آسا ګرې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
آسا ګرې
آسا ګرې
آسا ګرې

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۸ نومبر ۱۸۱۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
نيويارک [۷]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 30 جنوري 1888 (78 کاله)[۱][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې) انگليسي [۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه بوټپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون (۳۰ اپرېل ۱۸۴۲–)  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
آسا ګرې
آسا ګرې

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

آسا ګرې (زوکړه: د ۱۸۱۰ زکال د نومبر ۱۸ مه – مړینه: د ۱۸۸۸ زکال د جنوري ۱۸ مه) په ۱۹ مه پېړۍ کې د تر ټولو مخکښ امریکايي بوټي پېژندونکي په توګه په پام کې نیول کېږي. د داروینیانا په نامه د هغه د مقالو ټولګه د دین او علم ترمنځ د تقابل د نشتون په برخه کې مهمه توضیح ده. ګرې په پرېکنده توګه باور من و چې باید د ژوندیو موجوداتو د یو ډول د ټولو غړو ترمنځ ژنټیکي ارتباط شتون ولري. نوموړی همدارنګه د تکامل د اجازې نه لرلو په معنا په یو نسل او یا هم ځانګړو مخلوقاتو کې د هیبرډایزېشن له نظریاتو سره کلک مخالف و. نوموړی د داروین له پلویانو څخه و، په داسې حال کې چې د ګرې د خدای باوري تکامل لید د یو خالق لوري ته هدایت کېده. [۱۰][۱۱]

ګرې د څو لسیزو لپاره په هاروارډ پوهنتون کې د بوټو پېژندنې د ښوونکي په توګه د چارلز داروین په ګډون چې ورته یې ډېر درناوی درلود؛ د هغه مهال له مخکښو طبیعت پوهانو سره په منظم ډول اړیکې ساتلې او له هغوی سره یې لیکونه تبادله کول. ګرې د هغه مهال له مخکښو اروپايي پوهانو سره د مرستې په موخه څو ځله اروپا او همدارنګه د متحده ایالاتو سویل او لویدیځ ته سفرونه وکړل. نوموړي همدارنګه د بوټو د بېلګو د راغونډونکو پراخه شبکه جوړه کړې وه.

ګرې چې پیاوړی لیکوال و؛ د شمالي امریکا د بوټو پېژندنې د پوهې په یو ډول والي کې یې اساسي رول درلود. د بوټو پېژندنې په برخه کې د هغه له ګڼ شمېر اثارو څخه تر ټولو مشهور یې د شمالي امریکا د بوټو پېژندنې لارښود، له نیوانګلنډ څخه تر ویسکانسین او له سویل څخه تر او هایو او پنسلوانیا پورې په نامه کتاب و؛ چې نن ورځ په ساده توګه د ګرې د لارښود په نوم پېژندل کېږي. [۱۲]

په ۱۸۴۸ زکال کې ګرې د امریکا د فلسفي ټولنې د غړي په توګه وټاکل شو. [۱۳]

لومړی ژوند او زده کړې[سمول]

ګرې د ۱۸۱۰ زکال د نومبر په ۱۸ مه د نیویارک ښار په ساوکویت سیمه کې وزېږېد؛ نوموړی د چرم جوړونکي موزس ګرې (ز. ۲۶ فبروري ۱۷۸۶ زکال) او رکسانا هاوارډ ګرې (ز. ۱۵ مارچ ۱۷۸۹ زکال) زوی و. ګرې چې د خپل پلار د چرم جوړولو د فابریکې شاته وزېږېد د هغه د اتو ماشومانو تر ټولو مشر و.  د ګرې بابا په ۱۷۱۸ زکال کې له شمالي ایرلنډ څخه بوسټون ته راغلی و. د ګرې پروټسټانت سکاټلنډي – ایرلنډي اجداد له شیز پاڅون وروسته له ماساچوستس او ورمونټ څخه نیویارک ته کډه شوي و. پلار او مور یې د ۱۸۰۹ زکال د جولای په ۳۰ مه واده وکړ. د هغوی د چرم جوړونې کارخونې د سوزولو لپاره په پریمانه کچه لرګیو ته اړتیا لرله او د دغه سیمې د لرګیو زېرمې هم مخ پر خلاصون وې؛ همدا و چې پلار یې له خپلې ګټې څخه په ګټنې په دغه سیمه کې د کروندو په پېرلو کې کار واخیست او د ۱۸۲۳ زکال په شاوخوا کې یې د چرم جوړولو کارخونه خرڅه کړه او کروندګر شو. [۱۴]

