عمان
پلازمېنه | |
---|---|
ترټولو لوړه څوکه |
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
وېبپاڼه | |
---|---|
کورډينېشن |
عمان، په رسمي توګه د عمان سلطنت (عربيي: سلْطنةُ عُمان، Salṭanat(u) ʻUmān) په لویدیځه آسیا کې د عربي ټاپووزمې په سویل ختیځو سواحلو کې موقعیت لري. عمان چې پخوا یوه سمندریزه سترواکي وه، په عربي نړۍ کې تر ټولو پخوانی خپلواک هېواد دی. دغه هېواد چې د فارس خلیج د خولې سره په پوله سیمه کې موقعیت لري، له سعودي عربيستان، متحده عربي اماراتو او یمن سره ځمکنۍ پوله او له ایران او پاکستان سره ګډه سمندري پوله لري. دغه ساحل له سویل ختیځ لوري له عربي سمندرګي او له شمال ختیځ لوري د عمان له خلیج نه جوړ دی. د مدا او مسندم سیمې یې د متحده عربي اماراتو د ځمکنیو پولو له خوا احاطه شوې، د هرمز تنګی (چې له ایران سره شریک دی) او د عمان خلیج د مسندم ساحلي پولې جوړوي. مسقط د دغه هېواد پلازمېنه او لوی ښار دی.[۲۱][۲۲]
له اوولسمې پېړۍ وروسته، د عمان سلطنت سترواکي وه چې په فارس خلیج او هند سمندرکې یې د نفوذ په موخه د پرتګال او بریتانیا له سترواکیو سره سیالي کوله. په ۱۹ مه پېړۍ کې د دغې سترواکۍ په اوج کې، عماني نفوذ یا کنترول له ټول هرمز تنګي نه تر معاصر ایران او پاکستان پورې او په لرې سویل کې تر زنجبار رسېده. هغه مهال چې په ۲۰ مه پېړۍ کې یې قدرت را کم شو، دغه سلطنت د بریتانیا تر اغېز لاندې راغی. د ۳۰۰ نه زیاتو کلونو لپاره، د دواړو سترواکیو ترمنځ اړیکې د مشترکو ګټو له مخې وې. بریتانیا د عمان جغرافیايي اهمیت د سوداګریز مرکز په توګه چې په فارس خلیج او هند سمندر کې یې د هغو سوداګریزې کرښې تضمین کولې او د هند په نیمه لویه وچه کې یې له خپل نفوذ نه ساتنه کوله، په رسمیت وپېژاند. له تاریخي پلوه مسقط د فارس خلیج سوداګریز مرکز و. [۲۳]
سلطان قابوس بن سعید له ۱۹۷۰ ز کال راهیسې د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري تر ۱۰ مې نېټې پورې د هغه تر مړینې پورې د دغه هېواد مشري وکړه چې دولتي بڼه یې مطلقه شاهي وه. د عمان د سلطنتي ځای ناستي د قوانینو له مخې باید د پاچا زوی د هغه ځای ناستي وي، خو له دې امله چې سلطان قابوس بچیان نه لرل، په خپل وروستي وصیت کې یې څرګنده کړه چې، د هغه ځای ناستی باید د مناسبې سلسلې کوم غړی وي. له همدې امله د قابوس له مړینې وروسته، سلطنتي کورنۍ د هغه د تره زوی هیثم بن طارق، د عمان د نوي پاچا په توګه وټاکه.[۲۴][۲۵]
عمان د ملګرو ملتونو سازمان، عربي اتحادیې، خلیج همکاریو شورا، ناپېیلي غورځنګ او د اسلامي همکاریو سازمان غړیتوب لري. د نفتي زېرمو لرلو له امله په نړۍ کې ۲۲ م ځایګی لري. په ۲۰۱۰ ز کال کې په وروستیو ۴۰ کلونو کې ملګرو ملتونو سازمان دغه هېواد د پراختیا له مخې یو له پرمختللو هېوادونو وباله. توریزم(سیاحت)، د کبانو او خرما سوداګري یې د سوداګرۍ یوه برخه جوړوي. عمان د لوړ عاید لرونکي اقتصاد او د نړیوالې سولې د شاخص له مخې په نړۍ کې ۶۹ سوله ییز هېواد بلل شوی دی.[۲۶][۲۷][۲۸]
سیاست
عمان یو موټی او بشپړ شاهي هېواد دی، چې مقننه، اجرائیه او قضایه ځواک ټول د میراثي پاچا(سلطان) په واک کې دي. له همدې امله، د آزادۍ کور (Freedom House) سازمان یې د «نا آزاد» هېواد په توګه طبقه بندي کوي.[۲۹][۳۰]
سلطان د دولت په سر کې ځای لري چې په مستقیم ډول بهرنۍ او دفاعي چارې کنترول کوي. هغه بشپړ واک لري او قوانین د احکامو په بڼه وړاندې کوي. [۳۱][۳۲][۳۳]
قانوني نظام
عمان مطلق او بشپړ شاهي هېواد دی، چې په کې د سلطان خبره قانوني بنسټ لري. قضایه قوه د سلطان په واک کې ده. د عمان د اساسي قانون پر بنسټ، د اسلامي شریعت قوانین د دغه هېواد د حقوقي سیستم سرچینه ده. د شرعي محاکمو ادارې د مدني محاکمو په نظام کې د کورنۍ د حقوقو، لکه: د طلاق او میراث مسئولیت لري.
