اساسي قانون

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

اساسي قانون د قواعدو يوه ټولګه ده چې د يو ليكلې لاسوند په توګه جوړ شوي دي او دا د يو هيواد د سياسي خپلواكې د ساتلو يو ستر لارښود هم بلل كيږي. اساسي قانون د يو هېواد او يا ټولنې د قانوني تګلارو د سمبالښت لپاره بنسټيزې طرحې يا رسمي لایحې بلل کېږي . دغه رولونه يا قوانين ملي دندې او شتمني ګڼل کېږي .همدا تګلارې چې کله راټولې شي د يوې رسمي او قانوني لاسوند په توګه ېې د رسالې يا کتابګوټي په بڼه خوندي کوي.

اساسي قانون د راز رازو ټولنو ، خپلواکه هېوادونو او کمپنيو د سمبالښت اړتيا ورپوره کوي . همدا رنګه يو داسې تړون بلل کېږي چې د نړېوالو ټولنو د چارو رسمي کارونه پرې چلول کېږي . او له مخې ېې د ټولنو د رسمي يا حکومتي چارو بشپړه تشریح او پېژندګلوي روښانوي . همدې قوانینو سره د مختلفو حکومتونو که فډرالي وي يا بشپړه خپلواکه حکومتونه وي په واضح توګه روښانه کېږي او د قوانینو له بندونو او مادو څخه ېې دسالمې قانوني ټولنې د چارو ، دندو ، سمبالښت او د قانون د خپرولو د ادارې او کسانو لخوا خپاره شوي قوانینو څرک لږېږي .

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې