ښځې په پاکستان کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په پاکستان کې د ۲۰۱۷ کال د سرشمېرنې پر بنسټ د هغه هېواد ۴۸،۷۶٪ وګړي ښځې دي. د پاکستان د تاریخ په اوږدو کې ښځوتل مهمه ونډه لرلې او همدارنګه یې له ۱۹۵۶ کال وروسته په ټاکنو کې د رایو ورکولو اجازه ترلاسه کړې. په پاکستان کې ښځې لوړپوړې لکه د لومړي وزارت، ملي اسمبلۍ، اپوزیسیون مشرتابه، فدرال وزیرانو، قاضیانو، او وسله وال پوځ د ماموریت په اډانه کې څوکۍ خپلې کړې دي. جنرال شهیدې ملک د پاکستان په وسله وال پوځ کې تر ټولو لویه څوکۍ لرله. بی نظیر بوټو لومړۍ ښځه وه چې د ۱۹۸۸ کال د ډسمبر په ۲ مه د پاکستان د لومړۍ وزیرې په توګه یې لوړه وکړه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په پاکستان کې د ښځو وضعیت ته په پام د طبقاتو او سیمې له مخې لکه د ښاري او کلیوالي ډول له مخې توپیر لري همدارنګه نا برابرو ټولنیزو، اقتصادي شرایطو او قبیلوي او فیودالي ټولنیز ویش د پاکستاني ښځو پر ژوند اغیز پرېښی. په پاکستان کې د جنسیتي اندېښنو اړوند نړیوال رپوټونه ښیي چې په ټولیز ډول په پاکستان کې د ښځو ترمنځ د سواد کچې په زیاتوالي سره د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګ ترلاسه شوی. [۷][۸][۹][۱۰]

له دې سره، پاکستان له یو لړ ستونزو سره مخ دی چېرې چې ښځې د زده کړو په ډګر کې شاته پاتې دي. د دې لامل هم د دولتي بودیجې کمښت، د ښځو لپاره لږ ښوونځیو او پوهنتونونو، او همدارنګه په خاصو مواردو کې د ښځوله حقونو د ناخبرۍ له امله په روزنیزو مرکزونو کې د ښځو له خوا کمې نوم ثبتونې ته اړوندېږي. په شاته پاتې سیمو کې د جنسي تیري، ناموسي وژنو، وژنو او په زوره د واده کولو راپورونه ورکول کېږي. دا ټول موارد د پوهې کمښت، غربت، د پاکستان په قضايي سیستم کې ستونزو، د قانون د پلي کولو په برخه کې د مقاماتو او قانون پلي کولو بنسټونو لکه پولیسو ضعیف چلند ته اړوندېږي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

تاریخچه[سمول]

له تاریخي پلوه، مسلمانو سمون غوښتونکو لکه سید احمد خان هڅه وکړه څو ښځوته زده کړې برابرې کړي، د ودونو شمېر محدود کړي او ښځې د زده کړو له لوري پیاوړې کړي. د پاکستان بنسټ اېښودونکي، محمد علي جناح، هغه کس چې د ښځو په برخه کې د مثبت فکر په لرلو پېژندل کېده. وروسته له هغې چې پاکستان خپلواکي واخیسته، د ښځو ډلې او فیمینست سازمانونه د مطرحو څېرو لکه فاطمه جناح تر مشرۍ لاندې د ښځو پر وړاندې د اقتصادي او ټولنیزو بې عدالتیو د له منځه وړو په برخه کې په کار پیل وکړ.[۹]

جناح په ډاګه کړه چې مسلمانو ښځو مشرانو له هرې ډلې په فعالانه ډول د ۱۹۴۰ مې لسیزې په نیمايي کې له پاکستاني تحریک ملاتړ وکړ. ددوی تحریک د هغوی د مشرانو ښځو او د هغوی سیاسي مشرانو ته د اړوندو نورو ښځو له خوا رهبري کېده. کله به هم ښځو په لویه کچه لاریونونو کې ګډون وکړ. له ۱۹۴۷ وړاندې په پنجاب کې مسلمانو ښځو مسلم لیګ ته په رایه ورکولو ټینګار وکړ پداسې حال کې چې نارینه وو بیا له یونینسټ ګوند Unionist Party ملاتړ کاوه.[۲۱]

د هند په ملي کانګرس کې ډېری مسلمانو ښځو له هندي لوري څخه له وتو ملاتړ وکړ. ځینو لکه د لاهور ښار سیده صفیه بیګم په ۱۹۳۵ کال کې د مسلمانو ماشومانو لپاره لومړنی انګلیسي ښوونځی د مسلمانانو په ښار کې پرانیست. پاکستاني ښځو ته په ۱۹۴۷ کال کې د رایې د ورکړې حق ورکړل شو، دوی وکولای شول د ۱۹۵۶ کال په ملي ټاکنو کې د موقت اساسي قانون پر بنسټ د بیاځلي رایې کارولو حق هم ترلاسه کړي. د پاکستان په مشروطه تاریخ کې له ۱۹۵۶ کال څخه تر ۱۹۷۳ کال پورې د هغه هېواد په پارلمان کې د ښځو لپاره څوکۍ ځانګړې شوې وې.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

که چېرې جنرال ایوب خان عادلانه ټاکنې کړې وای، نو مېرمن فاطمه جناح به په نړۍ کې د تر ټولو لوی مسلمان هېواد لومړنۍ مسلمانه ولسمشره وه.

د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی[سمول]

په ۲۲۰ کال کې د عورت بنسټ له خوا د" کوید ۱۹ پر مهال د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي" تر عنوان لاندې راپور پر بنسټ د پاکستان په ۲۵ سیمو کې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي د ۲۲۹۷ پېښو راپور ورکړل شوی چې پکې د ناموسي وژنو، وژنو، جنسي تېري، ځان وژنې، په تیزابو سوزونې او تښتونې پېښې شاملېږي؛ چې له دې کچې ۵۷ سلنه یې له پنجاب او ۲۷ سلنه یې له سند څخه راپور ورکړل شوې دي.[۲۶]

په ۱۹۹۹ کال کې، په پاکستان کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ مېرمنې وژل شوې چې ۹۰٪ یې دې کورني تاوتریخوالي له امله دي. قانون پلي کوونکي بنسټونه په معموله بڼه د کورني تاوتریخوالي پېښې د شخصي ستونزو تر عنوان لاندې ردوي. د کورني تاوتریخوالي په پېښو کې، دا اړینه ده څو وپوهېږي چې د ښځې او مېړه ترمنځ د تېري پېښه جرم نه ګڼل کېږي. ډېری ښځې له هغوی د ناوړه ګټنې د پېښو راپور نه ورکوي ځکه دوی غواړي د خپلې کورنۍ د نوم له خرابېدو مخه ونیسي، ډارېږي چې ورسره به ناوړه چلند زیات شي، او وېرېږي چې دوی به له خپلو مېړونو یا بچیانو بېل کړای شي. هغې ښځې چې د تاوتریخوالي راپور ورکوي، تر ډېره د پولیسو او د دوی د کورنیو له خوا ورسره ناوړه چلند شوی؛ نږدې ۳۳٪ ښځې د ځاني تاوتریخوالي سره مخ شوې او هیڅکله یې راپور نه دی ورکړل شوی. کله چې د ښځې او مېړه د تاوتریخوالي موضوع رامنځته کېږي، آن حامله ښځې یې هم قرباني دي. ددې لپاره چې له دغو تاوتریخوالو خلاصون ومومي ډېری ښځې مذهبي ټولنو او یا مذهبي چارو ته مخه کوي څو په کور کې له کېښناستو او نورو ستونزو لرې اوسي. ځینو یې بیا له خپلو ملګرو او کورنیو مرسته غوښتې، خو له رسمي شکایت کولو یې ډډه کړې ځکه احساس کوي چې دوی به درک نشي.[۲۷][۲۸]

کلتور[سمول]

جنسیتي نقشونه[سمول]

له دې سره چې د پاکستان اکثریت وګړي مسلمانان دي(۹۶،۴٪ تر ۲۰۱۰)، خو د ښځو حالات تر ډېره توپیر لري. د ښځو کالي تر منطقې، طبقې او یا هم ځانګړو مناسبتونو پورې توپیر کوي، خو کمیس پرتوګ د پاکستاني ښځو اصلي لباس دی. ګراراس Ghararas(اوږده لمن، بلوز او پتلون) او ساري (لهنګاس Lehengas) تر ډېره عام وو خو اوس تر ډېره یوازې په ودونو کې اغوستل کېږي.[۲۹][۳۰][۳۱]

لږ پاکستانۍ مېرمنې حجاب او چادري په عامه چاپېریال کې اغوندي، کوم چې د اغوستو کچه یې یو له بله توپیر لري؛ چادري تر ډېره په پښتون میشتو سیمو کې اغوستل کېږي. د افغان سنتي جامو یو شمېر ډولونه په وروستیو لسیزو کې ددغه هېواد په ځینو برخو کې دود شوي دي. پاکستان هېڅکله د حجاب د اغوستو یا نه اغوستو لپاره کوم قانون نه لري. په پاکستان کې د نظر پوښتنو پر بنسټ  ډېری ښځې حجاب په خپله خوښه اغوندي. حجاب اغوستل لازمي نه دي، ښځې کولای شي د کراچي، لاهور، اسلام آباد او نورو لویو ښارونو په ښاري سیمو کې پتلون او تی شرت واغوندي. په وروستیو پینځو کلونو د دغه هېواد په ډېری ښارونو کې د لویدیځ جامې ډېرې دود شوې. پاکستان یو محافظه کار هېواد دی او تر ډېره هڅه کېږي چې ښځې تر ډېره حده له اوږدې لمنې په عامه چاپېریال کې کار واخلي، ځکه پاکستانۍ ښځې په سنتي ډول د لنډو کالیو د اغوستو اجازه نه لري.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

