فیصل دویم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فیصل دویم(عربي: الملك فيصل الثاني) ; ۲ می ۱۹۳۵ – ۱۴ جولای ۱۹۵۸) د عراق وروستی پاچا وو. هغه د 4 اپریل 1939 څخه تر جولای 1958 پورې واکمني وکړه، څو چي په اخر کي د 14 جولای انقلاب په جریان کې ووژل سو. د فیصل رژیم په عراق کي د اوه دېرش کلني هاشمي پاچاهۍ د پای ته رسېدو ټکی وو، چي وروسته په جمهوریت بدل سو.

د عراق د پاچا غازي او ملکې عالیه یوازینی زوی، فیصل په درې کلنۍ کې وروسته له هغه چې پلار یې د موټر په ټکر کې ووژل سو، تخت ته ورسېد، او په 1958 کال کي د بعثیانو له لوري تر کودتا وروسته له تخته لیري کړل سو.

د ۱۹۵۸ کال د جولای په میاشت کې د عبدالکریم قاسم په مشرۍ د شاهي عراقي اردو افسرانو یوې ډلي کودتا وکړه او د فیصل د نسکورولو سره یې هغه اعدام کړ.