ژوند
ژوند د فزیکي موجوداتو یوه ځانګړنه ده چې د بیولوژیکي پروسو لکه سېګنال ورکولو او په ځان بسیاکېدو له لارې يې له نورو هغه موجوداتو څخه جلا کوي چې نه یې لري. یا یې هم یادې پروسې د مرګ په وجه له فعاليت څخه لوېدلې وي، يا په دې دلیل چې دوی هېڅکله دا ډول فعالیتونه نه لرل ځکه د بېځانه په توګه ډلبندي شوي. د ژوند بېلابېل ډولونه شته، لکه بوټي، حیوانات، قارچونه (fungi)، پروتېستا (protists)، ارکیا (archaea)، او باکتریا(bacteria)، بیولوژي هغه علم د ی چې له ژوند څخه بحث کوي.
په اوس حال کې د ژوند د تعریف لپاره هېڅ نظري توافق نه شته. یو عام تعریف دا دی چې ژوندي موجودات هغه پرانیستي سیستمونه دي چې هموستاز(homeostasis) خوندي کوي، له حجرو څخه جوړ شوي د ژوند دوران لري، کولی شي وده وکړي، له خپل چاپېریال سره توافق وکړي، میتابولیزم وکړي، محرکونو/پاروونکو ته ځواب ورکړي، تکثر وکړي او تکامل ومومي. ځینې وختونه په نورو تعریفونو کې د ژوند غیر حجروي بڼه لکه ویروسونه (viruses ) او وایرېډونه (viroids) شاملېږي.
ابیوجنېزس (Abiogenesis) له غیر ژوندیو موادو لکه ساده عضوي ترکیباتو څخه د ژوند رامنځته کېدلو پروسه ده. یوه برلاسې علمي فرضیه دا ده چې له غیر ژوندیو موجوداتو څخه ژونديو موجوداتو ته اوښتل یوازینۍ پېښه نه وه. بلکې د پېچلتیا د ډېرولو تدریجي پروسه ده. په ځمکه کې ژوند د لومړي ځل لپاره ۴.۲ ميليارد کلونه مخکې د سمندرونو له رامنځته کېدو څخه ډېر زر ۴.۴۱ ميليارد کاله مخکې او د ځمکې له رامنځته کېدو څخه لږ وروسته ۴.۵۴ میلیارد کاله مخکې څرګند شوی. د ژوند لومړنۍ پېژندل شوې بڼې د باکتريګانو مایکروفوسیلونه دي. د ځمکې پر مخ ژوند په احتمالي توګه د RNA له یوې نړۍ څخه سرچینه اخیستې، که څه هم د RNA پر بنسټ ژوند ښايي لومړنی ژوند نه وي. د مېلر اېري (Miller–Urey experiment ) د ۱۹۵۲ کال کلاسیکې تجربې او ورته څېړنو څرګنده کړه چې ډېری امینو اسیدونه په ټولو موجوداتو کې د کارول شویو پروتینونو کيميايي ترکیبات دي، چې کولی شي د ځمکې د لومړنیو ترکيباتو د بیاتولید شرایطو په نظر کې نیولو سره د غیرعضوي ترکیباتو له سېنتېز/ تولید څخه ترلاسه شي. پېچلې مالیکولي عضوي ترکیبات په لمریز سیستم او د ستورو تر منځ فضا څرګند شوي دي او ښايي یادو مالیکولونو د ځمکې پر مخ د ژوند د پراختیا لپاره لومړني مواد برابر کړي وي. .[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
ژوند د ځمکې پر مخ د خپل لومړني پيل راهیسې خپل چاپېریال د جیولوژيکي وخت په کچه بدل کړی دی، خو همداراز یې په ډېری حالتونو او ایکوسیستمونو کې د بقا او ژوندي پاتې کېدلو لپاره توافق کړی. ځینې مایکرو او ګانیزمونه چې د ایکستروموفیل ( extremophiles) په نوم یادیږي، هغه ژوندي موجودات چې په سختو فزیکي او جیوکيمیاوي شرایطو کې وده کوي د ځمکې پر مخ د ډېری نورو ژوندونو لپاره زیانرسوونکي دي. حجره د ژوند د جوړښتي او وظیفوي واحد په توګه په پام کې نيول شوې ده. حجرې په دوه ډوله دي، ایو کریوت (eukaryotic) او پروکریوت (prokaryotic )، دواړه ډولونه له سایتوپلزم څخه چې د يوې غشا په واسطه پوښل شوی جوړې شوې دي چې ډېر ژوندي مالیکولونه لکه پروتینونه او هستوي اسیدونه پکې شامل دي. حجرې د حجرويوېش/انقسام له لارې تکثر کوي، چې په هغه کې یوه مورنۍ حجره په دوه يا څو لورنیو حجرو وېشل کېږي. [۱۴][۱۵]
