سلطان علي کشتمند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سلطان علي کشتمند
اړوند
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۲ مې ۱۹۳۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
ګوند
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات

سلطان علي کشتمند (۱۳۱۶ هـ. ل. - ) (په انگرېزي: Sultan Ali Keshtmand) يو افغان کيڼ لاسی سياستپوه دی. نوموړی په ۸۰ مې لسيزې کې دوه څله د افغانستان د کمونسټ ډيموکراټيک جمهوريت د لومړي وزير دنده پر غاړه لرله، د هغه د لومړي وزيرۍ، لومړنۍ دوره له ۱۹۸۱ ز. نه تر ۱۹۸۸ ز. پورې وه او دويمه دوره يې له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۰ ز. کال پورې وه. نوموړی د خلقي او پرچمي دوه روسپالو مارکسيستي ډلو څخه د پرچم د اړخ سياسي گوند غړی و. لکه څنگه چې اوس دغه دوه سياسي اړخونه د حامد کرزي د حکومت په ملاتړ د جبه متحد په نوم يادېږي ، نوموړی هم د همدې ډلې فعال غړی دی .

مخينه

سلطان علي کشتمند د نجف علي زوی دی. هغه په کابل کې زېږېدلی. هغه د هزاره توکم پورې تړاو لري. نوموړي خپلې زده کړې د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنڅي کې سر ته رسولي او د زده کړو له مهال نه د افغانستان د خلق او پرچم د يوازيني گوند غړيتوب يې ترلاسه کړی. کله چې د پرچم په نامه گوند د خلق له گوند څخه بېل شو نو بيا دی هم د خلق له گونده بېل شو او د ببرک کارمل تر مشرۍ لاندې ېې د پرچم گوند سره واړوله .

دندې

  • له ۱۳۴۰ هـ. ل. کال نه د کانونو د وزارت د صنايع په رياست کې دنده.
  • له ۱۳۴۴ هـ. ل. کال نه د کانونو د وزارت د لاسي صنايع په رياست کې دنده.
  • له ۱۳۴۵ هـ. ل. کال نه د منجمنټ مديريت د کانونو په وزارت کې
  • له ۱۳۵۸ هـ. ل. کال نه د پلان وزير او د لومړي وزير مرستيال.
  • له ۱۳۶۰ هـ. ل. کال نه د وزيرانو د شورای او د پلان جوړولو د کميټې مشر.
  • له ۱۳۶۱ هـ. ل. کال نه تر ۱۳۶۷ هـ. ل. کال د وزيرانو د شورای مشر.
  • له ۱۳۶۷ هـ. ل. کال نه د سياسي بيرو غړی او د افغانستان د خلق ديموکراتيک گوند د مرکزي کميټې منشي.
  • د ۱۳۶۷ هـ. ل. کال د کب له مياشتې د وزيرانو د شورا د اجرايوي کميټې مشر.
  • د ۱۳۶۹ هـ. ل. کال د غبرگولي له مياشتې تر تلې تر مياشتې د ولسمشر لومړی مرستيال.
واک اخيستنه له
Unknown
څخه
د صنايع او معدنونو وزير
1960 - 1972
واک سپارنه و
Unknown
تـــه
واک اخيستنه له
Unknown
څخه
د پلان وزير
1978
واک سپارنه و
Unknown
تـــه
واک اخيستنه له
حفيظ الله امين
څخه
د لومړي وزير مرستيال
1980 - Unkown
واک سپارنه و
Unknown
تـــه
واک اخيستنه له
Unknown
څخه
د پلان وزير
1981
واک سپارنه و
Unknown
تـــه
واک اخيستنه له
ببرک کارمل
څخه
د افغانستان لومړی وزير
June 11, 1981-May 26, 1988
واک سپارنه و
محمد حسن شرق
تـــه
واک اخيستنه له
محمد حسن شرق
څخه
د افغانستان لومړی وزير
February 21, 1989-May 8, 1990
واک سپارنه و
فضل حق خالقيار
تـــه
واک اخيستنه له
حاجي محمد څمکنی
څخه
Vice President of Afghanistan
1990 – 1991
واک سپارنه و
عبدالرحيم حاتف
تـــه