په داسې حال کې چې په عمان کې ټول عالي ځواک د سلطان اړوند دی او د قواوو ترمنځ کوم رسمي بېلتون شتون نه لري، مرحوم سلطان قابوس دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او مالیې وزیر ته چې د دغو وزارتونو چار سمبالي وو، د وزیر بشپړ لقب نه ورکاوه او غوره یې بلله، هغه په سلطنتي اډانه کې وساتي. اوسنی سلطان(پاچا )هیثم مسئولو وزیرانو ته د وزیرانو بشپړ لقب ورکړی دی، په داسې حال کې چې د دفاع وزارت چوکۍ یې لومړي وزارت ته لوړه کړې ده. له ۱۹۷۰ز کال راهیسې ټول قوانین له دې ډلې د دغه هېواد اساسي قانون هم د سلطنتي احکامو له مخې اعلان شوي. سلطان، وزیران او قاضیان ګوماري او د مجازاتو د بخښنې او د هغو د کمولو واک هم لري. د سلطان واک کمی نه لري او تمه لري چې ټول د هغه له ارادې بشپړه پیروي وکړي.[۳۴]
په داسې حال کې چې د عمان حقوقي قوانین له تیوریکي پلوه د مدني او شخصي آزادیو نه ملاتړ کوي، خو د واکمن رژیم له خوا دواړه له پامه غورځول کېږي. ښځې او ماشومان په ډېرو برخو کې له قانوني تبعیض سره مخامخ دي. ښځې له ګڼ شمېر دولتي ګټو، لکه: د کور لپاره له پور اخیستو محرومې دي او د شخصي احوال د قانون له مخې له برابرو حقونو محرومې دي. ښځې د روغتیا او زېږون په ګډون د خپل برخلیک ټاکلو په برخه کې محدودیتونه تجربه کوي.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
بهرنی سیاست
له ۱۹۷۰ ز کال راهیسې، عمان معتدل بهرني سیاست مخته وړي او خپلې دیپلماتیکې اړیکې یې په پام وړ ډول پراخې کړې دي. عمان یو له محدودو عربي هېوادونو نه دی چې له ایران سره د ملګرتیا اړیکې لري. ویکي لېکس د امریکا هغه دیپلماتیک اسناد فاش کړي چې ښيي عمان د هغو بریتانوي بېړۍ چلوونکو افسرانو په راخوشي کولو کې، چې په ۲۰۰۷ ز کال کې د ایراني سمندري ځواکونو له خوا نیول شوي وو، مرسته کړې. دغه اسناد څرګندوي چې د امریکا د متحده ایالاتو د دیپلماتیکو فشارونو په خوا کې، عمان تل له ایران سره نږدې اړیکو لرلو ته لېوالتیا څرګنده کړې او د دغو فشارونو پر وړاندې یې مقاومت کړی دی. یوسف بن علوی بن عبدالله د دغې پاچهۍ د بهرنیو چارو مسئولیت پر غاړه لري.