زده کړې[سمول]

د پاکستان له خپلواکۍ وروسته د سواد کچې د زیاتوالي سربېره، تراوسه هم د پاکستاني ښځو د زده کړو وضعیت په نړۍ کې په ښکتنۍ کچه کې ځای لري. د ښاري سیمو د ښځو په پرتله په کلیوالي سیمو کې د ښځو د سواد کچه پنځه چنده کمه ده. د نارینه وو په پرتله تراوسه هم د ښځو د زده کړو کچه ډېره ټیټه ده: د ښځو لپاره د سواد کچه ۴۵،۸٪ ده په داسې حال کې چې د نارینه وو لپاره دا ۶۹،۵٪ ده (د ۲۰۱۵ کال شمېرې، د ۱۵ یا له هغو زیاتو کلونو لپاره).[۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. "Population census 2017: Men outnumber women in Pakistan". Samaa Tv. 25 August 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "Powerful women of the Pakistan Movement". 14 August 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "The rising voices of women in Pakistan". National Geography. 6 February 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Women Judges in the Muslim World: A Comparative Study of Discourse and Practice. BRILL. 30 March 2017. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-34220-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Karen O'Connor (18 August 2010). Gender and Women's Leadership: A Reference Handbook. SAGE. د کتاب پاڼي 382–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4129-6083-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Laura Sjoberg (17 July 2014). Gender, War, and Conflict. Wiley. د کتاب پاڼي 7–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7456-8467-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "The Situation of Women in Pakistan". د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Mariam S. Pal (2000). Women in Pakistan: Country Briefing Paper (PDF). Asian Development Bank. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-971-561-297-5. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ نومبر ۲۰۱۴ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ "Pakistan: Status of Women & the Women's Movement". Womenshistory.about.com. 28 July 2001. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. "Financing Education in Pakistan" (PDF). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. "Critical Analysis of the Problems of Education in Pakistan" (PDF). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. (په 2021-03-20 باندې). Pakistan: Two men sentenced to death for motorway rape. BBC News.
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. Azra Asghar Ali (April 1999). "Indian Muslim Women's Suffrage Campaign: Personal Dilemma and Communal Identity 1919–47". Journal of the Pakistan Historical Society. 47 (2): 33–46. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Jone Johnson Lewis. "Woman Suffrage Timeline International". د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. "Woman suffrage". Encyclopædia Britannica. 
  24. "The Muslim Family Laws Ordinance 1961". punjablaws.gov.pk. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Smith, Bonnie G. (2008). Pakistan – Oxford Reference. doi:10.1093/acref/9780195148909.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195148909. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. Lives together, worlds apart : men and women in a time of change. United Nations Population Fund. [New York]: United Nations Population Fund. 2000. د کتاب پاڼي 26–27. OCLC 44883096. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0897145824. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: آخرون (link)
  28. Zakar, Rubeena; Zakar, Muhammad Zakria; Hornberg, Claudia; Kraemer, Alexander (January 2012). "Coping strategies adopted by pregnant women in Pakistan to resist spousal violence". International Journal of Gynecology & Obstetrics. 116 (1): 77–78. doi:10.1016/j.ijgo.2011.08.006. PMID 22036062. S2CID 11589174. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. "The World Factbook". CIA. 17 June 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Zeba Ayesha Sathar; Shahnaz Kazi (2000). "Women's Autonomy in the Context of Rural Pakistan" (PDF). The Pakistan Development Review. 39 (2): 89–110. doi:10.30541/v39i2pp.89-110. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. "Pakistan Dresscodes". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Sherazee, Mahnoor (25 April 2014). "The difference between black and blue". Dawn.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. "Respect". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. "Clothing in Pakistan and other Local Custom Reviews". VirtualTourist. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. Crislip, Kathleen (9 February 2015). "Women's Muslim Dress – Women Traveler's Dress in Islamic Countries". Student Travel Planning. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. "Asia's women in agriculture, environment and rural production: Pakistan". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۰۷ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. ESCAP, 1996. Rural Poverty Alleviation and Sustainable Development in Asia and the Pacific, United Nations, New York.
  38. "The World Factbook". CIA. 17 June 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)