Jump to content

اتریشي مکتب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اتریشي مکتب د اقتصادي نظریاتو هترودکس مکتب دی چې له میتودولوژیکي فرد پالنې څخه د دقیقې پیروي څخه ملاتړ کوي او څرګندوي چې ټولنیزې ښکارندې په منحصره بڼه د افرادو له انګېزو او اعمالو څخه سرچینه اخلي. د اتریشي مکتب نظریه ورکوونکي باوري دي چې اقتصادي نظریه باید په منحصره توګه د انساني عمل له اساسي اصولو څخه سرچینه واخلي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

اتریشي مکتب د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په ویانا (د اطریش پلازمېنه) کې د کارل مینګر، یوګین فون بوم – باوریک، فریدریش فون ویزر او د نورو له چارو سرچینه اخلي. له میتودولوژیکي پلوه دغه مکتب له تاریخي مکتب (چې بنسټ یې له جرمني څخه و) سره د میتودونېسټریټ یا میتودولوژیکي مبارزې په نامه بحث کې په ټکر کې و. د نن ورځې اقتصاد پوهان چې د دغه سنت له مخې کار کوي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې شتون لري، خو لا هم د هغوی چارې د اتریشي اقتصاد په اډانه کې ګڼل کېږي. په لومړنیو کلونو کې د اتریشي مکتب په نظري چارو کې د ارزښت ذهني نظریه، د قیمتونو په تیوري کې حاشیه ګرایي او د اقتصادي محاسبې د مسئلې فورمول بندي شاملېږي چې هر یو یې د اقتصاد په اصلي جریانونو کې په منل شوو برخو اوښتی. [۷][۸]

د شلمې پېړۍ له نیمايي څخه د اصلي جریان اقتصاد پوهانو په معاصر اتریشي مکتب نیوکې وکړې او څرګندوله یې چې دغه مکتب ریاضیکي موډل جوړونه، اقتصادسنجي او د لوی اقتصاد تحلیل د اقتصاد د اصلي جریان یا «هترودوکس» څخه بهر بولي. د ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال وروسته له هغه چې فریدریش هایک له ګونر میرډال سره په شریکه توګه په ۱۹۷۴ زکال کې د اقتصاد د علم اړوند د نوبل جایزه ترلاسه کړه؛ اتریشي مکتب ته یوځل بیا د اقتصاد پوهانو پام واوښت او وروسره لېوالتیا زیاته شوه. [۹]

تاریخچه

[سمول]

رېښه موندنه

[سمول]

اتریشي مکتب د خپل نوم په برخه کې د جرمني د تاریخي اقتصادي مکتب د غړو څخه پوروړی دی، هغو چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې یې د میتودولوژیکي بحث («Methodenstreit») په اډانه کې د اتریشیانو سره په مخالفت بحث وکړ او اتریشیانو هم په خپل نوبت سره په اقتصاد کې د تاریخي شرایطو د تدوین یا مطالعې پر ځای د نظریاتي رول څخه د یو جلا مورد په توګه دفاع وکړه. په ۱۸۳۳ زکال کې مینګر اقتصاد ته په ځانګړي پام سره د ټولنیزو علومو د څېړنیز میتود تر نامه لاندې اثر په خپرولو سره د تاریخي مکتب په لارو چارو انتقاد وکړ. ګوستاو فون شمولر چې د تاریخي مکتب یو له مخکښانو څخه و، د هغه د دغه انتقاد پر وړاندې یې نامطلوب غبرګون وښود او د دې لپاره چې دغه مکتب رټل شوی او ایالتي وښيي د هغو لپاره یې د «اتریشي مکتب» اصطلاح وکاروله. دغه نوم دوام راوړ او آن د دغه مکتب خپلو پلویانو هم ومانه. [۱۰][۱۱]

لومړۍ څپه

[سمول]