عمان د بریتانیا سلطنتي سمندري ځواکونو او هندي سمندري ځواکونو ته د الدقم او ډرای ډاک بندر تاسیساتو ته د لاسرسي اجازه ورکړې ده.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]
پوځ
د سټاکهالم د نړیوالې سولې څېړنیز انستیتیوت د عمان نظامي او امنیتي لګښت په ۲۰۲۰ ز کال کې د هغه هېواد د داخلي ناخالصو تولیداتو ۱۱٪ ښودلی، چې په دغه کال کې د نړۍ تر ټولو لوړ پوځي لګښت دی چې له سعودي عربيستان (۸.۴ سلنه) هم لوړ دی. په منځنۍ کچه د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ ز کلونو ترمنځ د داخلي ناخالصو تولیداتو د سلنې له مخې، د دغه هېواد پوځي لګښت نږدې ۱۰ سلنه و، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې په ورته مهال کې دغه کچه ۲.۲ سلنه وه.[۴۷][۴۸]
په ۲۰۰۶ ز کال کې د عمان د وسله والو ځواکونو شمېر ۴۴ زره ۱۰۰ تنه وو، چې ۲۵۰۰۰ یې عادي ځواکونه، ۴۲۰۰ یې سمندري او ۴۱۰۰ تنه یې هوايي ځواک و. سلطنتي کورنۍ ۵۰۰۰ تنه سلطنتي ساتونکي، ۱۰۰۰ تنه ځانګړي ځواکونه، ۱۵۰ سمندري نظامي بېړۍ چلوونکي او د سلطنتي الوتنو لپاره ۲۵۰ پیلوټان لري. دغه هېواد ۴۴۰۰ کسه ملیشه ځواک هم لري.[۴۹]
دغه پاچهي له بریتانوي پوځ او دفاعی صنعت سره اوږد مهاله اړیکه لري. د SIPRI د راپور له مخې، عمان له ۲۰۱۲ ز کال نه تر ۲۰۱۶ ز کال پورې د وسلو ۲۳ م واردونکی هېواد و.[۴۹]
تاریخ
کلتور
اقتصاد
جغرافیه
سرچينې
- ↑ Reference URL: https://data.worldbank.org/indicator/SP.POP.TOTL.
- ↑ ۲٫۰۰ ۲٫۰۱ ۲٫۰۲ ۲٫۰۳ ۲٫۰۴ ۲٫۰۵ ۲٫۰۶ ۲٫۰۷ ۲٫۰۸ ۲٫۰۹ ۲٫۱۰ ۲٫۱۱ ۲٫۱۲ ۲٫۱۳ ۲٫۱۴ ۲٫۱۵ ۲٫۱۶ ۲٫۱۷ ۲٫۱۸ ۲٫۱۹ ۲٫۲۰ ۲٫۲۱ ۲٫۲۲ ۲٫۲۳ ۲٫۲۴ ۲٫۲۵ ۲٫۲۶ ۲٫۲۷ ۲٫۲۸ ۲٫۲۹ ۲٫۳۰ ۲٫۳۱ ۲٫۳۲ ۲٫۳۳ ۲٫۳۴ ۲٫۳۵ ۲٫۳۶ ۲٫۳۷ ۲٫۳۸ ۲٫۳۹ ۲٫۴۰ ۲٫۴۱ ۲٫۴۲ ۲٫۴۳ ۲٫۴۴ ۲٫۴۵ ۲٫۴۶ ۲٫۴۷ ۲٫۴۸ ۲٫۴۹ ۲٫۵۰ ۲٫۵۱ ۲٫۵۲ ۲٫۵۳ Stated in: World Bank Open Data. Publisher: نړیوال بانک.
- ↑ "World Bank Open Data". نړیوال بانک. د لاسرسينېټه ۸ اپرېل ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في:|access-date=
(لارښود) - ↑ Stated in: Constitution of Oman. Section, verse, paragraph, or clause: 3.
- ↑ Applies to part: masculine singular.
- ↑ Applies to part: feminine singular.
- ↑ Reference URL: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
- ↑ Reference URL: https://www.opcw.org/about-opcw/member-states/. Publisher: کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
- ↑ Reference URL: https://www.opcw.org/about-us/member-states/oman. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ Reference URL: http://www.upu.int/en/the-upu/member-countries.html. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
- ↑ Reference URL: https://www.upu.int/en/Universal-Postal-Union/About-UPU/Member-Countries?csid=-1&cid=225. Retrieved: ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ Reference URL: https://www.wcoomd.org/-/media/wco/public/global/pdf/about-us/wco-members/list-of-members-with-membership-date.pdf. Retrieved: ۹ مارچ ۲۰۲۴. Page(s): 7. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ Reference URL: https://www.interpol.int/Member-countries/World. Publisher: نړيوال پوليس. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
- ↑ Reference URL: https://www.interpol.int/Who-we-are/Member-countries/Asia-South-Pacific/OMAN. Retrieved: ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ Reference URL: https://www.iho.int/srv1/index.php?option=com_wrapper&view=wrapper&Itemid=452&lang=en. Publisher: International Hydrographic Organization. Retrieved: ۸ ډيسمبر ۲۰۱۷.