ګرې په ځوانۍ کې له مطالعې سره ډېره لیوالتیا لرله. هغه له ۱۸۲۳ زکال څخه تر ۱۸۲۵ زکال پورې د کلینټون د ګرامر ښوونځی پای ته ورساوه او په دغه کلونو کې یې ورته د څېرمه همیلټون کالج د کتابتون ګڼ شمېر کتابونه ولوستل. په ۱۸۲۵ زکال کې یې په فیرفیلډ اکاډمۍ کې چې د ۱۸۲۶ زکال په مني کې یې خپل نوم د فیرفیلډ طبي کالج ته تغیر کړ او د فیرفیلډ د لویدیځې ناحیې په طبي کالج هم پېژندل کېده؛ نوم ثبت کړ. دا نو هغه مهال و چې ګرې د بوټو د بېلګو په راغونډولو پیل وکړ. نیویارک ښار ته په سفر کې هغه هڅه وکړه له جان ټوري سره وګوري څو له هغه څخه د خپلو راغونډو کړو نمونو په پېژندنه کې مرسته ترلاسه کړي، خو ټوري په کور کې نه و او ګرې هم خپلې راغونډې کړې نمونې د هغه په کور کې پرېښودې. ټوري د ګرې له خوا د راغونډو کړو نمونو تر اغېز لاندې راغی او له هغه سره یې د لیکونو په تبادلې پیل وکړ. ګرې له کالج فارغ شو او د ۱۸۳۱ زکال په فبروري میاشت کې یې چې لا یې په هغه مهال کې د دکتورا لپاره د ۲۱ کاله عمر لرلو شرط نه و پوره کړی د طبابت په برخه کې یې دوکتورا ترلاسه کړه. په داسې حال کې چې ګرې د نیویارک په بریج واټر سیمه کې چې هلته یې د زده کړیالۍ پر مهال د ډاکټر جان فوټ ټراوبریج سره شاګردي کوله؛ کلنیک پرانیست خو هغه هېڅکله یې په طبي چارو لاس پورې نه کړ او له بوټو پېژندنې څخه یې خوند اخیست. همدغه مهال و چې نوموړي په نیویارک او نیوجرسي کې په اکتشافاتو پیل وکړ. د ۱۸۳۱ زکال په مني هغه خپلو ټولو طبي چارو ته شا کړه او خپل وخت یې بوټو پېژندنې ته ځانګړې کړ. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په ۱۸۳۲ زکال کې نوموړی د نیویارک د یوټیکا سیمې په بارټلېټ عالي لېسه او په فیرفیلډ طبي کالج کې د کیمیا، منرالوژي او بوټو پېژندنې د ښوونکي په توګه وګمارل شو او د هغو ښوونکو تشه یې ډکه کړه چې د زده کړو پر مهال مړه شوي و؛ هغه د ۱۸۳۲ زکال له اګسټ څخه ډسمبر پورې د وقفې په لرلو سره د یو کال درس ورکولو پر سر هوکړه کړې وه؛ همدا و چې اړ شو مکسیکو ته چې هغه مهال د اوسنۍ متحده ایالاتو سویل لویدیځ ایالاتونه په کې شاملېدل، خپل سفر لغو کړي. ګرې د لومړي ځل لپاره د ۱۸۳۲ زکال په سپټمبر میاشت کې له ټوري سره ولیدل او هغوی په ګډه سره نیوجرسي ته سفر وکړ. د ۱۸۳۳ زکال د اګست په لومړۍ نېټه په یوټیکا کې د تدریس له دورې بشپړولو وروسته ګرې د نیویارک ښار د ډاکټرانو او جراحانو په کالج کې د ټوري مرستیال شو. دغه مهال ګرې نه یوازې د امریکا بلکه د آسیا، اروپا او د آرام سمند د ټاپو ګانو له بوټو پېژندونکو سره مکاتبه او د بوټو د نمونو تبادله یې ورسره کوله. ګرې په ۱۸۳۴ زکال کې په همیلټون کالج کې په موقت ډول د تدریس ځایګي ته ورسېد. د مالي شونتیاو د کمښت له امله نوموړی په ۱۸۳۵ زکال کې اړ شو د ټوري د مرستیال په توګه دنده پرېږي او د ۱۸۳۶ زکال په فبروري یا مارچ میاشت کې په نیویارک کې د طبیعي تاریخ د عمومي تالار متصدي او کتابدار شو چې اوس د نیویارک د علومو د اکاډمۍ په نوم پېژندل کېږي. هغه د منهتن په خپل نوي استوګنځای کې یو اپارتمان درلود. ټوري هڅه وکړه هغه ته په پرینسټون پوهنتون کې دنده پیدا کړي خو د علومو په برخه کې ورته د دندې موندلو د هڅو په څېر دغه هڅې هم نابریالۍ شوې. له دې سره چې ګرې نور د ټوري مرستیال نه و خو دوی دواړه د ژوند تر پایله کلک ملګري او همکاران پاتې شول. د ټوري مېرمن الیزا ټوري د ګرې په آدابو، سلیقې، عادتونو او مذهبي باورونو پام وړ اغېز درلود. [۱۹][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