په تېرمهال کې د ژوند معنا د تعریف لپاره ډېرې هڅې د زړو/منسوخو مفاهمو لکه اوډیک ځواک / Odic force (د ژوند ځواک)، هېلوموفیزم (hylomorphism)، ناڅاپه نسل (spontaneous generation) او حیاتیزم/ ژوندیوالی (vitalism) له خوا ترسره شوې، چې اوسمهال د بیولوژيکي کشفونو له خوا رد شوي. ارسطو لومړنی کس دی چې ژوندي موجودات یې طبقهبندي کړل. تر هغه روسته کارل لینه د ډولونو د نوم اېښودلو خپل دوه کلیمهيي سیستم معرفي کړ. په پایله کې د ژوند نوې ډلې او طبقهبندۍ لکه حجرې او میکرواورګانیزمونه کشف شول، چې د ژوندیو موجوداتو تر منځ د اړیکو په جوړښت کې یې د پاموړ بیاکتنو ته پوهان مجبور کړل. که څه هم اوس یوازې د ځمکې مخ پېژندل شوی خو لازمي نه ده چې ټول ژوند دې ورپورې محدود شي، ځکه اوسمهال ډېری پوهان له ځمکې څخه بره/پورته ژوند/extraterrestrial (له ځمکې څخه پرته په نورو سیارو کې ژوند) په اړه فکر کوي. مصنوعي ژوند یو کمپيوټري ورتهوالی یا هم د ژوند له هر اړخ څخه د انسان د لاس جوړه شوې بیارغونه ده چې تر ډېره له طبعي ژوند سره د تړلو سیستمونو د ارزولو لپاره کارول کېږي.
مرګ د ټولو بیولوژيکي پروسو دایمي پاي دی چې یو ژوندی موجود ورسره مخ کېږي، او په دې توګه يې ژوند پای ته رسي. انقراض/ورکېدنه هغه اصطلاح ده چې معمولا د یو ډول، یوې ډلې يا تاکسون (taxon/ د ژوندیو موجوداتو د ځانګړي ډول یوه ډله) مړینه تشرېح کوي. فوسیلونه د ژونديو موجوداتو خوندي پاتې شوني یا اثار دي.
تعریف
د ژوند تعریف له اوږدې مودې راهیسې د ساینس پوهانو او فلیسوفانو لپاره یوه ننګونه وه. تر یو حده دا ځکه چې ژوند یوه پروسه ده نه ماده. دا چاره د ژونديو موجوداتو له ځانګړنو څخه د ناپوهۍ په وجه چې ښايي که چېرې کوم داسې څه وي چې له ځمکې څخه يې بهر وده کړې وي پېچلې ده. له ژوند څخه فلیسوفي تعریفونه هم له ژونديو موجوداتو څخه د غیر ژونديو موجوداتو د تشخیص د څرنګوالي په برخه کې له ورته ستونزو سره مخ شوي. د ژوند پر حقوقي تعریفونه هم تشرېح او بحث شوی، که څه هم په عمومي ډول د دوی تمرکز د انساني مړو پر اعلام پرېکړه او له دې پرېکړې څخه پر قانوني پایلو دی. د ژوند لپاره له ۱۲۳ څخه زیات تعریفونه وړاندې شوي. داسې بريښي چې د ناسا (NASA) د خوښې وړ یو تعریف دا دی: «یو په ځان بسیا سیستم چې د دارویني تکامل ځواک لري.» په ساده ډول «ژوند هغه ماده ده چې کولی شي ځان بیا تولید کړي او څه ډول چې بقا حکم کوي په همغه ډول تکامل ته رسيږي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
بیولوژي
له هغه ځایه چې د ژوند لپاره هېڅ کوم ښکاره تعریف نهشته، په بیولوژي کې ډېری اوسني تعریفونه توضیحي دي. ژوند د هغه څه د ځانګړنې په توګه په پام کې نیول کېږي چې په ورکړل شوي چاپېریال کې خپل شتهوالی ساتي، وده کوي او پياوړتیا مومي. دا ځانګړتیا له ځینو یا ټولو لاندې اوصافو څخه ښکارندویي کوي. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
- هوموستازس (Homeostasis): د یو وضعیت د خوندي ساتلو لپاره د داخلي چاپېریال تنظیم د مثال په ډول د تودوخې د راکمولو لپاره خوله کول
- سازمان (Organization) د جوړښت له پلوه له یوې یا څو حجرو څخه چې د ژوند له اصلي واحد دی جوړ شوی.