- ↑ Reference URL: http://www.unesco.org/eri/cp/ListeMS_Indicators.asp.
- ↑ Reference URL: https://www.itu.int/online/mm/scripts/gensel8. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
- ↑ Reference URL: https://public.wmo.int/en/members/oman. Retrieved: ۲۶ مې ۲۰۲۰.
- ↑ Reference URL: https://www.who.int/choice/demography/by_country/en/. Retrieved: ۲۱ جولای ۲۰۲۰.
- ↑ CELEX number: 52020XG0227(01). Retrieved: ۸ مې ۲۰۲۰. Reference URL: https://www.consilium.europa.eu/en/policies/eu-list-of-non-cooperative-jurisdictions/.
- ↑ (په 11 September 2012 باندې). Oman profile – Overview. BBC News.
- ↑ Royal Air Force Museum, A History of Oman, Retrieved on 19 Nov. 2020
- ↑ Kharusi, N. S. (2012). "The ethnic label Zinjibari: Politics and language choice implications among Swahili speakers in Oman". Ethnicities. 12 (3): 335–353. doi:10.1177/1468796811432681. S2CID 145808915. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Country Report: Oman". BTI Project. 2016. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسينېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۶. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 12 January 2020 باندې). Haitham bin Tariq sworn in as Oman's new sultan.
- ↑ "Private sector gets Omanisation targets". Gulf News. 13 February 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسينېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۳. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Five Arab states among top leaders in long-term development gains". Hdr.undp.org. 4 November 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ نومبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسينېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Global Peace Index: 2017" (PDF). visionofhumanity.org. Global Peace Index and Institute for Economics and Peace. د کتاب پاڼې 11. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسينېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۷. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ . Q&A: Elections to Oman's Consultative Council. BBC News.
- ↑ "Oman". Freedom House. د لاسرسينېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۳. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "OMAN Majles A'Shura (Consultative Council)". Inter-Parliamentary Union. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Oman". Freedom in the World 2012. Freedom House. 17 January 2012. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 23 June 2012 باندې). Waking up too. The Economist.
- ↑ "Country Report: Oman". BTI Project. 2016. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسينېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۶. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Basic Statute of the State" (PDF). Royal Decree 101/96. Ministry of Legal Affairs. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۳ جولای ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسينېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۲. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Amendment to Some of the Provisions of the Basic Statute of the State" (PDF). Royal Decree 99/2011. Ministry of Legal Affairs. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۱۳ باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Stork, Joe (19 December 2012). "Human rights in the smaller Persian Gulf states: Bahrain, Kuwait, Oman, Qatar and UAE". NOREF. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسينېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۳. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Country Report: Oman". BTI Project. 2016. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسينېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۶. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Country Profiles (Legislature) – Oman". Arab Parliaments. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جون ۲۰۱۲ باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ کينډۍ:Cite document
- ↑ "Oman". CIA – The World Factbook. د لاسرسينېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "The view from the Gulf: America's quiet go-between speaks". Fox News Channel. 31 January 2012. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Omani Ministers Voice Increasing Concerns Over Region's Stability". Wikileaks. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسينېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Oman Remains Wary Of Iranian Expansionism". Wikileaks. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسينېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Admiral William J. Fallon's Meeting With Sultan Qaboos". Wikileaks. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسينېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 13 February 2018 باندې). India gets access to strategic Oman port Duqm for military use, Chabahar-Gwadar in sight.
- ↑ According to SIPRI | Excel Spreadsheet
- ↑ Oman's Military Expenditures. Oman's military expenditures WB The World Bank. Retrieved 2019.
- ↑ ۴۹٫۰ ۴۹٫۱ Anthony H. Cordesman; Khalid R. Al-Rodhan (28 June 2006). "The Gulf Military Forces in an Era of Asymmetric War" (PDF). Center for Strategic and International Studies. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۷ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسينېټه ۰۱ جنوري ۲۰۲۲. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
- هغه پاڼي چې د P1448 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P36 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P610 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P1082 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P150 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P37 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2936 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1313 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1549 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P706 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P463 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1365 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- عمان
- نخشه لرونکي مخونه