاء الدين ابن نفيس بن حزم قرشي دی، په 610 هجري کې په دمشق کې زيږيدلې او په 687 هجري په قاهره کې وفات شوې.

ابن نفيس رحمه الله د شافعي مذهب يو د مشهورو علماؤ څخه دی. ابن نفيس رحمه الله د اسلامي نړۍ يو د سترو طبيبانو له ډلې څخه شميرل کيږي چې د خپل وخت ډير ساتونکې ؤ او هميشه يې د وخت څخه ښه استفاده کوله؛ همدا علت ؤ چې نوموړي عالم په طب کې ستر کتابونه ليکلي چې نن ورځ دده له تأليفاتو څخه په طبي برخه ګټه اخيستل کيږي.

ابن نفيس رحمه الله د طب په برخه کې «الشامل» په نوم کتاب ليکلې چې حجم يې درې سوه جلدو ته رسيږي ؛ همدارنګه ابن نفيس رحمه الله د سترګو د علاج په برخه کې د «المهذب» په نوم کتاب ليکلې چې په دې کتاب کې د سترګو اړوند ناروغۍ او درملنه يې ښودل شوې. همدارنګه ابن نفيس رحمه الله د لمړي ځل لپاره د وينې دوران کشف کړ.

ابن نفيس رحمه الله نه يواځې دا چې د طب په برخه تأليفات لري؛ بلکې په فقه، اصول فقه، صرف او نحوه، منطق او نورو برخو کې هم سلګونه تأليفات لري. نوموړې عالم د قاهرې په مسروريه مدرسه کې استاد وه.

ابن نفيس واده نه ؤ کړئ او خپل کور، کتابونه او شتمني يې ټول منصوري روغتون ته چې د وخت يو د سترو روغتونونو څخه ؤ، وقف کړی وه.

علامه عبدالفتاح ابوغده په خپل کتاب «العلماء العزب الذين آثروا العلم علې الزواج» يعنې هغه علماء چې نکاح يې ونکړه او علم ته يې په نکاح باندې غوره والې ورکړ؛ د ابن نفيس رحمه الله نوم هم ذکر کړی.

مأخذ: ارزش وقت نزد علمای اسلامي

ژباړه: مصباح الدین مصباح