اجمل پسرلی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اجمل پسرلی (په انگرېزي: Ajmal Pasarly) يو افغان کیسه ليکوال او ادبپوه دی. هغه د ليکوالۍ تر څنگ ژباړې هم کوي او د لنډو کيسو د ليکلو يو عربي لارښود يې هم پښتو ژبې ته اړولی دی.

مخينه

اجمل پسرلی د استاد محمد صديق پسرلي زوى، د کندوز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. دا مهال د چک جمهوريت په پلازمېنه پراگ ښار کې ژوند کوي.

زده کړې

اجمل پسرلي تر اتم ټولگي د کندوز ولايت په تجربوي لېسه کې زده کړې کړې او بيا يې د کابل له غازي لېسې څخه د ١٢ ټولگي سند اخيستی دی. ښاغلي اجمل پسرلي د سعودي عربستان له سعود پوهنتون څخه په عربي ادبياتو کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړی دی.

ليکوالي

هغه له عربي ژبې ژباړې کړې دي او خپله يې هم گڼ شمېر لنډې کيسې کښلي دي.اجمل پسرلی اوس د چيک جمهوريت په پلازمېنه پراگ کې له ازادي راډيو سره کار کوي.

چاپ شوي اثار يې

  1. اوبو وړى (ناول).
  2. لنډې کيسې به څنگه ليکو؟ (له عربي ژبې ژباړه).
  3. نجيب محفوظ څرنگه کيسې ليکي؟
  4. ماشومانو ته د کيسې ليکلو چل.

سرچينې

ليکوال ويبپاڼه