آرنولد شوارزنېگر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
آرنولډ شوارڅنېگر د امریکې پخواني ولسمشر رونالډ رېگن سره په کال ۱۹۸۴م زېږديز کې


آرنولد آلویس شوارڅنېگر (په آلماني: Arnold Alois Schwarzenegger) یو اوتریشی-آمریکایی د هاليووډ ننداريزو کمپنیو فلمي لوبغاړی دی . دی په کال ۱۹۴۷م زېږديز کې ۳۰م د جولای د تال سټېريا په سیمه کې زېږېدلی . د ۱۹۶۵مو ز کالونو پیر کې شوارڅنېگر د نړېوال بدنروزنې (باډي بلډنگ) يوې سيالۍ ته چې امریکا کې يو کارل وروسته ترسره کېده په گراز نومي سیمې کې لومړی مقام ترلاسه کړ چې بيا یې پچه راووته او په کال ۱۹۶۶م زېږدیز کې د امريکې په نړېوال بدنروزنې په سيالۍ کې چې نوم یې ( National Amateur Bodybuilders Association (NABBA) و برخه واخیسته او په همدې سيالۍ کې دی د مسټر يونیورس په نوم ونومول شو. مسټر يونیورس (د کايناتو ښاغلی ) په لفظي مانا راوځي خو موخه یې د نړۍ تر ټولو ځواکمن انسان دی چې دغه نوم د هماغه ورزښت په چوکاټ کې ټاکلی نوم دی چې ټولې نړۍ کې ندی منل شوی .

مخينه

ښاغلی آرنولډ شوارڅنېگر د اوتريش په هېواد کې زېږېدلی او په کال ۱۹۶۶م زېږديز کې امریکې ته د يوې بدني روزنې يوې سيالۍ ته د ورکانديدېدو وروسته کډوال شو او تراوسه هماغه ځای کې اوسېږي . دی وروسته د نړېوال تکړه بدن روزونکي څخه د امریکا په هېواد کې ډېر وځلېد نو سیمې د هالیووډ ننداريزې کمپنۍ خپلو جگړه ييز وزمو فلمونو (Action films) ته د لوبغاړي په توگه وروغوښت او هماغه ځای څخه دی په ټولې نړۍ کې د آرنولډ په نوم وپېژندل شو . د فلمونو سره سره يې په ۲۰۰۳م زېږديز کې د امریکې د پخواني ولسمشر کشر بوش په پېر کې ځان د کېلفورنيا ايالت ته د والي په توگه ونوماوه چې د امریکې له کانگرس څخه بريالی شو او تر ۳م د جنورۍ ۲۰۱۱م زېږدیز پورې پدغه دنده سمبال و .

زده کړې

کورنۍ ، فلمي او ټولنیز ژوند

لاسته راوړنې

سرچینې