دغه بنسټ د اتریش د سترواکۍ په وین ښار کې را پیل شو. په ټولیزه بڼه د اقتصاد د اصولو په نامه (Principles of Economics) د کارل مینګر اثر چې په ۱۸۷۱ زکال کې خپور شو د یاد مکتب د بنسټ اېښودونکي په توګه په پام کې نیول کېږي. دغه اثر یو له هغو معاصرو لومړنیو رسالو څخه و چې د حاشیوي ګټې نظریه یې وړاندې کړه. په دې سره په ۱۸۷۰ زکال کې اتریشي مکتب د حاشیه پالونکي انقلاب د دریو بنسټ اېښودونکو جریانونو څخه یو و چې د اقتصاد په ډګر کې یې د ذهن پالونکې کړنلارې په معرفي کولو کې پام وړ رول درلود. له دغې ادعا سربېره؛ جان ستوارت میل په ۱۸۴۸ زکال کې د سیاسي اقتصاد د اصولو په نامه خپل اثر کې له دغې معنا څخه په ګټنې د ارزښت په برخه کې کار اخیستی او لیکلي یې دي چې «استفادوي ارزښت، یا هماغه ډول چې ښاغلي ډي کوئینسي مفهومي ارزښت بللی، د مبادلې په برخه کې د ارزښت افراطي محدودیت دی». د یو څه په مبادلوي ارزښت کې د هغو د ارزښت کچه کېدای شي د هغو د مصرفي ارزښت له کچې کمه وي، خو ایا دا چې کېدای شي هغه د مصرفي ارزښت له کچې څخه تجاوز وکړي، د تناقض متضمن دی؛ داسې انګېرل کېږي چې خلک یو څه ورکوي څو مالکیت ترلاسه کړي. د هغو د ارزښت د وروستۍ کچې څخه یو څه زیات چې د خپلو تمایلاتو د ارضا په موخه ورته قائل دي». [۱۲][۱۳][۱۴]

په داسې حال کې چې حاشیه ګرایي په ټولیزه توګه اغېزمنه وه، یو ځانګړی بل مکتب د مینګر د هڅو پر مټ رامنځته شو چې د «اروايي مکتب»، «ویانايي مکتب» او د «اتریش په مکتب» یې شهرت وموند. د اقتصادي نظریې په برخه کې د مېنګر چارې د یوګن بوهم فون باورک او فریدریش فون ویزر له خوا تعقیب شوې. دغه درې اقتصاد پوهان د اتریشي مکتب د «لومړنۍ څپې» رامنځته کوونکي وګڼل شول. بوهم باورک په ۱۸۸۰مه او ۱۸۹۰ مه لسیزه کې پر کارل مارکس پریمانه نقدونه ولیکل؛ دوی د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې له اتریشي اړخه د میتودولوژیکي بحث اصلي غړي وګرځېدل چې په هغو کی یې د تاریخي مکتب اړوند په هېګلي دوکتورینو نیوکې وکړې. [۱۵]

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې

[سمول]

په متحده ایالاتو کې فرانک البرت فتر (زوکړه: ۱۸۶۳ – مړینه: ۱۹۴۹ زکال) د اتریشي مکتب له مخکښانو څخه و. نوموړي په ۱۸۹۴ زکال کې د خپلې دوکتورا سند له هال پوهنتون څخه ترلاسه کړ او په ۱۹۰۱ زکال کې د کارنل پوهنتون د سیاسي او مالي اقتصاد ښوونکی وټاکل شو. ورته مهال څو مخکښو اتریشي اقتصاد پوهانو د ۱۹۲۰مې لسیزې پر مهال د ویانا په پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې زده کړې وکړې او وروسته یې په هغو سیمینارونو کې ونډه واخیسته چې د لوډویګ فون میزس له خوا جوړ شوي و. په دوی کې ګوتفرید هابرلر، فریدریش هایک، فریتز ماچلوپ، ځوان کارل مینګر (د کارل مینګر زوی)، اوسکار مورګنسترون، پاول روزنشټاین – روډان، ابراهام والډ، مایکل اې. هیلیپرین او ټولنپوه الفرد شوتز شامل و. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د شلمې پېړۍ په وروستیو کې

[سمول]

د ۱۹۳۰مې لسیزې په نیمايي کې ډیری اقتصاد پوهانو هغه څه چې د لومړنیو اتریشیانو مهمه ونډه بلل کېده، منلې وه. فریتز ماچلوپ د هایک دغه جمله نقل کړې چې «د یو مکتب تر ټولو لویه بریا په دې کې ده چې له خپل ځان څخه پر پښو ودرېږي، ځکه چې په دې سره د هغو اساسي کرښې د عمومي افکارو د وجود په منل شوي اړخ بدلېږي». د شلمې پېړۍ په نیمايي کې ځینې وختونه داسې هم راغلل چې د اتریشي اقتصاد اصول د اصلي اقتصادي جریان د اقتصاد پوهانو له خوا له پامه غورځول کېدل او یا به هم پرې ملنډې وهل کېدلې، ځکه چې دغه مکتب د اقتصاد په مطالعه کې محاسبوي او ریاضیکي لارې چارې رد کولې. د میزس شاګرد اسرائیل کرزنز څرګنده کړې چې په ۱۹۵۴ زکال کې هغه مهال چې د خپلې دوکتورا لپاره په څېړنو بوخت و، دغه مهال د اتریشي مکتب په نامه کوم جلا څه شتون نه درلود. هه مهال چې کرزنر دا پرېکړه کوله چې په کوم پوهنتون کې خپلې بشپړونکې زده کړې وکړي، میزس ورته لارښوونه کړې وه چې په جان هاپکېنز پوهنتون کې د زده کړو وړاندیز ومني ځکه چې دا یو مخکښ پوهنتون و او فریتز ماچلوپ هلته درس ورکاوه. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

