فراه ولايت
پلازمېنه |
---|
عمومي معلومات | |
---|---|
د وګړو شمېر |
۵۶۳٬۰۲۶[۱] |
پکښي شاملې اداري سیمي | |
رسمي ژبه | |
د سيمې اصلي ژبې | |
د حکومت مشر | |
اداري سیمه | |
هېواد |
د ځای کچه |
---|
کورډينېشن |
---|
فراه ولايت د افغانستان په جنوب لوېديځ کې پروت دى چې لویدیځ ته یې ايران شمال ته هرات سویل ته نیمروز او ختیځ لورته یې هلمند او غور ولایتونه ګډه پوله لرې. اکثره اوسېدونکي يې پښتانه دي. له پښتنو پرته تاجېک او بلوڅان هم په کې ژوند کوې.
رسنۍ
تاریخ
فراه ولایت چي لرغونوالۍ یې زرګونه کلونه تاریخ لري د لرغوني سیستان او زرنج له جغرافیایي، ستراتیژیکو او سیاسي سیمو څخه ګڼل کېدی. دغه ولایت د یو شمېر تاریخي اثارو په درلودلو سره د افغانستان په سوېل لویدیځه حوزه کي ځانګړی ځای لري. د یاد ولایت له مرکز څخه لس کیلومتره لیري د کافر کلا په نوم یوه سیمه چي د فراه ولایت لرغونتوب او پخوانی تاریخ په نښه کوي اوس هم شتون لري.
تر میلاد درې پېړۍ مخکي کله چي اسکندر مقدوني پر هخامنشي واکمنۍ باندي یرغل پیل او لوی شمېر سیمي یې ترې لاندي کړې د فره سیمه هغه وخت د یو سیمه ییز مشر چي ساتراپي یې ورته ویل تر واک لاندي وه او په هخامنشي واکمنۍ پوري یې اړه درولوده. اسکندر مقدوني د مخامنشي واکمن تر مرګ وروسته د فراه سیمه پخپلي واکمنۍ ورګډه کړه.
د پارتیانو او ساسانیانو په واکمني کي
د پارتیانو په واکمني کي فراه د آریا (( د لرغوني افغانستان هرات ولایت)) د سیمي اړوند یو ولایت وو. د پارتیانو تر پرځېدو وروسته په پنځمه زیږدیزه پېړۍ کي فراه د ساسانیانو د واکمنۍ یوه ستراتیژیکه اقتصادي سیمه وګرځېدل او د سیسان، هرات او لرغوني هندوستان لاري یې له یوبل سره وصل کړې.
اسلامي واکمني
په 651 زیږدیز کال کي فراه په رسمي ډول د اسلامي نړۍ یوه برخه وګرځېدل او د اموي خلافت تر پرځېدو وروسته کله چي عباسیان واک ته ورسېدل دلته د طاهریانو، سفاریانو، سامانیانو، غزنویانو، غوریانو، خوارزمشاهانو، بخارا سلطنت او صفویانو واکمنۍ راغلې.
اوبه
ښونه
ولسوالۍ
- انار دره ولسوالۍ
- بالا بلوک ولسوالۍ
- بکوا ولسوالۍ
- پر چمن ولسوالۍ
- پشت رود ولسوالۍ
- خاک سفید ولسوالۍ
- شیب کو ولسوالۍ
- فراه
- قلعه کاه ولسوالۍ
- ګلستان ولسوالۍ
- لاش او جواین ولسوالۍ
ولسوالۍ | مرکز | نفوس | مساحت[۲] | اقوام[۳] |
---|---|---|---|---|
انار دره ولسوالۍ | ۲۴٬۷۸۲ | ۵٬۰۰۰ کیلومترمربع | تاجیکان | |
بکوا ولسوالۍ | ۳۹٬۸۷۱ | ۲٬۴۲۴ کیلومترمربع | پښتانه | |
بالا بلوک ولسوالۍ | ۷۲٬۴۶۵ | پښتانه | ||
فراه | فراه | ۱۰۹٬۴۰۹ | ۳٬۵۰۰ کیلومترمربع | پښتانه، تاجیکان او بلوڅان |
ګلستان ولسوالۍ | ۴۹٬۷۷۴ | ۷٬۱۰۲ کیلومترمربع | پښتانه | |
خاک سفید ولسوالۍ | ۳۴٬۶۰۰ | ۱٬۲۰۰ کیلومترمربع | پښتانه | |
لاش و جوین | ۲۰٬۴۹۹ | ۵٬۴۹۱ کیلومترمربع | تاجیکان | |
پر چمن ولسوالۍ | ۱۱۵٬۶۲۶ | ۶٬۶۹۴ کیلومترمربع | پښتانه | |
پشت رود ولسوالۍ | ۳۶٬۳۱۵ | ۱٬۲۰۰ کیلومترمربع | پښتانه او تاجیکان | |
قلعه کاه ولسوالۍ | ۳۰٬۶۵۳ | ۳٬۵۹۸ کیلومترمربع | پښتانه | |
شیب کو ولسوالۍ | ۲۳٬۰۱۳ | ۲٬۷۳۸ کیلومترمربع | پښتانه |
- ↑ "د هېواد د وګـړو اټکل ۱۳۹٩". June 2020. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Afghanistan Geographic & Thematic Layers
- ↑ "Loading". Aims.org.af. 2005-04-12. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ ژوئن ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسينېټه ۱۰ جون ۲۰۱۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في:|archivedate=
(لارښود)
- هغه پاڼي چې د P36 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P1082 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P150 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P37 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2936 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1313 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P131 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP18
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- نخشه لرونکي مخونه