اریزونا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اریزونا ( ARR-ih-ZOH-nə [۱] د متحده ایالاتو په سویل لویدیز سیمه کي په وچه کي پروت ایالت دی. اریزونا د څلورو کونجونو سیمه ده چې شمال ته یې یوتا ، شمال ختیځ ته کولوراډو او ختیځ ته نیو میکسیکو پراته دي. د دې سیمي نور ګاونډي ایالتونه شمال لویدیز ته نیواډا ، لویدیځ ته کیلیفورنیا او په سویل او سویل لویدیځ کي د مکسیکو سونورا او باجا کلیفورنیا ایالتونه دي. اریزونا د 50 ایالتونو شپږم لوی او 14م ترټولو نفوس لرونکی ایالت ګڼل کیږي. پلازمینه او لوی ښار یې فینکس دی.

اریزونا په متحده ایالاتو کي 48م ایالت دی او د اړوندو ایالتونو وروستی ګڼل کیږي کوم چي تتحادیې ته داخل سوی دی. یاد ایالت فبروري په 14 ، 1912 کي د دولت حیثیت ترلاسه کړ. له تاریخي پلوه اریزونا په نوي هسپانیه کي د الټا کالیفورنیا او نیوو میکسیکو د خاوري اړوند وه، چي په 1821 کي د خپلواکي مکسیکو برخه سول. د مکسیکو - امریکایی جنګ په پایله کي د مکسیکو تر ماتي وروسته په 1848 کي د دې سیمې ډیره برخه متحده ایالاتو ته وسپارل سوه، او یاده سیمه د نیو میکسیکو د خاورې برخه وګرځېدل. د اریزونا سویلي برخه په 1853 کي د ګډسډن پیرود له لاري ترلاسه سوې وه.

سویلي اریزونا د دې ایالت د دښتې اقلیم لپاره چي ګرم دوبۍ او نرم ژمۍ لري پیژندل کیږي. په اریزونا کي په نړیواله کچه د پیژندل سوي ګرانډ کینیون ملي پارک سربیره، کوم چې د نړۍ له اوو طبیعي عجایبو څخه یو دی ، ډیری ملي ځنګلونه ، ملي پارکونه او ملي یادګارونه شتون لري.

  1. . Tucson. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورک یا خالي |title= (لارښود)