له ۱۹۴۰مې لسیزې را وروسته د شلمې پېړۍ تر پایه کولای شو اتریشي اقتصاد په دوه مساوي فکري اقتصادي مکتبونو ووېشو. یو له دغو څخه چې میزس یې بېلګه دی، نیوکلاسیکه میتودولوژي په جبران نه منونکې توګه ناقصه بولي. بل برخه یې بیا چې بېلګه یې فریدریش هایک دی د نیوکلاسیکې میتودولوژي کړنلار او همدارنګه په اقتصاد کې د دولت زیاته مداخله مني. هنري هازلیت چې د ګڼ شمېر نشریاتو لپاره یې اقتصادي لیکنې کړي او له ۱۹۳۰ زکال څخه یې تر ۱۹۸۰ زکال پورې د اتریش د اقتصاد اړوند ګڼ شمېر کتابونه لیکلي په فکري بڼه د میزس تر اغېز لاندې و. په یوه درس کې د اقتصاد (Economics in One Lesson؛ ۱۹۴۶ زکال) تر عنوان لاندې د نوموړي د کتاب له یو میلیون څخه زیاتې نسخې پلورل شوې دي.[۲۸][۲۹][۳۰]

اتریشي مکتب د شلمې پېړۍ په وروستیو کې تر ډېره بریده د اسرائیل کرزنر او په نیویارک پوهنتون کې د لوډوېګ لاخمان د هڅو او سربېره پر دې په ۱۹۷۴ زکال کې د اقتصاد په برخه کې د هایک له خوا د نوبل د جایزې د ترلاسه کولو له امله د نوموړي چارو ته د عامه پام له اوښتو وروسته، ډېر شهرت وموند. د هایک چارې په شلمه پېړۍ کې د لسه فر تفکر د بېرته را ژوندي کېدو په برخه کې ډېر اغېزمنې وې. [۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې

[سمول]
  1. Boettke, Peter J.; Peter T. Leeson (2003). "28A: The Austrian School of Economics 1950–2000". In Warren Samuels; Jeff E. Biddle; John B. Davis (eds.). A Companion to the History of Economic Thought. Blackwell Publishing. pp. 446–52. ISBN 978-0-631-22573-7.
  2. "Heterodox economics: Marginal revolutionaries". The Economist. December 31, 2011. Archived from the original on February 22, 2012. نه اخيستل شوی February 22, 2012.
  3. Denis, Andy (2008). "Dialectics and the Austrian School: A Surprising Commonality in the Methodology of Heterodox Economics?". The Journal of Philosophical Economics (په انګليسي). 1 (2): 151–173. نه اخيستل شوی 19 May 2022.
  4. Carl Menger, Principles of Economics, online at "Principles of Economics". 18 August 2014. نه اخيستل شوی 2020-04-01.
  5. Heath, Joseph (1 May 2018). Zalta, Edward N. (ed.). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. نه اخيستل شوی 1 May 2018 – via Stanford Encyclopedia of Philosophy.
  6. Ludwig von Mises. Human Action, p. 11, "Purposeful Action and Animal Reaction". Referenced 2011-11-23.
  7. Joseph A. Schumpeter, History of economic analysis, Oxford University Press 1996, ISBN 978-0195105599.
  8. Birner, Jack; van Zijp, Rudy (1994). Hayek, Co-ordination and Evolution: His Legacy in Philosophy, Politics, Economics and the History of Ideas. London, New York: Routledge. p. 94. ISBN 978-0-415-09397-2.
  9. Meijer, G. (1995). New Perspectives on Austrian Economics. New York: Routledge. ISBN 978-0-415-12283-2.
  10. "Menger's approach – haughtily dismissed by the leader of the German Historical School, Gustav Schmoller, as merely "Austrian," the origin of that label – led to a renaissance of theoretical economics in Europe and, later, in the United States." Peter G. Klein, 2007; in the Foreword to Principles of Economics, Carl Menger; trns. James Dingwall and Bert F. Hoselitz, 1976; Ludwig von Mises Institute, Alabama; 2007; ISBN 978-1-933550-12-1
  11. von Mises, Ludwig (1984) [1969]. The Historical Setting of the Austrian School of Economics (PDF). Ludwig von Mises Institute. Archived (PDF) from the original on 2014-06-24.
  12. Keizer, Willem (1997). Austrian Economics in Debate. New York: Routledge. ISBN 978-0-415-14054-6.
  13. Ahiakpor, J.C.W. (2003): Classical Macroeconomics. Some Modern Variations and Distortions, Routledge, p. 21
  14. Mill, J.S. (1848): Principles of Political Economy
  15. Kirzner, Israel M. (1987). "Austrian School of Economics". The New Palgrave: A Dictionary of Economics. 1: 145–51.
  16. Salerno, Joseph T. (1 August 2007). "Biography of Gottfried Haberler (1901-1995)". Mises Institute. Archived from the original on 2014-09-14.
  17. "Biography of Fritz Machlup". Archived from the original on 5 July 2013. نه اخيستل شوی 16 June 2013.
  18. "About Karl Menger - Department of Applied Mathematics - IIT College of Science - Illinois Institute of Technology". www.iit.edu. Archived from the original on 29 October 2013. نه اخيستل شوی 1 May 2018.
  19. "Guide to the Oskar Morgenstern Papers, 1866-1992 and undated". Rubenstein Library. Duke University. Archived from the original on 2012-10-17.
  20. "Rodan; Paul Rosenstein (1902-1985); political economist". Archive at London School of Economics.[مړه لينکونه]
  21. Oskar Morgenstern (Oct 1951). "Abraham Wald, 1902–1950". Econometrica. The Econometric Society. 19 (4): 361–67. doi:10.2307/1907462. JSTOR 1907462.
  22. "Studies in Economic Nationalism". 18 August 2014.
  23. کينډۍ:Multiref
  24. Boettke, Peter J.; Peter T. Leeson (2003). "28A: The Austrian School of Economics 1950–2000". In Warren Samuels; Jeff E. Biddle; John B. Davis (eds.). A Companion to the History of Economic Thought. Blackwell Publishing. pp. 446–52. ISBN 978-0-631-22573-7.
  25. "Ludwig von Mises: A Scholar Who Would Not Compromise". 15 December 2004. Archived from the original on 2014-09-14. نه اخيستل شوی 2014-09-13. Homage to Mises by Fritz Machlup 1981
  26. Backhouse, Roger E (January 2000). "Austrian economics and the mainstream: View from the boundary". The Quarterly Journal of Austrian Economics. 3 (2): 31–43. doi:10.1007/s12113-000-1002-8. S2CID 154604886. Archived from the original on 2017-02-10. نه اخيستل شوی 2017-01-24. Hayek did not fall out of favor because he was not Keynesian (neither are Friedman or Lucas) but because he was perceived to be doing neither rigorous theory nor empirical work
  27. Kirzner, Israel. "Interview of Israel Kirzner". Ludwig von Mises Institute. Archived from the original on 9 September 2013. نه اخيستل شوی 17 June 2013.
  28. kanopiadmin (30 July 2014). "The Hayek and Mises Controversy: Bridging Differences - Odd J. Stalebrink" (PDF). mises.org. Archived (PDF) from the original on 14 November 2012. نه اخيستل شوی 1 May 2018.
  29. "Remembering Henry Hazlitt". The Freeman. Archived from the original on 2013-01-13. نه اخيستل شوی 2013-03-11.
  30. "Biography of Henry Hazlitt". Ludwig von Mises Institute. Archived from the original on 2012-01-28. نه اخيستل شوی 2013-03-11.
  31. Meijer, Gerrit, ed. (1995). New Perspectives on Austrian Economics. New York: Routledge. ISBN 978-0-415-12283-2. OCLC 70769328.
  32. Raico, Ralph (2011). "Austrian Economics and Classical Liberalism". mises.org. Ludwig von Mises Institute. Archived from the original on 19 May 2011. نه اخيستل شوی 27 July 2011. despite the particular policy views of its founders ... Austrianism was perceived as the economics of the free market
  33. Kasper, Sherryl Davis (2002). The Revival of Laissez-faire in American Macroeconomic Theory. Edward Elgar Publishing. p. 66. ISBN 978-1-84064-606-1.