آلبرټ آينشټاين

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
البرټ آينشټاين

آلبرټ آينشټاين يو الماني - امريکایي فيزيکپوه او ساينسپوه و چې د نسبيت نظريه يې د لومړي ځل لپاره وړاندې کړې.

د انرژي او كتلې معادل فرمول (E=mc۲)

په ١٩٠٥ ع كال كې اينشټاين د يوه نامتو فورمول مخ وينه وكړه چې نن ورځ دغه نړيوال فورمول داتوم بم، هايدروجن بم، هستوي بټۍ، لمر، ستورو او په كيهان كې دانرژۍ د منځ ته راتلو بنسټ جوړوي. ددې فرمول سرليك په لا ندۍ ډول پيل شو كله چې اينشټاين د خاصه نسبي تيوري په هكله درياضي يوه معادله حل كوله نودخداى په امر سره يوه نا څاپه يونوئ فرمول په محاسبه كې را پيداشوچې هغه ورته په اول وخت كې د نصيب فرمول نوم كيشود او هيڅ اهميت يې هم ورنكړ. دغه فرمول په ډاګه كوي چې انرژي ( E ) د 2 كتلې ( m) سره معادل اړيكې لري (E=mc۲). دا په دې مانا چې كه د يوه شي كتله دمربع د نورسر عت (c) سره ضرب كړو نوپه دغه كتله كې خوندي شوى انرژي لا س ته راځي .