- میتابولیزم (Metabolism): د انرژي بدلون په کیمیاوي موادو او د انرژي بدلول په کوچنیو حجروي اجزاو (انابولیزم) او د عضوي موادو تجزیه (کتابولیزم). ژوندي موجودات د خپل داخلي سازمان د بقا (homeostasis) او له ژوند سره تړلیو ګڼو نورو پديدو د تولید لپاره انرژي ته اړتیا لري.
- وده: له کتابولیزم څخه د انابولیزم کچه لوړ ساتل. د ودې په حال کې یو ژوندی موجود د دې په ځاي چې یوازې مواد راټول کړي د وجود د ټولو برخو په اندازه کې یې زیاتوالی راځي.
- توافق: د وخت له تېرېدو سره د چاپیریال پر وړاندې د بدلون وړتیا. دا وړتیا د تکامل د پروسو بنسټ دی او د خوړو د رژيم، وراثت او د ژوندي موجود د خارجي عواملو په واسطه ټاکل کېږي.
- د محرکونو/پاروونکو پر وړاندې ځواب (Response to stimuli): یو ځواب بېلابېلې بڼې لرلی شي، د یو حجروي موجوداتو له انقباض څخه نیولې ترخارجي کیمیاوي موادو او تر پېچليو غبرګونونو پورې چې د ژوندیو موجوداتو ټول حواس په کې شاملېږي. ځواب تر ډېره له حرکت سره تشرېح کېږي. د مثال په ډول د بوټو د پاڼو تاوېدل د لمر لوري ته (phototropism) او شيموتاکزېس/chemotaxis (د چاپېریالي اغیزو لاندې د یو حجروي موجود حرکت د کیمیاوي تحریکاتو پر وړاندې).
- تکثر/باروي: په غیر جنسي ډول له یو واحد پلرني اورګانیزم څخه یا په جنسي ډول له دوو اورګانیزمونو څخه د نويو انفرادي اورګانیزمونو تولید.
دا پېچلې پروسې د فزیولوژیکي دندو په نوم یاديږي، د فزیکي، کیمیاوي او همداراز د سېګنال ورکولو او کنترول د بنسټ لرونکې دي چې د ژوند دخوندیتوب لپاره اړینې دي.
سرچينې
- ↑ Dodd, Matthew S.; Papineau, Dominic; Grenne, Tor; Slack, John F.; Rittner, Martin; Pirajno, Franco; O'Neil, Jonathan; Little, Crispin T.S. (1 مارچ 2017). "Evidence for early life in Earth's oldest hydrothermal vent precipitates". Nature. 543 (7643): 60–64. Bibcode:2017Natur.543...60D. doi:10.1038/nature21377. PMID 28252057. خونديځ د اصلي څخه 8 سيپټمبر 2017. د لاسرسينېټه 2 مارچ 2017. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 1 March 2017 باندې). Scientists Say Canadian Bacteria Fossils May Be Earth's Oldest. The New York Times.
- ↑ Ghosh, Pallab (1 مارچ 2017). "Earliest evidence of life on Earth 'found". BBC News. خونديځ د اصلي څخه 2 مارچ 2017. د لاسرسينېټه 2 مارچ 2017. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 1 March 2017 باندې). Canadian bacteria-like fossils called oldest evidence of life. Reuters.
- ↑ Tyrell, Kelly April (18 December 2017). "Oldest fossils ever found show life on Earth began before 3.5 billion years ago". University of Wisconsin–Madison. خونديځ د اصلي څخه ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۷. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Schopf, J. William; Kitajima, Kouki; Spicuzza, Michael J.; Kudryavtsev, Anatolly B.; Valley, John W. (2018). "SIMS analyses of the oldest known assemblage of microfossils document their taxon-correlated carbon isotope compositions". PNAS. 115 (1): 53–58. Bibcode:2018PNAS..115...53S. doi:10.1073/pnas.1718063115. PMC 5776830. PMID 29255053. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ * Copley, Shelley D.; Smith, Eric; Morowitz, Harold J. (دسمبر 2007). "The origin of the RNA world: Co-evolution of genes and metabolism" (PDF). Bioorganic Chemistry. 35 (6): 430–443. doi:10.1016/j.bioorg.2007.08.001. PMID 17897696. خونديځ (PDF) د اصلي څخه 5 سيپټمبر 2013. د لاسرسينېټه 8 جون 2015.