دندې[سمول]

د ۱۸۳۶ زکال په اکتوبر میاشت کې ګرې د بوټو پېژندونکي په توګه د متحده ایالاتو په اکتشافي سفر (۱۸۳۲-۱۸۴۲ زکال) کې چې همدارنګه د «ویلکس اکسپډېشن» په نامه هم پېژندل کېږي د ګډون کوونکي په توګه وټاکل شو چې په پام کې وه دغه سفر درې کاله دوام وکړي. ګرې په پیل کې د دغه سفر لپاره د پلان جوړونې او چمتوالي په موخه ښه دستمزد ترلاسه کاوه، آن تر دې چې خپل توکي یې د نیویارک په بندر کې په یوه بېړۍ کې بار کړل. له دې سره دغه سفر له سیاستونو، مشاجرې، ګډوډیو، بې کار توب او ځنډ سره ښکېل و. ګرې د سمندري ځواکونو وزیر ماهلون ډیکرسون ته په اشاره د «نفرت پارونکي او حماقت څخه ډک مدیریت» په نامه مقاله ولیکله. له دې سره ګرې د ۱۸۳۷ زکال په اپرېل میاشت کې د غونډو له تالار استفعا ورکړه څو خپل وخت د دغه سفر مقدماتو ته ځانګړی کړي. دغه اکتشافي سفر په ۱۸۳۸ زکال کې په بشپړ ناڅرګند حالت کې و. دغه مهال د میشیګان نوي ایالت د خپل پوهنتون په جوړولو بوخت و او ګرې هم ورته د ۱۸۳۸ زکال په لومړیو کې د ښوونکي په توګه غوښتنلیک ولېږه. هغه له ویلکس اکسپډېشن څخه د ۱۸۳۸ زکال د جولای په ۱۰ مه استعفا ورکړه. په ۱۸۴۸ زکال کې ګرې د بوټو په نمونو باندې د څېړنې په موخه استخدام شو او د بوټو پوهنې د راپور لومړی ټوک یې په ۱۸۵۴ زکال کې خپور کړ، خو ویلکس بیا ونشو کولای د دویم جلد د لیکلو لپاره بودیجه ورته برابره کړي. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د ۱۸۳۸ زکال د جولای په ۱۷ مه ګرې د میشیګان په نوي تاسیس شوی پوهنتون کې د دایمي ښوونکي په توګه وګمارل شو، په داسې حال کې چې هغه هېڅکله په هېڅ یو ټولګي کې درس ورنکړ. د هغه ځایګی هاغه لومړنی ځایګی و چې د امریکا په هر ښوونیز بنسټ کې به یوازې بوټو پېژندنې ته ځانګړی و. [۳۵][۴۱][۴۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Asa-Gray — subject named as: Asa Gray — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62v2hg9 — subject named as: Asa Gray — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1762 — subject named as: Asa Gray — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/gray-asa — subject named as: Asa Gray — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Asa_Gray — subject named as: Asa Gray — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0031015.xml — subject named as: Asa Gray — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  7. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub20221166135 — د نشر نېټه: ۲۸ جنوري ۲۰۲۳
  8. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  9. سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — نشرونه لخوا د: American Medical Biographies
  10. Love 1998، ص. 173.
  11. Biographies of Scientists and Explorers 2015.
  12. Moore، Macklin او DeCesare 2010، صص. 277–286.
  13. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Dupree 1988، صص. 6–7.
  15. Dupree 1988، صص. 15, 18–20, 22.
  16. Encyclopædia Britannica 2013.
  17. Dupree 1988، صص. 23–24.
  18. Gray 1894، صص. 14–18.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Deane 1888، صص. 59–72.
  20. Dupree 1988، صص. 12–14.
  21. Gray 1894، صص. 12–14.
  22. Farlow 1889، ص. 164.
  23. Dupree 1988، صص. 7–9.
  24. Dupree 1988، صص. 2–5.
  25. Farlow 1889، ص. 163.
  26. Dupree 1988، صص. 39–41.
  27. Farlow 1889، صص. 164–165.
  28. Dupree 1988، صص. 41–43, 56–57.
  29. Dupree 1988، صص. 43–44, 47–50.
  30. Torrey 1988، صص. 221–228.
  31. Dupree 1988، ص. 38.
  32. Dupree 1988، صص. 35, 50.
  33. Dupree 1988، صص. 30–32.
  34. Dupree 1988، صص. 33–36.
  35. ۳۵٫۰ ۳۵٫۱ University of Michigan 2015.
  36. Dupree 1988، صص. 185–195.
  37. Harvard 2009.
  38. Gray 1854.
  39. Dupree 1988، صص. 59–65, 67–68.
  40. Dupree 1988، ص. 62.
  41. Dupree 1988، صص. 67–68.
  42. Pitcher 1856، ص. 79.