The proposal that life on Earth arose from an RNA world is widely accepted.
منځګړی|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی|archiveurl=
و|archive-url=
منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی|archivedate=
و|archive-date=
منځګړی (لارښود)- Orgel, Leslie E. (April 2003). "Some consequences of the RNA world hypothesis". Origins of Life and Evolution of the Biosphere. 33 (2): 211–218. Bibcode:2003OLEB...33..211O. doi:10.1023/A:1024616317965. PMID 12967268. S2CID 32779859.
It now seems very likely that our familiar DNA/RNA/protein world was preceded by an RNA world...
منځګړی|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - Robertson & Joyce 2012: "There is now strong evidence indicating that an RNA World did indeed exist before DNA- and protein-based life."
- Neveu, Marc; Kim, Hyo-Joong; Benner, Steven A. (22 April 2013). "The 'Strong' RNA World Hypothesis: Fifty Years Old". Astrobiology. 13 (4): 391–403. Bibcode:2013AsBio..13..391N. doi:10.1089/ast.2012.0868. PMID 23551238.
[The RNA world's existence] has broad support within the community today.
منځګړی|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
- Orgel, Leslie E. (April 2003). "Some consequences of the RNA world hypothesis". Origins of Life and Evolution of the Biosphere. 33 (2): 211–218. Bibcode:2003OLEB...33..211O. doi:10.1023/A:1024616317965. PMID 12967268. S2CID 32779859.
- ↑ Robertson, Michael P.; Joyce, Gerald F. (May 2012). "The origins of the RNA world". Cold Spring Harbor Perspectives in Biology. 4 (5): a003608. doi:10.1101/cshperspect.a003608. PMC 3331698. PMID 20739415. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Cech, Thomas R. (July 2012). "The RNA Worlds in Context". Cold Spring Harbor Perspectives in Biology. 4 (7): a006742. doi:10.1101/cshperspect.a006742. PMC 3385955. PMID 21441585. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Ehrenfreund, Pascale; Cami, Jan (December 2010). "Cosmic carbon chemistry: from the interstellar medium to the early Earth". Cold Spring Harbor Perspectives in Biology. 2 (12): a002097. doi:10.1101/cshperspect.a002097. PMC 2982172. PMID 20554702. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Perkins, Sid (8 April 2015). "Organic molecules found circling nearby star". Science. doi:10.1126/science.aab2455. د لاسرسينېټه ۰۲ جون ۲۰۱۵. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 14 April 2015 باندې). Chemicals formed on meteorites may have started life on Earth. Chemistry World. Royal Society of Chemistry
- ↑ Saladino, Raffaele; Carota, Eleonora; Botta, Giorgia; et al. (13 April 2015). "Meteorite-catalyzed syntheses of nucleosides and of other prebiotic compounds from formamide under proton irradiation". Proc. Natl. Acad. Sci. U.S.A. 112 (21): E2746–E2755. Bibcode:2015PNAS..112E2746S. doi:10.1073/pnas.1422225112. PMC 4450408. PMID 25870268. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "2.2: The Basic Structural and Functional Unit of Life: The Cell". LibreTexts. 2 June 2019. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۲۹ مارچ ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Bose, Debopriya (14 May 2019). "Six Main Cell Functions". Leaf Group Ltd./Leaf Group Media. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۲۹ مارچ ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Tsokolov, Serhiy A. (May 2009). "Why Is the Definition of Life So Elusive? Epistemological Considerations". Astrobiology. 9 (4): 401–12. Bibcode:2009AsBio...9..401T. doi:10.1089/ast.2007.0201. PMID 19519215. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Emmeche, Claus (1997). "Defining Life, Explaining Emergence". Niels Bohr Institute. د اصلي آرشيف څخه پر 14 مارچ 2012 باندې. د لاسرسينېټه 25 مې 2012. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ McKay, Chris P. (14 September 2004). "What Is Life—and How Do We Search for It in Other Worlds?". PLOS Biology. 2 (9): 302. doi:10.1371/journal.pbio.0020302. PMC 516796. PMID 15367939. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Mautner, Michael N. (1997). "Directed panspermia. 3. Strategies and motivation for seeding star-forming clouds" (PDF). Journal of the British Interplanetary Society. 50: 93–102. Bibcode:1997JBIS...50...93M. خونديځ (PDF) د اصلي څخه 2 نومبر 2012. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Mautner, Michael N. (2000). Seeding the Universe with Life: Securing Our Cosmological Future (PDF). Washington D.C. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-476-00330-9. خونديځ (PDF) د اصلي څخه 2 نومبر 2012. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ McKay, Chris (18 September 2014). "What is life? It's a Tricky, Often Confusing Question". Astrobiology Magazine. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Nealson, K.H.; Conrad, P.G. (December 1999). "Life: past, present and future". Philosophical Transactions of the Royal Society of London B. 354 (1392): 1923–39. doi:10.1098/rstb.1999.0532. PMC 1692713. PMID 10670014. خونديځ د اصلي څخه ۰۳ جنوري ۲۰۱۶. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Jeuken M (1975). "The biological and philosophical defitions of life". Acta Biotheoretica. 24 (1–2): 14–21. doi:10.1007/BF01556737. PMID 811024. S2CID 44573374. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Mautner, Michael N. (2009). "Life-centered ethics, and the human future in space" (PDF). Bioethics. 23 (8): 433–40. doi:10.1111/j.1467-8519.2008.00688.x. PMID 19077128. S2CID 25203457. خونديځ (PDF) د اصلي څخه 2 نومبر 2012. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Capron AM (1978). "Legal definition of death". Annals of the New York Academy of Sciences. 315 (1): 349–62. Bibcode:1978NYASA.315..349C. doi:10.1111/j.1749-6632.1978.tb50352.x. PMID 284746. S2CID 36535062. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Trifonov, Edward N. (17 March 2011). "Vocabulary of Definitions of Life Suggests a Definition". Journal of Biomolecuoar Structure and Dynamics. 29 (2): 259–266. doi:10.1080/073911011010524992. PMID 21875147. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 6 March 2021 باندې). About Life Detection. NASA.
- ↑ (په 14 December 2020 باندې). He may have found the key to the origins of life. So why have so few heard of him? - Hungarian biologist Tibor Gánti is an obscure figure. Now, more than a decade after his death, his ideas about how life began are finally coming to fruition.. National Geographic Society.
- ↑ (په 1 August 2013 باندې). Defining Life: Q&A with Scientist Gerald Joyce. Space.com.
- ↑ (په 26 February 2021 باندې). The Secret Life of a Coronavirus - An oily, 100-nanometer-wide bubble of genes has killed more than two million people and reshaped the world. Scientists don't quite know what to make of it..
- ↑ Luttermoser, Donald G. (2012). "ASTR-1020: Astronomy II Course Lecture Notes Section XII" (PDF). East Tennessee State University. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسينېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Luttermoser, Donald G. (2012). "Physics 2028: Great Ideas in Science: The Exobiology Module" (PDF). East Tennessee State University. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسينېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Luttermoser, Donald G. (2012). "Lecture Notes for ASTR 1020 - Astronomy II with Luttermoser at East Tennessee (ETSU)". East Tennessee State University. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسينېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ McKay, Chris P. (14 September 2004). "What Is Life—and How Do We Search for It in Other Worlds?". PLOS Biology. 2 (9): 302. doi:10.1371/journal.pbio.0020302. PMC 516796. PMID 15367939. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Koshland, Jr., Daniel E. (22 مارچ 2002). "The Seven Pillars of Life". Science. 295 (5563): 2215–16. doi:10.1126/science.1068489. PMID 11910092. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "life". The American Heritage Dictionary of the English Language (چاپ 4th). Houghton Mifflin. 2006. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-618-70173-5. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Life". Merriam-Webster Dictionary. خونديځ د اصلي څخه 10 نومبر 2016. د لاسرسينېټه 12 نومبر 2016. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Habitability and Biology: What are the Properties of Life?". Phoenix Mars Mission. The University of Arizona. خونديځ د اصلي څخه 16 اپریل 2014. د لاسرسينېټه 6 جون 2013. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Trifonov, Edward N. (2012). "Definition of Life: Navigation through Uncertainties" (PDF). Journal of Biomolecular Structure & Dynamics. 29 (4): 647–50. doi:10.1080/073911012010525017. ISSN 0739-1102. PMID 22208269. S2CID 8616562. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 27 جنوري 2012 باندې. د لاسرسينېټه 12 جنوري 2012. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی|archiveurl=
و|archive-url=
منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی|archivedate=
و|archive-date=
منځګړی (لارښود) - ↑ (په 11 January 2012 باندې). Can scientists define 'life' ... using just three words?. NBC News.
|